سياست او روانې چارې
تازه خبر!
larghonay laraway
27.03.2014
تازه خبر:
تېره ورځ ناڅاپي له يو لوړپوړي بهرني چارواکي سره مخ شوم نو د روانو ټاکنو په اړه مې ترې وپوښتل چې څوک به يې وګټي؟
ويل يې: ډاکټر اشرف غني!
ما ویل: ايا تاسو يې ملاتړ کوئ؟
ويل يې: هو! ځکه چې مونږ غواړو په افغانستان کې جګړه ختمه کړو. نو بايد په حکومت کې پښتنو ته ځای ورکړو او د دې کار لپاره اشرف غني ښه انتخاب دی.
په دې ناسته کې يو تاجيک پوښتنه وکړه: عبدالله عبدالله ولې؟
بهرني وويل: هغه پښتون نه دی او په اوسنۍ جګړه کې پښتانه ښکېل دي مونږ غواړو چې دوی په حکومت کې راځای کړو او جګړه ختمه کړو!
زما تحليل:
په افغانستان کې د ملاعمر او کرزي دواړو جګړه او فعاليتونه د امريکې په خوښه او پلان ترسره کېدل او اوس امريکايان غواړي چې په افغانستان کې خپل لګښت کم کړي، خپل سرتېري په مشخصو هډو پورې محدود کړي او جګړه ختمه يا کمه کړي چې د دې لپاره اشرف غني په رښتيا هم يو ښه انتخاب دی.
tandar
27.03.2014
داشرف غني لومړي معاون چه يو بي سواده اوجنايت کارشرابي اوقاتل ، دوستم ،، وي په اکبرباي يې چه په شرابو نيشه اوتعرض وکړو چا تحقيق ته هم حاضر کړي شو ؟
نو داشرف غني نه هم زياته توقع په کار نه ده
دافغان ولس او خاوره يوالي او يوه تصفيوي انقلاب ته ضرورت لري نه جنګسالارانو اوبهرني اجينټانو ته
اشغالګر په غريبو ممالکو دخپلو اسلحو تمرينونه کوي کويټ يې چه له عراقه ازاد کړو نن دي نر شي کريم دي له روسي نه ازاد کړي ؟
ديوه ازاد هيواد په هيله
larghonay laraway
27.03.2014
تندر صيب خدای دې په کرزي راوغورځوه!
د ملاعمر په ميتود خو هم حکومت نه جوړېږي نو د ټاکنو له لارې چې څوک حکومت ته ځان رسوي مجبور دی چې د دې وطن له هر فرد سره ائتلاف وکړي.
دا چې دوستم بد سړی دی خو د کرزي، عبدالله او نورو غوندې بدو خلکو سره يو ځای ؤ کنه.
اوس به سم انسان شي او خپله به ځان محاکمې ته راکاږي. ځکه چې اوس له انسانانو سره يو ځای شوی دی.
انقلاب يعنې څه؟
ستا او پتنګ مطلب دا دی چې تاسو او بچيان مو د اروپا په نټ کلپونو کې اوسئ او بې شعوره کليوال افغانان بيا هم جګړو ته وهڅوئ؟
انقلاب همدا دی چې ټول ولس راپورته شي او د کرزي له وحشته مو خلاص کړي. او ملاعمر له وحشته مو خلاص کړي. د دې خلاصون يوازينۍ لاره د غني په لاس د يو غني افغانستان جوړول دي.
pattang
27.03.2014
لرغونيه سادګيه اوبو پر سر اخيستيه لېونيه ښه غوږ راته ونيسه :
اول خو دې دا دنايټ کلوب خبرې بې باکې او نه سنجول شوې
د افسانوي لوچکانو څخه اخيستې او تقليد شوې دخيال خبرې دي !
زه هر مياشت مسجد ته حق العضويت ورکوم ، مسجد ته
لمانځه ته ټک موټر له ټول فاميل سره ځو ، اولادونه مې لمونځونه
کوي او قران شريف یې د مسجد له ملا صيب
څخه زده کړی ! که یې منې او که یې نه منې زړه دخپل !
غربي نړۍ ارامه ده لوږه نشته خو ډېره فاسده ده !
اوس راځم سياسي برخې ته :
ته څه فکر کوې چې احمدزی یې وګټي نو تغير به وکړي؟ نه نه ؟
څوک چې غلام وي هغه خپل واک نلري او اقتصادي تړلی وي او هر
څه یې چې بادار ورته وايې هغه به مني !
احمدزی دعلم دروغجن دې لا پخوا د cia موريد دی او له کرزي څخه
بد تر فاسد انسان دی !
له يوو فا سد مردار ککړ شوي ستل او بوکې څخه چې هر عنصر را
اخلې او راباسې يې ، ککړ او مردار به وي دا قانون د طبيعت دی !
چا چې پر دې مردار رژيم کې له صليبي اشغالګرو سره ګډ کار کړی
وي هغه دافغان داولس لوی دوښمن دی !
او ساده پښتونه !ددوستم او احمدزي سياسي ملګر تيا د صليبي اشغالګرو
او cia نظر او غوښتنه ده ! ځکه چې دوستم هغه سړی دی چې له
امريکايانو سره ګډ افغانستان ته راغی او په زرګونو پښتانه یې له
خاورو لاندې کړل !
اوس خو نايټ کلبونه په کابل کې هم شته لږ پسې وګرزه !!
[quote:3e7ec21393="larghonay laraway"]تندر صيب خدای دې په کرزي راوغورځوه!
د ملاعمر په ميتود خو هم حکومت نه جوړېږي نو د ټاکنو له لارې چې څوک حکومت ته ځان رسوي مجبور دی چې د دې وطن له هر فرد سره ائتلاف وکړي.
دا چې دوستم بد سړی دی خو د کرزي، عبدالله او نورو غوندې بدو خلکو سره يو ځای ؤ کنه.
اوس به سم انسان شي او خپله به ځان محاکمې ته راکاږي. ځکه چې اوس له انسانانو سره يو ځای شوی دی.
انقلاب يعنې څه؟
ستا او پتنګ مطلب دا دی چې تاسو او بچيان مو د اروپا په نټ کلپونو
کې اوسئ او بې شعوره کليوال افغانان بيا هم جګړو ته وهڅوئ؟
انقلاب همدا دی چې ټول ولس راپورته شي او د کرزي له وحشته مو
خلاص کړي. او ملاعمر له وحشته مو خلاص کړي. د دې خلاصون يوازينۍ لاره د غني په لاس د يو غني افغانستان جوړول دي.[/quote:3e7ec21393]
larghonay laraway
27.03.2014
پتنګ لالا سلامونه!
غوښتل مې چې د نايټ کلپ په پلمه دې په بحث کې راګډ کړم.
خو زما ټوله ليکنه دې نه ده لوستې. زما په ليکنه کې دا هم وو چې د کرزي او ملاعمر ډله دواړه د امريکايانو له خوا تمويلېږي او امريکايان غواړي چې جګړه ختمه يا کمه کړي او پښتنو ته قدرت انتقال کړي.
بله دا چې ما هم نه دي ويلي چې ډاکټر اشرف غني ډېر ښه دی خو په نسبي توګه په موجوده کاندیدانو کې ښه دی.
او بله دا هم ده پتنګ صيب چې تاسو خو په غرب کې موړ او سوړ ژوند تېروئ نو مونږ دلته په افغانستان کې نور د کرزي له ليدلو ستړي يو که بنيادي تغير رانشي نو د څېرو تغير خو به راشي دا به هم زمونږ ذهني ستړيا لږ کمه کړي.