د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په جلال اباد او ماشومانو برید د تالبانو جبونتیا او بوکهلاهټ

م . ق
24.03.2014

الحمد لله رب العالمین وبه نستعین،

په جلال اباد کې ملکي خلک وژل او په کابل کې د وړو ماشومانو وحشیانه، سفاک او بې رحمانه قتل دوه خبرې په ثبوت ورسولې:
لومړی دا چې تالبان یا د هغوي په نوم جنایت کارې ظالمې استخباراتي کړۍ د اسلامي او پښتني ارزښتونو او اصولو سخت ترین دښمنان او بدناموونکي د شرم او جهل مطلق ګوډي دي.
دا خبره خو بیخي محال ده چې ګواګې دوي دې د اسلام او پښتونولۍ سره کوم باریک تار یا اړخ ولګوي، بلکه دا هم تر لمر روښانه شوه چې د دوي مغز او فکر د غلامۍ په مستۍ کې داسې غرق دی چې حتی په خپل بواح کفر او ارتداد، د اسلام څخه په بغاوت او عداوت لا اګاه نه دي.
دوهمه خبره دا ثابته شوه چې تش په نوم تالبان او په حقیقت کې د پښتون مسلمان ولس وینه څښونکی وحشي او داړونکی بزدل او ګیدړ انګلیسي او پنجابی دښمن د ورخطایۍ او بوکهلاهټ ښکار دی، په کمزورو، ماشومانو او ناتوانو باندې بزدلانه حملې د دوي د ناکامۍ او مایوسۍ ورخطایۍ او بزدلۍ غټ ثبوت دی، ګیدړ چې کله ډیر وږی شي او په قوي دښمن یې زور نه رسي نو په کمزورو وړو او بې وسه حیواناتو او معصومو مرغانو حملې کوي چې دې ته بوکهلاهټ وايي، خو د دوي بلواکه فکر په غلامۍ کې دومره حد ته بې واکه دی چې حتی دا هم نشي تصور کولی چې دا رنګه بزدلانه وحشت یې د بې غیرتۍ او بدنامۍ کومو ژورو کندو ته غورځوي او تر مخکې لا خوار او مردار حیثیت یې د څومره نور خباثت، رزالت، دنائت،جبونت، کثافت او وحشت، نفرت او قساوت سبب ګرځي.
د دوي د وحشیانو سره ما ډیرې خبرې د نزدې څخه کړي، باور وکړه یو ځنګلي به ترینه په خبرو او انسانیت ډیر پوه وي، اما دا ښکرور او داړور حتی پدې نه ارزي چې سړی ورسره په ژبه خبرې وکړي بلکه ددوي سره خبرې فقط او فقط په کوتک او ټوپک کیږي.
هغوي چې یې لا ځانته ډیر مهذهب، مثقف او عالمان وايي پښتو یې ډیره ښه زده کړې اما ددې ظرفیت نه لري چې د انساني او وحشي کړنو ترمینځ فرق وکړي او خپل خوي او فکر کې د عدل او اعتدال او حقانیت څخه په کار اخیستنې یو سالم انساني او اسلامي قضاوت وکړي، دوي هرڅه ته د ړندې کینې په حیواني عینکو کې ګوري او هغه حیواني او وحشي غریزه چې فطرت او طبیعیت کې یې پرته ده؛ دې ته یې اړ کوي چې د خپلې بدنامې شرمیدلې ډلګۍ هر جنایت ته د شخصي تمایلاتو او ترجیجاتو په تناظر کې وګوري او هغه سالم عقل او علم چې الله ورکړی د خپلو نفسي خواهشاتو، او حیواني احساساتو څخه قربان کړي. د الله غضب قهر او لعنت دې وي پر داسې نفس طلبو، خودخواهو، بوالهوسو او خواهش پرستانو چې د نفساني شیطاني غوښتنو لپاره د ثابتو الهی قوانینو څخه بغاوت کوي او په ځمکه کې د فساد او تخریب شیطاني مشن پر مخ وي.

نورې ډیرې خبرې او ثابت اسلامي دلایل شته چې د الهي نظام سره د دوي دښمني او د کفارو او منافقینو سره دوستي ثابتوي او د ولاء او براء په اسلامي قانون کې د سنګینو مجازاتو وړ ګرځي. نور بیا.........

مننه
مبارز ـ قلموال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more