د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دګیدړې او د شغال یارانه

اتل
13.03.2014

اسلام علیکم
ګیدړې اوشغال [چغال] چې دواړه چرګان، چرګوړي او هګئ پټوي په چرګانو پسي جلا جلا یوه کور ته ورغلل، یو اوبل ته یې وکتل اول شغال پوښتنه وکړه چې ګیدړې ترورې دلته څه کوي؟ هغې وویل په قصابۍ پسې راغلې یم که مې کوم چرګ مرګ په نصیب شي، شغال هم چې د ډیران په څوس پسې راوتلئ ؤ خوشحاله شو چې د ګیدړې د ښکار نه به پاتې شونې ورپه برخه شي.

کیدړه چې ډیره شیطانه وه شغال یې ورسره ملګرئ کړ چې په ګډه به کومه قصابي پیدا کړي. شغال هم خوشحاله شواو هغه وو چې دواړو په ګډه یوه چرګه د یوه کور د مرغانچې نه را وایستله او صحراته یې یوړه. شغال وویل راځه چې ویې وژنو او ویې خورو، کیدړې وویل چې قصابي دغسې نه کیږي. چرګه به قصابي کړو، په دریو برخو به یې وویشو. سر او پښې ستا، زړه، پوښتورګي او سږئ یې د چرګې نوره یې زما.

شغال چې نه چندان هوښیار ؤ او نه هم د چرګې د ښکار جوګه ؤ قصابي یې د ګیدړې سره ومنله. چرګه چې قصابي شوه نو ګیدړې شغال ته وویل چې ته لاړشه پیره کوه چې څوک رانشي، زه به خپله برخه وخورم، بیا به زه پیره کوم ته به ځان موړ کړې.

شغال چې پیرې ته لاړ ګیدړې ځان موړ کړ نوره غوښه یې چیرې خښه کړه او بیده شوه. شغال چې ډیر وږئ او ستړئ شوې ؤ، د پیرې نه راستون، ګوري چې ګیدړه بیده ده. راویښه يې کړه او پوښتنه یې ترې وکړه چې زما د قصابۍ برخه چیرې ده. ګیدړې په ژړغوندې اواز ورته وویل چې چرګه دې خدای مردار کړي، مروره شو چې ماته مو د قصابۍ کمه برخه پری اېښې ده، هسې په خپله مخه لاړ.

قدرمنو وطنوالوو
د طالبانو او حکمتیار صاحب د اسلامي حزب یارانه هم د ګیدړې او شغال یارانه شوه. حزب چې په سیاست کې پوخ دې، د طالبانو سره یې ځان ونښلاوه چې جهاد به په ګډه کوو. خو د سپین میدان وخت چې راورسید حزب طالبان عاق کړل په انتخاباتو کې يې د ګډون اعلان وکړ. طالبانو چې ولیدل چې حزب د ولس لورئ ونیوه او طالبان یې وشرمول او خلکو ته یې وښودله چې طالبان خپله ارده نلري، اود انتخاباتو سره مخالفت د اسلامي ارشاداتو سره مخالفت دئ، طالبان را وپاریدل او اعلان یې وکړ چې د انتخاباتو کار کونکي، کاندیدان او رایه ورکونکي به ووژني او داګواښ د حزب کاندیدانو، کارکونکو او رایه ورکونکو ته مخامخ متوجه شو.
په بدل کې یې حمکتیار خپلو پیروانو ته امر وکړ چې د طالبانو د لیکو نه ووزي، ځکه چې طالبان پر هغوی د حملو قصد لري، اودطالبانو سره باید باالمثل عمل سرته ورسوي.
دوستانو دا وه د پند نه ډکه، د ګیدړې او شغال د یارانې کیسه
د حکمتیار د دې خبر رپوټ چې په شهادت کې نشر شوې ؤ ګران افغانستان بیا خپور کړیدئ.
آلله مو مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more