سياست او روانې چارې
د سایت کام د پاملرنې وړ
طالب ISI
20.03.2014
لکه څنګه چې خبر یې داسې آوازې دي چې امریکا غواړي ۱۶ سوه قوي امریکایې جنګي موټر پاکستان ته ورکړي. په داسې حال کې چې امریکا خو په پاکستان حمله ونه کړه تر څو ترورستان له منځه یوسي. اوس خو به یواځې افغان پوځیان د ترورستانو سره مقابله کوي. نو پکار ده دغه وسایل د پاکستان د پوځ په ځای افغان پوځ تر ورکړل شي. تاسې غواړی چې د اسامه د ساتلو بدله ورکړی؟http://www.nytimes.com/2014/03/23/magazine/what-pakistan-knew-about-bin-laden.html
سایت کام واله دې هم له امریکایې چارواکو سره خبرې وکی، تر څو عمومي روحیه دا شي چې دغه ګاډي افغان پوځ ته ورکړل شي.
امريکا پر افغان ملي ځواکونو ٥٣ ميليارده ډالره پانګونه کړې
By جاوېد هميم کاکړ Mar 19, 2014 - 12:56
کابل (پژواک ٢٨ کب ٩٢): امريکا وايي چې د افغانستان پر ملي ځواکونو يې تر اوسه ٥٣ ميليارده ډالره پانګونه کړې او له ١٦٠ زياتې الوتکې يې ورکړې دي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عامه اړيکو د دفتر مسوول ډګروال جان کريکټون (JANE E. CRICHTON) له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه: ((امريکا په تېرو څو کلونو کې افغانانو ته نوي او هم کارول شوي پوځي تجهيزات ورکړي دي.))
د سرچينې په وينا، په کارول شوو وسايلو کې د پوځي اډو د فعال ساتلو وسايل، جنراتورونه د وسايلو د لېږد قوي واړه موټر او نور توکي شامل دي.
دغه امريکايي پوځي چارواکى وايي، چې امريکا په تېرو څو کلونو کې د افغانستان پر ملي ځواکونو د ٥٣ ميليارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې چې په کې پوځي وسايل، تجهيزات او روزنه ورکول شامل دي.
ډګروال جان کريکټون وويل، چې دغه راز په دې موده کې امريکا افغان ځواکونو ته ١٦٠ بېلابېل ډول الوتکې، سل زره موټر، پنځه سوه زره وسلې او دوه سوه زره بېلابېل ډول نور پوځي وسايل چې په کې کمرې، د اړيکو وسايل او نور توکي شامل دي.
هغه زياته کړې، چې د ماين شنډولو د ځانګړو موټرو په اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې، چې دلته به پرېښودل کېږي او يا به افغان ځواکونو ته ورکول کېږي.
ياد امريکايي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوست څو ورځې مخکې راپور خپور کړى و، چې امريکا غواړي خپل پوځي وسايل او د ماين شنډولو موټر له افغانستان څخه د وتلو پر مهال پاکستان ته وړيا ورکړي.
سرچينې زياته کړه، چې د اوو ميليارده ډالرو په ارزښت د دغو وسايلو په اړه د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ له څو مياشتو راهيسې خبرې روانې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي پرون ويلي وو، چې افغان ملي ځواکونه د هر ډول پوځي وسايلو د کارولو وړتيا لري او له امريکاي يې غوښتي، چې دغه وسايل افغانستان ته ورکړي.
هغه زياته کړې وه، چې افغان ملي ځواکونه په داسې حال کې له وسله والو مخالفينو د جګړې قومانده پر غاړه اخيستې، چې پخوا دغه قومانده د بهرنيانو په لاس کې وه.
عظيمي ويلي: ((افغان ځواکونه چې د جګړې قومانده پر مخ وړلى شي، نو پوځي وسايل هم په ښه توګه کارولى شي.))
ا
larghonay laraway
23.03.2014
خو کاشکې په افغان حکومت کې لږ تر لږه د مرستو د جلب او پر ځای لګولو وړتيا وای کنه
کرزی او د ده ټيم خو په غلا، د ځمکو غصب، جنسی تجاوز او فساد کې اول نومره دی کنه
tandar
23.03.2014
اشغالګر ډاريږي چه دا خپله مدرنه اسلحه دافغان ملي اردو ددوي په پاتي کسانو استعمال نه کړي يعني په افغانانو اعطبار نه لري اوپنجابي يې ازمايش شوي غلام دي
دوطن دازادي په هيله
طالب ISI
31.03.2014
لرغونی لاروی صاحب ستا دریځ مې خوښیږي داسې نه یې لکه پتنګ چې د طالب هرې مرداری کې حکمت ګورې. د کرزي اداره کې مشکل شته. فساد....
مترادف یې د طالبانو وچکالي او د مجاهدینو چور دی. اوس خو همغه مجاهدین چور کوي خو په یوه بله طریقه. افغان اولس یو څه راحته ژوند کوي.
په وچکالۍ کې د ټولو خولې وچې وي د مجاهدین په چور کې اولس ته هم یو څه ور رسیږي. دا چې تعلیم ډیریږي ورو، ورو به د پخوانې مجاهد ځای نوی نسل ونیسي.
نوی اعلان وشوچې ډیره اسله به افغان پوځ ته وسپاري.
په کومو ځایو کې چې بهرنیان نه شته، ته وایې طالب هلته اوس دوبی جوړه کړې. پوهیږې اوس طالب خلکو ته وایې چې تاسې موسسات تشویق کړی چې ځینې کارونه وکړي خو لس فیصده د پروژې به دوی ته ورکوي. دوی یې مقابل کې څارنه د کار کوي. د ناټو قطارونه نه شته چې طالبان له امنیتې کمپنیو پیسې واخلي، بهرني عسکر نه ورځي چې د خلکو څخه د جهاد په نامه عشر راټول کړي. په دوی هم د پیسو سرچینه ودریده.
عرب شیخان په سوره کې مصروفه دي.