د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اسلام: زغم او ګډ ژوند

اتل
01.04.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
اسلام مسلمانانو ته د زغم، حلم او دنورو ادیانو د پیروانو سره د ګډ ژوند کولو ارشاد کوي.
موږ ته د طفولیت راهیسي دا را زده کړئ شویده چې د خپل ګاونډي سره ولو که هندو، سک او یا د کوم بل مذهب پیرو وي داسې سلوک کوه، لکه چې د نورو نه یې تمع لرې.

نن سبا افراطي طالبان نه د اسلامي ارشاداتو پروا کوي، او نه هم د ګاونډي حقوق پيژني. پاکستاني طالبانو پدې ملک کې میښت سکان چې په پیړیو پیړیو یې پاکستان خپل کور ؤ، او مسلمانانو د خپل ملک اتباع ګڼلي وو، نن سبا د طالبانو نه تر پزې راغلي او غواړي چې جبراً د خپل پلرنې ټاټوبې نه کډه وکړي.

دطالبانو دغه کار د اسلام د زغم او ګډ ژوند د ارشاداتو سره مغایرت لري او دغه راز د بشر د حقوقو او نړیوالو نورمونو خلاف هم دئ.
دا رپوټ مشال رادیو خپور کړیدئ.
http://www.mashaalradio.org/content/article/25301144.html


Re: اسلام: زغم او ګډ ژوند

pattang
01.04.2014

اتل خانه يو بل کسب درته پيداکړه چې يوڅه پکښې زدکړې
د سي ای اې په غږ دبلي دې څوک اعتبار نلري ځکه چې هغه
اسلام دوښمنه ده !

[quote:87bf0bd633="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
اسلام مسلمانانو ته د زغم، حلم او دنورو ادیانو د پیروانو سره د ګډ ژوند کولو ارشاد کوي.
موږ ته د طفولیت راهیسي دا را زده کړئ شویده چې د خپل ګاونډي سره ولو که هندو، سک او یا د کوم بل مذهب پیرو وي داسې سلوک کوه، لکه چې د نورو نه یې تمع لرې.

نن سبا افراطي طالبان نه د اسلامي ارشاداتو پروا کوي، او نه هم د ګاونډي حقوق پيژني. پاکستاني طالبانو پدې ملک کې میښت سکان چې په پیړیو پیړیو یې پاکستان خپل کور ؤ، او مسلمانانو د خپل ملک اتباع ګڼلي وو، نن سبا د طالبانو نه تر پزې راغلي او غواړي چې جبراً د خپل پلرنې ټاټوبې نه کډه وکړي.

دطالبانو دغه کار د اسلام د زغم او ګډ ژوند د ارشاداتو سره مغایرت لري او دغه راز د بشر د حقوقو او نړیوالو نورمونو خلاف هم دئ.
دا رپوټ مشال رادیو خپور کړیدئ.
http://www.mashaalradio.org/content/article/25301144.html[/quote:87bf0bd633]


اتل
16.04.2014

السلام علیکم
پتنګ ګله چې د طالبانو د مظالمو، بدعت او غیر اسلامي اعمالو ددفاع ځواب نلري، د عبث ګفتار نه دې پټه خوله بهتره نده.
طالبان ولې په سکانو حملې وکړي او د خپل پلرني ټاټوبې نه یې مهاجرت ته مجبور کړيې؟
ستا افغان طالبانو بیا د خپل حکومت په وخت کې دومره مذهبي تعبیض درلود چې په هندوانو یې جبراً زیړي پټۍ ځړولې.
آیا داوړې طالبې ډلې بې لارې ندي؟


صبور
21.04.2014

سلامونه او نېکې هیلې،

ګرانو هېوادوالو زه یوازی دومره وایم چې اسلام د مینې، سولې او یوالۍ دین دئ او دا هغه څه دی چې په طالبانو کې هیڅ هم نه لیدل کیږی.
اسلام د طالبانو د ناوړه کړه وړه څخه کرکه لري، نو په کوم دلیل دوی خپل ځانونه د اسلام پتنګان شمیرئ؟
هیله لرم چې محترم پتنګ صیب ځواب ووایي.
مننه،


اتل
23.04.2014

صبور وروره، السلام علیکم
ستاسې خبره په څلور کتابه درسته ده. واقعاً چې اسلام د صلحې او زغم دین دئ، خو طالبان یې د عام ولس په مقابل کې د یوې حربې په توګه کاروي، او دوی د اسلام ددین پنګان نه، بلکه د اسلام ددین دبدنامئ عاملین دي.
مولا دې دوی په صراط مستقیم روان کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more