د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغانستان به ډیر ژر د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي

Hashmat Kahn
26.03.2014

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان د غړيتوب په اړه کارونه وروستي شوي او تر راتلونکو دريو مياشتو پورې د يو شمير نورو سوداګريزو قوانينو په تصويب سره به افغانستان ددې سازمان غړی شي. د افغانستان د اوږد مهال ثبات لپاره د اقتصاد غوړیدا اوپرمختیا ته ډیره اړتیا شته چې دا کار کولي شي د یوي ښې تولنې استازیتوب وکړي.
د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب به ډیري اقتصادی آسانتیاوي او فرصتونه پرانیزي ، پانګوني ته به وده او د افغانستان ډیري ترانزیتي ستونزي به حل کړي.
د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب بله ګټه دا ده چې هغه هیوادونه کوم چې ددي سازمان غړیتوب لري له یو بل سره به پرته له کوم سواداګریز تبعیض نه چلند کوي. ددی سازمان غړي اوس مهال ۱۵۹ هیوادونه دي.
ستاسو په اند د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب د افغانستان لپاره څومره اهمیت لري؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


Shahzada
31.03.2014

افغانستان ډیر غنی ملک دی هر شی لری او کولی شی چی صادر یی کړی خو د پاکستان او ایران له لارو چی ځی هغوی یی په خپلو نومونو نورو هیوادونو ته استوی. خدای دی وکړی چی د افغان تجارانو ستونزی له همدی لاری هواری شی.


Shahzada
31.03.2014

افغانستان ډیر غنی ملک دی هر شی لری او کولی شی چی صادر یی کړی خو د پاکستان او ایران له لارو چی ځی هغوی یی په خپلو نومونو نورو هیوادونو ته استوی. خدای دی وکړی چی د افغان تجارانو ستونزی له همدی لاری هواری شی.


tandar
31.03.2014

افغانستان ډیر غنی ملک دی خو دغلو په لاس کي دي
چه د cia ،isi او خميني اجينټانو ټغر ټول نشي افغانستان به همدغسي دنوري نړي احطياج وي
ديوه خپلواک هيواد په هيله


طالب ISI
31.03.2014

پاکستان هم ددغه ټولنې غړی کیږي. هغوی مجبور دي د هند او افغانستان دوه اړخیز تجارت او ترانسپورت ته اجازه ورکړي.

که چیرې دا کار وشي کیدای شي هند په خپل جنوبې سرحد کې کوم بندر جوړ کړي چې افغانستان صادرات ترې وکړي.

د پنجاب او طالب د زړه بد وي ځکه افغانستان چې په مخ ځي پنجابی او طالب چوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more