سياست او روانې چارې
د القاعدې د سرطان سپرغې
میرویس
27.03.2014
ډیرو ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
کاریزکرندي چې کاریزونه باسې، د لوړنه د ځوړ په لور ځاکاني وهی، او بیا دا ځاګانې ترمځکه دلاندې د تونلونو په واسطه چې سپرغې یې بولي سره نښلوي. کله چې ددې ځاګانو شبکه تکمیل شي بیایې د سپرغو له لارې اوبه بهر ته راباسي او د اوبه خوردغه نظام کاریز بولي.
نابلده خلک چې د کاریز خوله وویني فکر کوي چینه ده چې اوبه ترې راوزي، خو تر مخکه دلاندې د کاریز د سپرغو د پراخه پټ نطام نه نه وی خبر. د القاعدې ترورستي خفیه شبکې کټ مټ د کارېزد سپرغو غوندې پټ نطام لري چې ددنیا په مختلفو علاقو کې یو ناڅاپه سرراپورته کوي، افغانستان او پاکستان غوندې د سیمي امنیت ګواښي، آزادې صلبوي، قومي مشران، دیني عالمان او عالم ولسونه قتل کوي، د اوبه خور،صحت عامې، مواصلاتو، مخابراتو او حکومتی نظامونه تخریب کوي، ملکونه او سیمي بې ثیاته کوي ترڅو خپله بقا تضمین کړي او دتشددله لارې قدرت واخلي، او بربري نظامونه ټینګ کړي.
ډېوې رادیو د نیویارک ټایمز په حواله یو رپوټ خپور کړي چې وایي:
[نيويارک ټائمز :القاعده په اروپا بريدونو دپاره پاکستان څخه دشام مخه کړې
ددغه زيان باوجود تندلاري دبمونو جوړولو، وړو وسلو دکارولو، لاجسټکس، مذهبي اثرورسوخ اؤ منصوبه بندۍ توان لري].
ګرانو وطنوالو:
داسې ښکاري چې القاعده کوښښ کوي د سوريې نه بهر په سعودي عربستان کې هم کاراوايي وکړي، او اسلامي مقدس اماکن تر ګواښ لاندې راولي. که د القاعدې د سرطان مخه ونه نیول شي، په نهایت کې ټولې نړئ او بشري تمدن او ارزښتونو ته خطر پیښولئ شي.
==
نيويارک ټائمز :القاعده په اروپا بريدونو دپاره پاکستان څخه دشام مخه کړې
ددغه زيان باوجود تندلاري دبمونو جوړولو، وړو وسلو دکارولو، لاجسټکس، مذهبي اثرورسوخ اؤ منصوبه بندۍ توان لري
26.03.2014
وتلې امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز دامريکائي استخباراتي اؤ ترهه گرۍ ضد چارواکو له خُلې دعوه کړې ده چې دالقاعده په لسگونو جنگيالو اؤ پلان جوړونکو په نزدې مياشتو کې د پاکستان څخه دشام مخه کړې ترڅو دغلته خپل مرکز جوړ کړي اؤ بيا په راتلونکي کې دامريکا اؤ اروپا په ضد بريدونه ترسره کړي.
ورځپاڼه وائي چې دسنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) مشر جان برينن اوس اوس د ايوان پينل ته د انديښنې دڅرگندولو په ترڅ کې وئيلي وؤ دالقاعده دتنظيم لخوا دخلکو په بهرتي کولو اؤ نۀ يواځې دشام دننه بلکې دلانچنگ پيډ په توگه دشام داستعمالولو دتوان په پيدا کيدو انديښمن يو.
په دغه اړه چې دکومو ترهه گرو يادونه کولى شي هغوي په پاکستان کې دالقاعده دهاغه يوې ډلې برخه ده چې دتيرې لسيزې په مهال دامريکائي ډرون حملو لخوا په پراخه توگه په نخښه کړل شوې ده.
ددغه زيان باوجود تندلاري دبمونو جوړولو، وړو وسلو دکارولو، لاجسټکس، مذهبي اثرورسوخ اؤ منصوبه بندۍ توان لري، باور نۀ کيږي چې گنې هغوي په لويديز کې دحملو کولو تجربه لري.
شام ددغه رقم تندروه ډلو لپاره زيات کشش لرونکى مرکز دى ځکه چې دغه هيواد دپاک افغان سيمې څخه(چرته چې ډرون حملې ترسره کيږي) لرې موقعيت لري ، دغلته دبشري وسيلو اؤ بهرتۍ اؤ تربيت موقعې موجودې دي.
نيويارک ټائمز ليکي چې دخفيه استخباراتو اندازې کومې چې داليکټرانک انټرسپټس، مخبرانو اؤ سماجي ميډيا په پوسټونو اساس لري دا خبره څرگندوي چې په پاکستان کې دالقاعده سينئر قيادت چې پکې ايمن الظواهري هم شامل دى په شام کې دلويديز جنگيالو دپيژندگلو، بهرتي کولو اؤ تربيه کولو لپاره دځانگړو سيلز جوړولو په غرض يو منظم اؤ اوږدمهاله پلان ته وده ورکوي.
په شام کې دالقاعده د ممکنه ترهه گرو دشميرې په اړه دوؤ چارواکو وئيلي کيدى شي دهغوي شميره څو درځنه وي چې له دې وړاندې افغانستان اؤ پاکستان کې جنگيدل اؤ اوس په شام کې دي.
هغوي وئيلي په شام کې دغمرازۍ په يوه دستوره کې يې داسې دالقاعده خلک ليدلي چې لمړى په پاکستان اؤ افغانستان کې موجود وؤ اؤ ددې ترڅنگ دتندلاريتوب نور مرکزونه لکه ليبيا اؤ عراق سره تړلي کسان هم موجود وؤ.
http://www.voadeewaradio.com/content/article/1879769.html