د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مسجد د عبادت ځای دئ

میرویس
31.03.2014

السلام علیکم، مسلمانو پښتنو وروڼو
مسجد د مسلمانانو د عبادت ځای دئ. که مسجد ته په تلو سره د چا ژوند اخیستل کیږي، هیڅوک مسجد ته نه ځي. د مسجد نه د مسلمانانو منع کول او په لوی لاس د عبادت کونکو ژوند د مرګ د خطر سره مخامخ کول، د اسلامي ارشاداتو سره مغایرت لري.
طالبانو د خپلحکومت په وخت کې به چې آ‌ذان وشو دوکانونه به یې وتړل او په کوڅو کې به یې لاروي وهل ټکول چې لاړشي لمونځ وکړي.

آیا دا هماغه طالبان دي او که بدل شويدي؟ځو اوس دوی په مسجدونو کې یا بمونه الوزوي د خلکو ژوند تهدید کوي او یا بمونه پکې جوړوي.
طالبانو دغزني د ولایت ددی یک ولسوالۍ دالو خیلو د کلي په جومات کې بمونه جوړول چې پرې و چاودل او اوه تنه طالبان پکې ووژل شول.
دا لاندې رپوټ خبریال خپور کړیدئ
====
په غزني کې د طالبانو بمي چاودنه کې اوه طالبان ووزل شول.
• Sunday, 30 March 2014 14:12
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۷ طالبان د خپل بم ښکار شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اووه تنه طالبان د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د الوخېلو د کلي په جومات کې دننه په داسي حال کې ووژل شول چې بم یې جوړاوه او پرې وچاودېده.
د کورنیو چارو وزارت ویلي:«د تروریستانو دا کار د اسلام د مبین دین خلاف دی، هغوی چې په جوماتونو کې بمونه جوړوي څو بېګناه خلک پرې ووژني، له اسلام سره څرګنده دښمني کوي.»
په تېرو څو کلونو کې په ځلونو د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو په جوماتونو کې پر دولتي چارواکو بمي او ځانمرګي حملې کړي دي. د لوګر والي ارسلا جمال او د کندوز والي محمد عمر په جوماتونو کې ووژل شول.
یوه نیم میاشت پخوا د کابل په هوتخېلو کې د ملا تره خېل په جومات او دیني مدرسه کې چاودنې زیات تاوانونه واړول.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more