د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

اسلام او ملت ته خیانت.

میرویس
20.03.2014

اسلام علیکم
ع کریم حلیمي صاحب، زموږ قدرمن ورور پتنګ صاحب ته په یوه بحث کې وویل: تر هغې چې د ارګ د پاسه د افغانستان په بیرغ د لاالله کلمه لکلې وي، د حکومتي منسوبینو [چې عسکر او پولیس هم پکې راځي] وزنه قتل دئ].

د طالبانو د وخت د حکومت د مالیې وزیر او دملا محمد عمر آخند زوم ملا معتصم آغا جا په خپله یوه مرکه ویلي وو چې د افغان عسکرو او پولیسو وژل حرام دي، ځکه چې دوی د مسلمان ولس او ملک د ارضي تمامیت ساتنه کوي.

خو طالبان بیا نه دغه خبرې مني او نه هم د اسلامي ارشاداتو پیروی کوي، بمونه چوي او حملي کوی، د قتلونو او جنایتونو ارتکاب یې ورځنئ عمل کرزیدلئ دي.
دا لاندې خبرد بي بي سي په شمول ګردو رسنیو خپور کړیدئ:
====
د جلال اباد ډله ييز بريد کې ۱۸ کسان وژل شوي
د خپريدو وخت: 07:53 گرینویچ - پنجشنبه 20 مارچ 2014 - 29 کب 1392
د جلال اباد د پولیسو ویاند ویلي، چې په برید کې پنځه برید کوونکي هم وژل شوی.
د افغانستان د کورنيو چارو مرستیال وزير ايوب سالنګي چې په جلال اباد کې د وسله وال ډله ييز بريد د ارزولو په موخه جلال اباد ته تللی دی.
نوموړي خبریالانو ته وویل، په برید کې لس پولیس، اووه ځانوژونکي او یو ولسي وګړی وژل شوي.

برید تقریباً د سهار یوولس بجې پای ته رسېدلی، خو د جلال اباد ښار وضعیت لاهم نورمال حالت ته نه دی ستون شوی.
لومړني مالومات
په جلال اباد ښار کې د بي بي سي خبریال ببرک میاخېل پښتو وېبپاڼې ته وویل، ګهیځ وختي پنځه بجې لومړی چاودنه وشوه او بیا وروسته برید پیل شو.
نوموړی وايي، د ننګرهار د روغتون مشر ډاکټر همایون زهیر په وینا، تر اوسه دوی ته څلور مړي ور وړل شوي.
دی وايي، چې روغتون ته په برید کې نژدې شل ټپیان ور وړل شوي وو، چې اوس یې لس تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د جلال اباد د پولیسو ویاند ویلي، چې په برید کې پنځه برید کوونکي هم وژل شوی.
خو یوه بل ډاکټر ویلي، چې په وژل شویو کې یو محصل هم دی.
د برید سیمه کلابنده شوې ده، خو له هغه ځای لوګی پورته کېږي، چې برید کوونکو برید ورباندې کړی دی.
موټربم چاودنه
ببرک میاخېل زیاتوي، د پولیسو ماموریت ته څېرمه پر اته نیمو بجو یوه موټربم چاودنه وشوه، خو وايي تلفات نه لري.

برید د ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه شوی.
د پولیسو دغه ماموریت چې برید ورباندې شوی، د ولایت دروازې ته څېرمه پروت دی، چې په ګاونډ کې یې د ملي رادیو تلوېزیون ودانۍ هم ده.
زموږ خبریال وايي، چې په برید او چاودنو کې د ملي رادیو تلوېزیون ودانۍ او منځپانګې ته هم زیان اوښتی، چې په وینا یې د ارشیف او یوې بلې اداري خونې یې اور اخیستی دی.
د دغه برید له کبله د جلال اباد نیم ښار بند شوی دی.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.
د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې: ''په جلال اباد کې په تر ټولو مصئون ځای ګڼ فدايي بریدونه پيل شول درانه تلفات اوښتي''.
طالبانو د کابل پر وخت سهار ۱۰:۲۰ بجې په یوه بله اعلامیه کې ویلي، چې لاهم جګړه روانه، خو پولیسو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، چې تر اوسه دغه ادعا چا نه ده تایید کړې.


Re: اسلام او ملت ته خیانت.

pattang
20.03.2014

ګرانه دحليمي صيب خبره عمومي ده او منفي ګټه په منافقت ترې
اخلې ! نجيب ګاو او نورو خلقيانو به هم دخلکو په منځ کې کلمې او
اياتونه لوستل خو بې اودسه به په لمانځه سره ولاړ وو او په خدایې
اديانویې هیڅ عقيده نلرله ! دوی دتاريخي ـ اودياليتيکي ماترياليزم
پلويان وو !
نو څوک به دوی مسلمانان بولي !

[quote:9fc5ad1bec="میرویس"]اسلام علیکم
ع کریم حلیمي صاحب، زموږ قدرمن ورور پتنګ صاحب ته په یوه بحث کې وویل: تر هغې چې د ارګ د پاسه د افغانستان په بیرغ د لاالله کلمه لکلې وي، د حکومتي منسوبینو [چې عسکر او پولیس هم پکې راځي] وزنه قتل دئ].
......................
.[/quote:9fc5ad1bec]


larghonay laraway
23.03.2014

ميرويس خانه ته هم ډېر ساده يې.
چې چراغ نه ويني نو په چراغ به څه وويني؟
حليمي خو عالم دی چې دا خبره يې کړې نو د ملاعمر ړوند او کوڼ تور لښکر په دين څه پوهېږي؟
هغوی خو د عمران خان په فتواوو عمل کوي کنه


میرویس
25.03.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
پتنګ جانه، ع کریم حلیمي صاحب خاص ستا د بې بنیاده تهمتونو په بدل کې لاره درښودلې ده. د هغه نصایح مختص ستا د غلطو خبرو په ځواب کې وو، چې ویلي دې وو چې هغه دیني عالمان چې د اشغال په مقابل کې قیام نه کوي مرتد دي. حلیمي صاحب هم عالم دئ او پدې جمله کې دې حساب کړې ؤ.

حلیمي صاحی په ډیره حلیمۍ ستا خولې ته ویستیاړه واچوله. په بل بحث کې یې هم دیته ورته خبره درته وکړه. ته چې دطالبانو د ملاتړ په وجه کومه اجوره اخلې، د هغې په بدل کې دې ټولو اسلامي ارشاداتو او افغاني هویت ته شا اړولې ده.
ولې ددې بحث نه وزې چې طالبانو په ننګرهارکې دماکې وکړې، خلک یې ووژل، دین او ملت ته یې خیانت وکړ.
ته په جرمني کې دغربي نظام په امتیازاتو مزې چړچې کوې او طالبان د عام بې ګناه ولس سره جنګوې.
لږ حیا په کار ده.


میرویس
25.03.2014

لرغونئ لاروئ او د فورم ګرانو ګډونوالو، اسلام علیکم
لاروي صاحب خو ماته ډیر فیلوسوفانه سپارښت کړیدئ. دا ډیره ژوره او عاقلانه خبره ده [چې چراغ نه ويني نو په چراغ به څه وويني]؟
حليمي خو عالم دی چې دا خبره يې کړې نو د ملاعمر ړوند او کوڼ تور لښکر په دين څه پوهېږي؟
هغوی خو د عمران خان په فتواوو عمل کوي کنه
وروره ستا خبره د کاڼې کرښه او ټک پتره ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more