د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مستعمره هیواد کی ټاکنی ؟ او تیریدنی

pattang
31.03.2014

دغه ليکنه استاذ بيانزي صيب ماته رالېګلې او زه یې دفوروم لوستونکو
ته وړاندې کوم !

( الحاج استاذ بیانزی )
ــــــ لمړی برخه ــــــ
بسم الله الرحمن الرحیم
په پښتنی زاړه فرهنګ او ټولنو کی مشرانو د هغه ټولنی د غړو تر منځ ډیر شهامت ، محبت او په کشرانو دروندوالی درلود ، دا ځکه چه هغه مشرانو رښتینی هوښیارتیا ،زیرکتیا، قضاوت ، عدالت تقوی او اخلاص درلودلو ، تل به د خپلو خلکو په خدمت کی وو ، خلکو ورباندی باور درلود خلکو یی فیصلی منلی ، یو له بله سره غله نه وو مشرانو او کشرانو به په خپلو مالونو او ځانونو یو د بل ساتنه او یو له بل ژغورنه کوله ، کشران او مشران دواړه رشتیینی وو مشران به د کشرانو په اړتیاوو او نیمګړتیاوو کی په عملی بڼه مخلصانه ونډه درلودله په زور ، درغلیواو له بهره به زوره تپلو مشران نه وو او فیصلی به یی په علماوو کولی.
هیله خو دا وه چه د غرب اوسنی تش په نامه تمدن ، ساینس او تکنالوجیی ، ژوند د سولی ، هوساینی ، او نیکمرغیو ته راګرځولی او راکشولی وی او د یو بل د وژنو او هر ډول فسادونو په ځای به یی د طبیعت له پراخی او مهربانی لمن څخه ځپلی ټولی اړتیاوی او نیمګړتیاوی رابرسیره او تر لاسه کړی وی له بده مرغه د هر کال او هری میاشت په په تیریدو او زړیدو سره د ظلم ، وحشت او انسان وژنو لړی شدیده او پراخیږی د نړیوال استعمار ( دجال ) ناولتیا او ملوثتیا د نړی ګوت ګوت ته ورسیدلی چه زمونږ مظلوم او مجاهد اولس هم پکی تر ټولو زیات د تباهی سره مخ شو د استثمارګرو دغه ناخوالی تصادفی نه دی د هر فتنی د راولاړولو ، تل پاتی کولو ، شیطانی پلانونو د جوړولو او عملی کولو د پاره مسلکی پرسونل او وسایل په کار اچولی د زر، زور او تزویر څخه کار اخلی او په ډیره منظمه او سیستماتیکه توګه یی پلانونه په مخه اچولی دی .
نړیوال استعمار چه ( نړیواله مافیه یا تروریزم ) هم باید ونومول شی چه په راست کی یی امریکا قرار لری ، د پوره مادی امکاناتو او شیطانی پوهی په لرلو یی د مظلوم بشریت د غلامولو او استثمارولو د پاره د نړیوال حکومت یا د زمکی خدایی د رامنځته کولو پلان او تصمیم لری چه ډیره برخه یی پوره شوی هم ده.
دماسونیزم نړیوال ګوند چه غړی یی ( د نړی ټول یهودی او صلیبی لوی سرمایداران او سیاستمداران دی ) د یوه هیواد پوری تړلی نه دی د نړی د ټولو هیوادونو سیاسی قدرت یی تر لاسه کړی یعنی د ټولو هیوادونو حکومتونو چارواکی یی لاسپوڅی غلامان دی .
دی ګوند د نوی نړی دپاره ،نوی شیطانی دین (دموکراسی ) او نوی شیطانی نظام یعنی سکولریزم رامنځته کړل ، او د ټولنو د ویشلو د پاره یی د دموکراسی تر سیوری لاندی بیلابیل ایزمونه لکه کمونیزم ، نشنلیزم او کاپیتالیزم رامنځته کړل له دغه ( شیطانی ایزمونو) څخه د هر هیواد او د هری زمانی د شرایطو له مخی کار اخلی. همدارنګه د ( ملګرو ملتونو) په نوم موسسه یا (د نړیوال حکومت مقدمه) یی رامنځته کړه چه خپلی ټولی غیرقانونی کړنی ورباندی قانونی کړی تصمیم لری چه ټوله نړی یو فرهنګ ، یوه میدیا ، یو اقتصاد ، یو حکومتی پولیسی قوت ، یو دین او یو ایین ولری .
الف : انفرادیت او طبقاتی کول
دمظلوم بشریت د غلامولو او استثمارولو د پاره ، سرمایداری استعمار تر ټولو مهمی لومی دی :
اوسنی نړیوال استعمار ( لکه د درنده حیواناتو په شان ) زمونږ د استثمارولو او استعمارولو د پاره زمونږ د ځانله کولو او ویشلو اړه لری ، زمونږ د ویشلو د پاره زمونږ ټولنه له اسلامی او انسانی اخلاقو جلا کوی بیا زمونږ تر منځ د هر ډول تعصباتو د زیږولو، پارولو او پراخولو هڅی او وسی لری په نورو دننی تعصباتو سربیره زمونږ تر منځ ایزمی ، الحادی او ګوندی توپیرونو ته تر اخری کچی وده ورکړی تر دی چه زمونږ دغه ملوث او چټل ایزمیان د افغانیت ، اسلامیت او انسانیت په نوم له افغانیت ، اسلامیت او انسانیت څخه کرکه او د لمنځه وړلو وسی او هڅی یی لری دغه د سرطان لاعلاجه ناروغی اوس لوړی کچی ته اوښتی، زمونږ یووالی ، ویاړنی او مورال یی ویجاړ کړی یو د بل له منځه وړلو غیره بله د حل معقوله لیار نه تر سترګو کیږی .
له ایزمی کولو وروسته مجرمو اشخاصو او ګروپونو ته وده ورکوی ، بی شمیره مادی پیرزونو ورباندی لری تر دی چه د هغه هیواد سیاسی قدرت تر لاسه او هغه د ګوتو په شمار پلورل شوی ، بی کفایته او فاسده مجرمین یی چارواکی کړی . د هغه هیواد نور په سلو کی تر نهه نوی زیات خلک د فقر له کچی هم ښکته کوی مثلا زمونږ په هیواد کی یی د ګوتو په شمار غلامان میلونران او بیلونران کړل دوی کولی شول په دغړ څو ټریلونونو ډالرو یی زمونږ د هیواد ټول غریبانان د څو سوه کلونو د پاره په کورونو ، کالیو او ډودیو ځوندی ، پټ او ماړه ساتلی وی .
د ټولنو طبقاتی کول د نړیوال استعمار د پاره د استثماری پلانونو یوه مهمه برخه ه چه په سلو کی یوه برخه میلونران او بیلونران جوړ کړی او نور نهه نوی برخی خلک ناداره او غریبانان وساتی ، دا کار دوی د نړی په ټولو نفوذ لاندی هیوادونو ( حتی په خپلو هیوادونو کی ) کی عملی کوی په دی ډول غریبان په ډيرو کمو پیسو تل د سلو کی یوی برخی سرمایداراونو او سیاست مدارانو په خدمت کی وی او دا لړی نسلونه نسلونه دوام کوی خاموش اکثریت د غریبی له امله مسلکی او یا اوچتی زده کړی هم نه شی ترلاسه کولی نو داوچتو کارونو وړتیا هم نه لری چه چارواکی شی نو غریبان تل د سرمایدارانو غلامان پاتی شی په دی ډول د نړیوال استعمار استثمار او استعماری پالیسی په مخه بیول کیږی .
( ب : ټاکنی ( د استعمار بل مهم اصل
نړیوال استعمار یا دغه وحشی او ذلیله استثمارګر د دغه درغلیو ډکو ټاکنو په مرسته د ټول مظلوم بشریت سیاسی قدرت تر لاسه کړی او ترلاسه کوی . دوی ته دروغ ، درغلی ، غلا ، رشوت ، وحشت ، نشه یی توکی، فحاشی ،پټی او ښکاره وژنی ، بداخلاقی اوهر دول فتنی رامنځته کول لوی هنر، ابتکار او بریاوی دی . له هر غیر مشروع لیارو چه څه تر لاسه کوی پروا نه لری.
دوی ته له ټآکنو څخه هدف د خلکو رایو ته اهمیت ورکول نه دی ، بلکه د ټاکنو په واسطه دوی د دیموکراسی پلویان یا د دوی غلامان سیاسی قدرت ته رسوی او د خاموش اکثریت غریبان دومره غریب او بیسواده کړی، چه نه پوهیږی چاته او د څه د پاره رایه ورکړی زمونږ په ګران هیواد کی ټول نومول شوی غلامان دی نو دوی نو زمونږ خلک چه هر یوه ته رایه ورکړی په حقیقت کی یو غلاام ته یی رایه ورکړی نو رایه یی ناولتیا ته لویږی ، رایه خپله سبیڅلتیا له لاسه ورکوی یعنی رایوی هم ملوثی او د خرځلاوو د پاره اماده کیږی بله داچه استعمار ته د رایو ورکونکو شمیره مهمه نه ده د رایو شمیرونکو شتون ورته اهمیت لری چه یا له اوله او یا د ټاکنو به اوږدو کی په اوچته بیه واخستل شی د هغو په واسطه د صندوقونو بدلول ترسره کیږی .
که تآکنی په مصر ، ترکیی ، فلسطین ، الجزایر او داسی نورو په شان هیوادونو کی ترسره کیږی چه ټاکنوکی یی غلا او درغلی امکان نه لری نو د استعمار د بریاوو چانس پکی کم وی نو استعمار ورته د کودتا پلانونه هم به نظر کی نیولی وی لکه چه په دی اواخرو کی یی په مصر کی خونینه کودتا ترسره کړه .
که د عراق او افغاسنان په شان هیوادونه وی چه نه یی پکی رایوی په ډالرو رانیولی شوی ، او نه پکی د کودتاګانو امکانات وو بیا ورته مخکی له مخکی د سپټمیر د جعلی تراجیدی پیښی رامنځته کوی او د تش په نامه ملګرو ملتونو په اجازه او فریب کاریو نظامی وحشی یرغل کوی ، د مجرمینو جیبونه په بی شمیره ډالرو دکوی چه وحشی ځناور تری جوړکړی نیکتای اچول ، دروغین شعارونه ، فریب کاری ، غلا او فساد ورته زده او چارواکی یی کړی .
پس له دی چه د جنګ سالارانو او مجرمینو جیبونه او بانکونه د ځان پلورلو او غصب شوو ډالرو ډک شول ، د میدیا په واسطه یی شهرت زیات شی پشتو کی یو متل دی وایی ( وران سر په جوارو کی سمیږی ) نو همدغه پلورل شوی په هره یوه ټاکنه کی بری ترلاسه کوی نړیوال استعمار ته که یی د غلامی کچه لوړه وه دوی کټلی ده خلک هسی په نومولو او د ډییرو رایو په خپلولو تیرباسی چه دا هیواد اشغال نه دی ټاکنی یی ثبوت او مثال دی ، له بلی خوا د تاکنو په واسطه د خلکو ملی یووالی ړنګ او قومی تعصبات راوپاروی . ومن الله التوفیق
د لمړی برخی پای

اشغالشوی هیواد کی ټاکنی ؟ او تیریدنی ؟


( الحاج استاذ بیانزی )
ـــ دوهمه برخه ــــ
بسم الله الرحمن الرحیم

ج : د نومول شوو څرنګوالی او تیریدنه

دا هم د استعمار یو ډول فریب کاری ده چه د اشرف او زلمی په شان خلکو ته د هغو د هوشیارتیا شهرت زیات کړی او هم د قیوم کرزی او رحیم وردک به شان بی اهمیته کسانو څخه چه هیڅوک له ځانه سره نه لری . په دی کار هیوادوالو او نړیوالو ته غلطفهمی وزیږوی او لیواله یی کړی چه اشرف یا زلمی ځکه ټاکنی وګټلی چه نورو نومول شوو ورسره د دوی د وړتیا له امله یووالی وکړو نو د د هیواد چاری به هم ښی سنبال او ترسره کړی په داسی حال کی چه له دغو ترټولو مشهور نومول شوی رښتینی زر رایوی نه شی تر لاسه کولی مګر دا چه په بیه او درغلیو یی تر لاسه کړی
د مثال په ډول د قیوم کرزی تیریدنه زلمی رسول او یا د رحیم وردګ تیریدنه اشرف غنی ته او لا اوس د نعیم د تیریدنی اوازه ده او ډیر ژر به د سلطان زوی ، او نورو بی کسو د تیریدلو خبر په رسنیوکی خپور او ولوستل شی . د قیوم کرزی رایوی د حامد کرزی رایوی دی چه کشر ورور یی دی حامد کرزی خپلی رایوی د خپلی خوښی کاندید زلمی رسول ته ورکوی نوقیوم کرزی ته یوآځی خپله یوه رایی پاتی شوه چه زلمی رسول ته به یی ورکړی قیوم کرزی له اوله په دی پوهیدلو مګر د د دستور او پلان له مخی ونومول شو . قیوم کرزی د خپلی شحصی یوی رایی سره زلمی رسول ته له نومولو تیر شو
د رحیم وردګ تیریدل اشرف غنی ته هم د یوی رایی سره وو ولی هغه یوه رایه یی هم شرمیدلی او کرغیړنه رایه وه دا ځکه چه دی څو کلونه د یو بی کفایته دفاع په هیڅ دنده ترسره کوله هغه وزیردفاع چه د باکستان د توغندیو د مخنویو شهامت یی په غلامو وینو کی نه وه تر دی چه خبر هم نه وو ، تر دی چه د پارلمان لاسپوڅو وکیلانو له رحیم وردګ او د دننی چارو وزیر ( بسم الله محمدی ) څخه د دوی د بی کفایتیو له امله د باور رایه واپس واخستله
د حیرانتیا وړ بیا دا چه هماغه بسم الله محمدی د بی کفایتی د لرلو له امله د داخله وزارت له دندی لیری مګر په هماغه اونی کی د کرزی له خوا د دفاع د وزیر ( چه مسولیت یی تر داخله وازارت هم لوړی دی ) هماغه د ملت کورته د باور رایو د تر لاسه کولو د پاره وروپیژندل شو ، پلورل شوو بی سوادو تش په نامه په درغلیو راغلو وکیلانو ( یوه اونی مخکی بسم الله د هغه د بی کفایتیو او بی غیرتیو له امله له دنده ګوښه کړی ) یوه اونی وروسته یی تر هغی مهمی او پیاوړی دندی ( د د فاع وزیر تاج ورپه سر کړو او مخلوع د دفاع وزیر ( رحیم وردګ ) د شکایت او احتحاح په خاطر د دوی دجال ( امریکا ته تشریف یووړوو خو چا یی په خوله پیاز هم ونه خوړل مګر دوه کلونه وروسته امریکا یا کرزی ورته د جمهوری ریاست د نومولو او ټاکلو ژمنه ورکړه رحیم وردګ پوهیدلو چه د خلکو د ووټونو شمیره مهمه نه ده د امریکا ( هو ) لکه د خلکو ووټونه دی، ځان یی ونوماوه
امریکا او د هغو نازولی حامد کرزی داسی لویه اشتباه چه یو بی کفایته د وزیردفاع څرنګه د جمهوری ریاست د پاره نومو ل او ټاکل کیږی مګر نړیوال استعمار ته دروغ ، درغلی اوداسی نور ډیره عادی خبره او حتی د ځان ویاړنی او بریاوی یی ګڼی د رحیم وردګ سره ژمنی به یی هم د بل کوم پلان په خاطر وو \او د ژمنو نه پوره کول که د هغو په ګټه نه وی هم کومه لویه خبره نه ده ځکه خو وردګ صاحب سمدلاسه مستعفی شو خبله یوه رایه به هم چاته ورنکړی دخپلی د ذلیلتیا د جبران د خاطره به امریکا ته بیا رحلت کوی کیدی شی چه په څو ډالرو یی ونازوی
رحیم وردګ د همدی بی کفایتیو له امله له دندی ګوښه کړی شو ، د حیرانتیا او دخندا وړ !!! هغه څوک چه د وزارت دفاع د مقام د پرمخ بیولو کفایت او اهلیت نه لری د جمهوری ریاست د پاره څرنګه ونومول شو ؟ هو که له ده سره په دی ګوښه کولو کی ظلم او بیعدالتی شوی وه ولی یی له ځانه دفاع ونکړه ؟ چوپ پاتی کیدل خو د اقرار او اعتراف معنی لری، بیا د ټاکنو دغه تش په نامه مستقل کمسیون د ده نومول ولی ومنل سربیره پردی چه ده د بارنی ملک تابیعت هم درلودلو او کمسیون په همدی نوم ځینی نوماندان په همدی جرم له نوماندی څخه بی برخی کړل رحیم وردګ ولی لیری نه شو ؟ د جمهوری ریاست دنده تر دفاع وزارت دندی سپکه او ښکته وه چه د دفاع وزارت کی بی کفایته او په جمهوری ریاست کی به با کفایته وی؟ ایا دا کار د دغه غلام کمسیون، غلامه اداره او اشغلګر په دی نه پوهیدل چه دا کار به زمونږ دهیوادوالو اونړیوالو دحیرانتیا او خندا وړ وګرخی ؟

د : د ولسمشری دنومولو د پاره څرنګوالی

د نړی او سیمی په هیوادونو کی د یوی کوچنی موسسی ریس یا مدیر او یا لا دیو ګوند د مشر تابه د اهلیت او وړتیا دپاره یوه مشخصه لایحه جوړه شوی وی چه د هغه لایحی له مخی دغه مشرتابه نومول کیږی او ټاکل کیږی طبیعی خبره ده چه د یو هیواد د ریس جمهور د نومولو او ټاکلو د پاره خو تر ټولو اوچت شرطونه اټکل شوی او نظر کی نیول شوی وی چه ټر تولو مهم یی دا چه هغه هیواد کی پیدا شوی او زیات عمریی هلته تیر کړی وی ، دغه کس او ماندینه یی باید د بل هیواد تابعت ونه لری او نه له بل هیواد وی او دی ته ورته نور ډیر شرایط باید ولری .
له بده مرغه زمونږ د کابل غلامی اداری یو عمده دلیل چه په فساد او فریب کاریو کی تر پوزی ننوتی یو عمده دلیل یی همدا چه ټول غړی یی د بارنو هیوادونو تابعت لری ، همدغه بارنی تابعت لرونکی تل چارواکی دی صرف کله په یوه وزارات او کله بل وزارت ته بدلیږی رابدلیږی او د راتلونکی ولسمشری د پاره د همدغه غلامی اداری لوړ پوړی څخه چه د بارنو ملکونو تابعت لری نومول شوی چه یو به یی ولسمشر کیږی حتی زلمی خلیلزاد هم غوښتل چه ځان ونوموی کوم چه په افغانستان ، عراق او ملګرو ملتونو کی د امریکا سفیر او ځانګړی استازی وو ، په افغانستان کی د امریکا ( هو ) د خلکو ووټونه دی کیدی شو چه ولسمشری یی هم ترلاسه کړی وی
مونږ اوس د اشرف غنی ، زلمی رسول قیوم کرزی او رحیم وردګ په هکله ( چه یو د بل په ګته سره تیر شول ) چه د افغانستان د اوسنی او یا پخوانی اساسی قانون له مخی ولسمشری ته یی د نومولو او ټاکلو وړتیا درلودله او که نه لاندنی معلومات درسره شریک کړم

الف : د اشرف غنی څرنګوالی
لمړی : د ټولی نړی د هیوادونو د دیموکراسی اساسی قانون یوه ماده دا ده چه ( چه نومول شوی او دهغه ماندینه دی د بل کوم هیواد تابعت ونلری او هغه خپل هیواد کی دی زیږیدلی او لوی شوی هم وی ) له بده مرغه اشرف غنی دامریکی او ښځه یی د لبنان متابعت لری . دوهم : افغانستان سل به سلو کی اسلامی هیواد دی ریس جمهور او ماندینه یی باید مسلمانان وی د اشرف غنی ښځه د لبنان ډیر متعصبه عیسوی او د هغه ښځی له خولی اشرف غنی نیم مسلمان او نیم عیسوی دی کوم چه اسلام کی دا کار امکان نه لری. دریم : اشرف غنی له نیمایی زیات عمر د روسانو په خدمت او پاتی نیمایی عمریی د امریکایانو په خدمت کی تیر کړی .یعنی زمونږ په ګران هیواد کی یی کم عمر تیر کړی دی . څلورم : اشرف غنی د روسی استعمار وخت کی نه یوآځی کمونست بلکه د نجیب ښی لاس او اوسنی نړیوال استعمار سره یی سکولریستی او اتیستی منلی ده . پنځم : د خپلی عیسوی میرمنی د راضی ساتلو په خاطر تل ورسره کلیسا ته ځی او کلیسا کی د یو ښه عیسوی په حیثیت د عیسویت ټول مناسک ترسره کوی یعنی عیسویت یی هم منلی دی . شپږم : اشرف غنی په خپل ټول شپیتو یا اویا کلونو په اوږدو کی د فرضی حج او یا ثوابی عمری د ادا کولو د پاره نه ځی مګر د ولسمشری د ترلاسه کولو د پاره مسلمانو افغانانو ته ریاکاری وکړی او ووټونه یی تر لاسخه کړی د تصویرونو د اخستلو د پاره عمری ته ځی اووم : اشرف غنی څوځلی په خپلو خبرو کی ویلی چه مونږ مسلمانان یو ، مګر اسلام او سیاست سره دواړه جلا جلا سیزونه دی . دا په اسلام باندی د باور او عقیدی نه لرلو په معنی ده

ب: د رحیم وردګ څرنګوالی
د غلامی اداری ټول چارواکی ( چه اوسنی نوماندان یی هم غړی دی ) د کرزی په ګدون د اشغلګرو او نورو هیوادونو تابعت او پاسپورت لری. وایی جرمونه چه زیات شی قانونیت پیدا کوی. د غلامی اداری د ټاکنو غلام کیمسون ( د یو بام او دوه هوا د فارمول له مخی ) څه نوماندان د بل هیواد د تابعت په لرلو لیری او څه پریښودل ، لکه دغه ټول یوولس نوماندان ، چه رحیم وردګ د امریکا تابعت او پاسپورت لری . سربیره پردی د رحیم وردګ د دفاع وزارت په ډيره مهمه دنده کی دده بی کفایتی او بی غوری کول دا ثابته کړه چه د بلی هری کوچنی او عادی دندی د پاره هم وړتیا ، تقوی او اهلیت نه لری نو د جمهوری ریاست د پاره یی نومول او ټاکل دکم عقلانو او نه منلو خبر ه وه

ج : د زلمی رسول څرنګوالی
زلمی رسول هم د اروپایی هیوادونو د کوم هیواد تابعت لری د هغه تابعت له مخی هم دی د ولسمشری ټاکنو ته وړتیا نه لری تر دی که موقتی یی لیری هم کړی ( مګر د زوراورو اوبه مخ پورته ځی ) لکه د نورو نوماندانو به شان دوی هم نوومول شوی او تاکل شوی دی.
د معلوماتو له مخی ګل اغا شیرزی ورته د بی ناموسه کلمه فکر کوم د همدی خاطره کړی چه په ۷۰ کلونو کی یی واده نه لری ، واده کول ضروری او مسنونه طریقه ده چه د ډيرو بد اخلاقیواو بد مرغیو مخه نیسی ، کورنی او ټولنی او ټول انسانان رامنځته کوی ، د ټول عمر د پاره واده نه کول څو امکانات رامنځته کوی : یعنی د اولاد راوړلو وړتیا به نه لری یا به عقلی او عصبی ستونزی لری کوم چه دواړه د منلو وړ دی
مګر په لویدیز هیوادونو کی ( چه زلمی رسول پکی اوسیدلو ) همجنسبازان یا هومو جینوس والا واده نه کوی نارینه یی د نارینه وو او ښځی یی د ښځو سره واده کوی کیدی شی مونږ نه پوهیږو چه زلمی رسول له دغه ډلی څخه او که بله کومه ستونزه ده .
په د یموکراتیکو ټولنو کی دا هم معمول ، مود او نوی سټایل دی چه نارینه یوآخی یوی ښځی او یا ښځه یواځی یوه نارینه ته ځان نه مختص او ټول عمر دهغه یا هغی سره ځانونه ګرو کړی یعنی نکاح تقریبا شتون نه لری ولی په افغانیت ، اسلامیت ، انسانیت او حتی فطرت له معیارونو ښکته او ذلیله کار دی نو ولسمشری ته د داسی ذلیلو ، بی ضمیرو غلامانو نومول او ټاکل د هغه هیواد د مظلوم اولس سره توهین ، لویه جفا ، بی عدالتی ، د مادی او معنوی ګټو څخه یی سرغړونه ده په سرمایداری نظامونو کی انفرادیت د رامنځته کولو د پاره د واده نه کول تر ټولو ډیره اهمه لومه او وسیله ده ولی اسلام کی واده نه کول کبیره ګناه ځکه ده چه د کبریره ګناهونو سبب کیږی .
په همدی ډول که مونږ د دغه ټولو نوماندانو او حتی د غلامی اداری د ټولو لوړپوړو ماضی او اوسنی وخت او حالات وڅیړو د جمهوری ریاست دنده خو د دوی له کچی او وړتیاوو ډيره لوړه ده د غه نومول شوی د ډیری عادی او کوچنی دندی د پاره پوهه ، تقوی او اهلیت نه لری

: تر ټولو ډیره مهمه خبره دا چه
په هغه اشغال شوی هیواد کی چه زمکه او هوایی یی د پردو په ټانکونو او الوتکو پټ او ملوثه شوی ، په هره شپه او ورځ په بیلوبیلو پلمو او وسیلو زمونږ په سوونو او زرونو بی ګناه او بی دفاع ورونه او خویندی په ډیر وحشت او بی عزتیو سره تعذیب ، وژل ، رټل او شړل کیږی د څو زرو کلونو یووالی ښکلی او پياوړی ټولنیز جوړښت یی راته ټوټه ټوټه کړلو، په ډول ډول ناروغیو او په نشه توکو یی اخته او روږد کړو ، نیم مړه او نیم ژوندی بی کوره ، بی اوره ، بی ځانه او سرګردانه ګرځو چه له ډیرو په نشه توکو روږد شوو څخه زمونږ د نورو بی ګناه افغانانو د وژنو د پاره په (ګڼه ګوڼه کی ) د ځانوژنو د پاره کار اخلی او پړه یی په اسلامی مقاومت تپی زمونږ د هیواد په مرکز او ولایتو په مهمو چارو کی د دوی د مشاورینو مستقیم او غیر مستقیم دستورونه ، اوامر او قومانده روانه ده تشنابو او کور والاوو ته د خارجی مشاورینو له مشوری او اجازی غیره تللی نه شی
نو هغه چه اشغلګرو ته ښه غلام او مطلوب کس نه وی ۳۰ میلونه څه چه د ۶۰ میلونه رایوو تر لاسه کول هم ورته ګټه نه لری. و من الله التوفیق
د دوهمی برخی پای


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more