سياست او روانې چارې
پاکستاني طالبان دې دګولۍ پرځای د رایې د قوت نه کاروخلي
میرویس
13.03.2014
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
دهند دپرېس ټرسټ آف انډیه د ورځپاڼې یوه خبریال مرتضی حیدری د دیوبند د دارالعلوم د رئیس مولانا ربیع حسن ندوي سره د مرکې پر بنا یو مضمون خپور کړیدئ. ددې مضمون عنوان دئ [پاکستاني طالبان دې دګولۍ پرځای د رایې د قوت نه کاروخلي].
مرتضی حیدري وایي چې جګړه مار طالبان خو دې لا اقل یو ځل ددینی عالمانو خبره واری، بالخصوص ددیوبند ددیني عالمانو چې په هند کې مسلمانان دیته هڅوي چې په کامل اخلاص او صداقت په انتخاباتو کې رایې ورکړي.
لیکوال وایي د طالبانو او پاکستان د حکومت تر منځ هغه وخت خبرې قطع شوې چې طالبانو تینګار وکړ چې اساسي قانون نه مني. طالبانو داخبره مکرراً کړیده چې دوی په انتخاباتي دموکراسۍ عقیده نلري، ځکه چې ددغه سستم حکومتي نظام د الله جل جلاله د نظام سره په ټکر کې دئ.
پریس ټرست آف انډیه وایي چې ددیوبند ددارالعلوم رئیس ربیع حسن ندوی د هند مسلمانان په انتخاباتو کې ګډون ته هڅوي او وایي[زه دا خبره کولئ شم چې مسلمانان باید په پوره صداقت او اخلاص په رایه ورکولو کې برخه واخلي. دوی باید تر ټولو بهتره کاندیدان تقویه کړي او دښې نتيجي هیله ولري. که مسلمانان په سیاسي نظام کې برخه وانخلي، تاوان به وکړی]. مولانا ندوي داخبره په الیګړ کې په یوه مرکه کې کړیدي.
د مضمون لیکوال مرتضی حیدري وايي طالبان ددیوبند ددارالعلوم سره چې د ټولنیزو چارو په برخه کې بنیاد ګیرايي تمایلات لري نږدې روابط لري. د خپلې بنیاد ګیرایي سره سره ددیوبند مذهبي مشران د مسلمانانو دپاره په انتخاباتي دموکراسۍ د بطلان کرښه نه راکاږي.
ددیوبند عالمان دهند دموکراسي منی او مسلمانان دیته هڅوی چې هغو کاندیدانو ته رایې ورکړي چې د مسلمانانو او هند خبر پکې دئ. ددیو بند ددارالعلوم رئیس مولانا ربیع حسن ندوی د یوې پوښتنې په خواب کې وویل، پداسې حال کې چې هند یو اسلامي ملک ندئ، د موکراتیک ملک دئ او حکومت یې هم پر مذهب ندئ بینا، مسلمانانو ته پکار دي چې داسې ګوندونو او کاندیدانوته د زړه د اخلاصه او په پوره صداقت رایې ورکړي چې د مسلمانانو او هند خیر ښیګنه پکې ده.
په پاکستان کې قریب ټولو مذهبي ګوندونو په انتخاباتو کې ګډون کړیدي. جماعت اسلامي او د جماعت علمای اسلام ډیرو ډلو په تیرو کې په انتخاباتو کې ګډون کړئ او په آینده کې به یې هم کړي. نو ولې طالبان انتخابات او اساسي قانون ردوي. که د هند د مسلمانانو د پآره انتخابات ښه دي، ولې د پآکستان د مسلمانانو دپاره ښه ندي؟
آیا انتخاباتي دموکراسي یوازنئ عصری پدیده ده چې طالبان یې ردوي؟ معارف څنګه، او ډیر راورسته د پولیو یا ماشومانو د فالج واکسین څنګ؟ په څو تیرو کلونو کې طالبانو تر خپله قبضه په لاندې علاقو کې ګڼ شمیر ښونځي، خو په تیره بیا د نجونو ښونځي ړنګ کړیدي. طالبانو یوازې د وړو نجونو تعلیم منلئ دئ. د کراچۍ نه نیولې بیا د قبایلو تر ډیرو لیرې پرتو سیمو پورې طالبانو د پولیو د واکسین کارکونکي او ساتونکی ویشتلي او وژلي یې دي.
د مضمون لیکوال وایي چې طالبان د ښونځیو ړنګول اود واکسیناتورانو وژل په هیڅ وجه نشي مؤجه کولئ. د طالبانو دغه ډول اعمال دا خبره ثابتوی چې دوی د ولسونو د غوښتنو جوګه ندي. طالبان چې نه چندان سواد لري او نه هم حکومتي تجارب، ملک خو پر ځای پریږده چې یو کلئ هم نشي رهبري کولئ.
طالبان باید دا خبره درک کړي چې تشدد د برحقه سیاسي ایدیالوژۍ ځا نشي نیولئ. د پاکستان حکومت باید داخبره د غوږ نه ونه باسي، طالبان چې په هند اوپاکستان دواړو کې ددیني علماوو خبرې نه اوري، د هغوی سره د خبرو اترو نه څه نه جوړیږي.
قدرمنو پښتنو وروڼو، داوه د د هند پرېس ټرست آف انډیه د ورځپاڼې دخبریال مرتضی حیدري تبصره چې د دیوبند د دارالعلوم د رئیس سره یې د مرکې پر بنیاد لیکلې وه.
زمو افغان طالبان هم د دیوبند دمکتب پیروان دي. دغه پورتنئ خبرې زموږ د طالبانو په حق کې هم صدق کوي. دوی ولې، نه داچې انتخابات منی نه، بلکه ګواښ کوي چې هر څوک چې د انتخاباتو سره سرو کار ولري او یا رایه واچوی وبه یې وژني. حال دا چې حزب اسلامي هم د طالبانو په جهاد کې د هغوی ملګرئ دئ، خوپه انتخاباتو کې رسا ګډون کوي؟
الله جل جلاله مو مل شه
Re: پاکستاني طالبان دې دګولۍ پرځای د رایې د قوت نه کاروخلي
pattang
13.03.2014
هندوان خو ددرواغو دمارشال جنازې ته هم راغلي دي ، له احمدشاه
مسود سره یې هم کلکه پالله او دشورایې نظار کلک ملګري دي او
دافغانستان په سياست کې له همسايه پاکستانه لاس را اړوي او
دپاکستان په ضد حرکتونه کوي چې بيا دغه حرکت د پاکستان نه
خوښېږي او انتي افغاني حرکت ترې جوړېږي !
انډيواله هندوستانی دخپل ملک لپاره هر کار کوي خو ته یې خرڅوې!
لوده خانه دا څه ليکې ؟
« آیا انتخاباتي دموکراسي یوازنئ عصری پدیده ده چې طالبان یې
ردوي»
داخو دا مانا ورکوي چې ديموکراسي ډېر ډولونه لري !
نورې کومې ديموکراتیګانې شته ؟ ==> آستاد غلط درس درکړی
او هغه شيان ليکه چې په مانا یې پوهيږي !
غربي چټله ديموکراتي دافغانستان د کلچر او شعور سره نه جوړيږي
او په ټکر کې ده !
ديوو پاک طالب بلا دې ستا په دوستم ديوموکرات پرون قاتل اونن غل ،
چوپړا احمدزي دروغجن سي ای اې ، زلمی رسو د ظاهر شاه دباشي
دروغجن ، ... وګرزي !
د افغانستان ټولنه يو خاص دولتي موډل ته ضرورت خو چې داغله
او اشغالګر ورک شي !!!
[quote:e8e829c8c5="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
دهند دپرېس ټرسټ آف انډیه د ورځپاڼې یوه خبریال مرتضی حیدری د دیوبند د دارالعلوم د رئیس مولانا ربیع حسن ندوي سره د مرکې پر بنا یو مضمون خپور کړیدئ. ددې مضمون عنوان دئ [پاکستاني طالبان دې دګولۍ پرځای د رایې د قوت نه کاروخلي].
مرتضی حیدري وایي چې جګړه مار طالبان خو دې لا اقل یو ځل ددینی عالمانو خبره واری، بالخصوص ددیوبند ددیني عالمانو چې په هند کې مسلمانان دیته هڅوي چې په کامل اخلاص او صداقت په انتخاباتو کې رایې ورکړي.
لیکوال وایي د طالبانو او پاکستان د حکومت تر منځ هغه وخت خبرې قطع شوې چې طالبانو تینګار وکړ چې اساسي قانون نه مني. طالبانو داخبره مکرراً کړیده چې دوی په انتخاباتي دموکراسۍ عقیده نلري، ځکه چې ددغه سستم حکومتي نظام د الله جل جلاله د نظام سره په ټکر کې دئ.
پریس ټرست آف انډیه وایي چې ددیوبند ددارالعلوم رئیس ربیع حسن ندوی د هند مسلمانان په انتخاباتو کې ګډون ته هڅوي او وایي[زه دا خبره کولئ شم چې مسلمانان باید په پوره صداقت او اخلاص په رایه ورکولو کې برخه واخلي. دوی باید تر ټولو بهتره کاندیدان تقویه کړي او دښې نتيجي هیله ولري. که مسلمانان په سیاسي نظام کې برخه وانخلي، تاوان به وکړی]. مولانا ندوي داخبره په الیګړ کې په یوه مرکه کې کړیدي.
د مضمون لیکوال مرتضی حیدري وايي طالبان ددیوبند ددارالعلوم سره چې د ټولنیزو چارو په برخه کې بنیاد ګیرايي تمایلات لري نږدې روابط لري. د خپلې بنیاد ګیرایي سره سره ددیوبند مذهبي مشران د مسلمانانو دپاره په انتخاباتي دموکراسۍ د بطلان کرښه نه راکاږي.
ددیوبند عالمان دهند دموکراسي منی او مسلمانان دیته هڅوی چې هغو کاندیدانو ته رایې ورکړي چې د مسلمانانو او هند خبر پکې دئ. ددیو بند ددارالعلوم رئیس مولانا ربیع حسن ندوی د یوې پوښتنې په خواب کې وویل، پداسې حال کې چې هند یو اسلامي ملک ندئ، د موکراتیک ملک دئ او حکومت یې هم پر مذهب ندئ بینا، مسلمانانو ته پکار دي چې داسې ګوندونو او کاندیدانوته د زړه د اخلاصه او په پوره صداقت رایې ورکړي چې د مسلمانانو او هند خیر ښیګنه پکې ده.
په پاکستان کې قریب ټولو مذهبي ګوندونو په انتخاباتو کې ګډون کړیدي. جماعت اسلامي او د جماعت علمای اسلام ډیرو ډلو په تیرو کې په انتخاباتو کې ګډون کړئ او په آینده کې به یې هم کړي. نو ولې طالبان انتخابات او اساسي قانون ردوي. که د هند د مسلمانانو د پآره انتخابات ښه دي، ولې د پآکستان د مسلمانانو دپاره ښه ندي؟
آیا انتخاباتي دموکراسي یوازنئ عصری پدیده ده چې طالبان یې ردوي؟ معارف څنګه، او ډیر راورسته د پولیو یا ماشومانو د فالج واکسین څنګ؟ په څو تیرو کلونو کې طالبانو تر خپله قبضه په لاندې علاقو کې ګڼ شمیر ښونځي، خو په تیره بیا د نجونو ښونځي ړنګ کړیدي. طالبانو یوازې د وړو نجونو تعلیم منلئ دئ. د کراچۍ نه نیولې بیا د قبایلو تر ډیرو لیرې پرتو سیمو پورې طالبانو د پولیو د واکسین کارکونکي او ساتونکی ویشتلي او وژلي یې دي.
د مضمون لیکوال وایي چې طالبان د ښونځیو ړنګول اود واکسیناتورانو وژل په هیڅ وجه نشي مؤجه کولئ. د طالبانو دغه ډول اعمال دا خبره ثابتوی چې دوی د ولسونو د غوښتنو جوګه ندي. طالبان چې نه چندان سواد لري او نه هم حکومتي تجارب، ملک خو پر ځای پریږده چې یو کلئ هم نشي رهبري کولئ.
طالبان باید دا خبره درک کړي چې تشدد د برحقه سیاسي ایدیالوژۍ ځا نشي نیولئ. د پاکستان حکومت باید داخبره د غوږ نه ونه باسي، طالبان چې په هند اوپاکستان دواړو کې ددیني علماوو خبرې نه اوري، د هغوی سره د خبرو اترو نه څه نه جوړیږي.
قدرمنو پښتنو وروڼو، داوه د د هند پرېس ټرست آف انډیه د ورځپاڼې دخبریال مرتضی حیدري تبصره چې د دیوبند د دارالعلوم د رئیس سره یې د مرکې پر بنیاد لیکلې وه.
زمو افغان طالبان هم د دیوبند دمکتب پیروان دي. دغه پورتنئ خبرې زموږ د طالبانو په حق کې هم صدق کوي. دوی ولې، نه داچې انتخابات منی نه، بلکه ګواښ کوي چې هر څوک چې د انتخاباتو سره سرو کار ولري او یا رایه واچوی وبه یې وژني. حال دا چې حزب اسلامي هم د طالبانو په جهاد کې د هغوی ملګرئ دئ، خوپه انتخاباتو کې رسا ګډون کوي؟
الله جل جلاله مو مل شه[/quote:e8e829c8c5]
میرویس
14.03.2014
السلام علیکم
ساده لوحه پتنګه، یا یې درست لوستلئ نشې او یایې د فهم او درک سواد نلري.
د مضمون لیکوال مرتضی حیدري دئ. د مضمون متحویات ددیو بند ددارالعلوم د رئیس ربیع حسن ندوي دي.
پتنګه، د تېښتې لاره چې درنه ورکه شي، بیا خریړئ خورې، او څمڅه هم تر ملا نه ګرزوې.
ولې پدې نه غږیږې، پداسې حال کې چې طالبان ددیوبند دبنیاد ګیرا مکتب پیروي کوي، او بیا د دې مکتب د عالمانو د پیروۍ نه هم سرغړونه کوي؟
اوس دا هر چاته جوته ده چې طالبان د خپلې ارادې خاوندان ندي، که نه، ډیر د وخته به یې د افغاستان شخړو ته د پای ټکئ اېښئ ؤ.
په درناوی.