سياست او روانې چارې
وطن به ښه ازاد شي ؟
tandar
12.03.2014
اشرف غني داشغالګرودوستوري شخص نه دي ؟
دنظامي تړون معاهده به له اشغالګر سره داشرف غني په غيابت کي جنرال دوستم امضا کوي
١٠٠ فيصده راتلونکي ولسمشر اشرف غني اومعاون اول يې جنرال دوستم دي
داشرف غني لومړي معاون څه وايې ؟
https://www.facebook.com/photo.php?v=413337688699284
دوطن دازادي په هيله
tandar
30.03.2014
يوه نۍ د ١٣٩٣ لمريز کال د وري ١٠
کابل د مصر په آنځور کې ؟
قاری خواریکښ
30.03.2014 14:11
محاکمه کول، د ځمکو د غاصبینو سره حساب او..... ویره او خوف لري ځکه خاین بل چیرې پناګاه نلري ، ایا کمونست هم شرم لري ؟ مفکوره لری؟ تګلاره لرئ ؟ وصول او اساسنامه لرئ ؟ کوم مجاهد او طالب ستاسو په ناولي حکومت کې درسره کار وکړ؟ نو دا تاسو ولی دومره بیغیرته يې چې هم د مجاهد حکومت او هم د طالب حکومت کې کارکوئ ؟ پرون مو له مظلوم ولس پدې نوم نوکان او سترګې ویستل چې د هجرت لاره يې غوره کړۍ د پیغمبر ص په سنتو يې عمل کړې د غرب او پنجاب نوکران به ورته ویل د امریکا غږ او بی بی سی خبرونو د اوریدو په جرم به مو وژل ، نوکان او سترګې به مو ترینه ویستلې ، ژیره او د سر ویښتان به مو پرې وچ خریل ، خو له بدمرغه نن به د داسي غربي هیواد د سرحد خاردار سیم نه وي چې د کمونست د ناموس د پتلون او کاؤباي ټوټې د نښې په ډول پکې نه وئ پاتې چې غیر قانوني د تیریدو په وخت کې پکې شلیدلي .
دا دي نن بی بی سی هم له هماغو خلکو ډکه دې چې تر پرون همدوي او پلرونو يې خلک د همدې د غږ ډبلي د اوریدو په جرم وژل ، ښاغلی پسرلی صیب هم بډې راوهلي دې یوه ورځ د هیواد له یوه کونج ځان راڅرګند کړې او بله ورځ له بل ګوټ کله یوه ته ښکنځل کوئ او کله بل نقد کوئ په اخر کې ورسره ولیکي د لیکوال له نظر سره د تاند توافق شرط نده فکر کوئ چې موږ یولسمه پیړۍ کې یوو او خپله یویشتمه کې .
پوهیږو تاند به هغه څه کوئ کوم چې د امریکا او اروپا بهرنې سیاست وئ ، ولی نن له خلکو غواړئ چې نعوذبالله اشرف غنی ته سجده وکړو پسرلي صیب دا مه وایه چې دیرش کاله کیږي مذهبیانو جنګ پیل کړې داسی ووایه ۳۵کاله کیږي کمونستانو ، شعله یانو او افغان ملتیانو دلته داسی لوبه پیل کړه چې یوه د مسلمانانو په ضد له غرب قلمي ډزې کولئ او نورو د سرو پوځونو سره په ګډه د ټوپک په زور .
قاضی احمد د اسلام او اسلامی نظام تعریف غواړي : محترمآ له کاندید يې مه غواړه هرڅه قران او حدیثو کې څرګند دي که ایمان پرې لرې خو که زه او ته وکولائ شو ځان ترینه خبر کړو .
دا چې ګلاغا شیرزی او سلطان زوی دي هم پداسی وزن تول کړي دي چې له اشرف غنی پرته له نورو ټولو ښه دي باید ووایم چې متاسفانه هغوي د ملي زعامت په درشل کې ندي تاسو حسد کړې او بې انصافه يې اصلآ تاسو له نورو سره تبعیض او د اشرف غنی صفت اوتعریف ته منډ جوړولو ناکامه هڅه مو کړې ده.
قاضی(تاند) صیب محترم: ښاغلی اشرف غنی تقریبآ دوه نیمې لسیزې روسته هیواد ته د یو زبرځواک له یرغل سره داسي مل راغئ چې آپاچي هلیکوپتر،بی۵۲ او کروز توغندیو د افغانستان په ګوګل او کلیو او بانډو اورونه بل کړي وو او دا دې نن د اشرف غنی وژونکې جګړه د خپل عمر دیارلسم کال کې راوانه ده ،تاسو لږ سړه وخورئ سړيخورو ، د استاد ربانی د دولت په زمانه کې د هیواد تاریخ د مکرویانو د یوې پتمنۍ پیغلۍ ناهید شهید د حیاء او پت د لوټلو یوه پیښه ثبت شوې خو هغه هم پتمنۍ او غیرتی خور ناهید د خپل شهادت په وسیله تیري کوونکي نامراد کړل خو له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د اشرف غنی او دده همرنګو په حکومت کې په سلګونو داسي پیښیې وشوې حتی سپین ږیري او شپانه له جنسي تیریو په امن کې پاتې نشول .
دژباړونکو د بګرام قضیه خو به مو یاده وي ؟ چې هریو بدبخت ته په لیکه او کتار بهرنې عسکر ولاړ وو او خپل جنسي شوق يې پرې سړاؤ چې بیا يې د ګنډلو لپاره تر هند ورسول ، ایا کمونستان،ډیموکراتان،افغان ملتیان او شعله یان له خپلو هغو ویډیوګانو شرمیږئ چې نن میډیا ته راوتلي دي او امریکایان د افغانانو کورونه تالاشی کوئ او د میرمنو ټکري،پرتوګونه او لباس آخوا دیخوا غورزوئ ؟
اشرف غني د اقتصاد نابغه ؟ تر اوسه یې کومه لاس ته راوړنه درلوده ؟ که د اقتصاد نابغه وايې نو بیا يې د قدرت د انتقال ډرامه کې يې څه کول ؟ له خپل مسلک نه ولي باغي شو ؟ دا يې هم لاس ته راوړنه وګڼو چې د امریکا د مټو په زور يې له جنرال فهیم سره جنجال راغلې و ؟ پوهیږئ چې دده ورور حشمت غني څومره چور وکړ ؟ د کوچیانو ریس و او همدۍ اشرف غنی ورته له مالیه وزارت د کوچیانو حقوق ورکول او دوه کسان يې هم نه درلودل د نعیم کوچی وسره جنجال راغئ نو د خپل ورور د جیبونو د ډکولو پخاطر يې هغه په امریکانو ونیوه ، سرور احمدزی ته به يې وزیر اکبر خان کې پشا شاه د خور او مور ښکنځلې کولې خو برعکس سرور احمدزی بیا داسي سپک حرکت او وینا نکوله.
زما په فکر نن غربیان قصدآ غواړئ د افغانستان حالت مصر ته ورته کړئ دلته د مجاهدینو او مسلمانانو پرضد د اشرف غنی تر مشرتابه لاندې د کمونستانو،افغان ملتیانو،ډیمو کراټانو،شعله یانو او نورو بیبندوباره کسانو یوه ګډه جبهه او ټلواله جوړه کړي تر څو مجاهدین پري له صحنې وباسي واک کمونستانو ته وسپاري او اشرف غني د یو سمبول په حیث رامخې ته کړي ،خو دلته هغه څه نشي کولائي چې مصر کې يې وکړل ځکه هلته پوځ،پولیس او استخبارات د فاسدو اسلام ضد کړیو لاس کې وو خو افغانستان کې ۴۰٪ واک کمونست ډوله اشخاصو سره ده مګر له نیکمرغه له ښارونو د باندي ۱۰۰٪ ولس مجاهد او وطندوست دې، انشاالله دلته به هر ناوړه اقدام له ځان سره برعکس نتیجه ولرئ .
مجاهدینو ته مي توصیه دا دې چې د یو او بل په ضد تبلیغات او منفي لیکنې بندې کړئ، متحد شي په یو واحد کاندید سره صلاح شئ که اتحاد اسلامي ،حزب اسلامي ، شورای نظار،جمعیت اسلامي او اسلامي حزب (حاجی دین محمد) یو کاندید باندې صلاح شي نو یوه ستره دسیسه به شنډه شي دوي کولائې شي په هلال باندي موافقه وکړئ او یا يې له عبدالله،سیاف او دین محمد پرته کوم بل داسي شخص راوړاندې کړي چې له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا يې دولت کې کار نه وي کړئ .
[color=red:3f32202b20] اشرف غني جرمي سابقه لري د یرغل ملګری ده،قتلونه يې کړي ،په سلګونو خپلسرې جیلونه لري،شکنجه،غلا،چورچپاؤل ،مهاجرتونه،جنسي تیري او د زمکو غصب دا هر څه پداسی حکومت کې شوئ دي چې نوموړی پکې وزیر او نورې مهمې دندې يې ترسره کړي ، اشرف غني کله هم د بهرنیو پوځونو په ناوړه کړنو انتقاد نه کړي او نه یې د کولو جسارت کوئ .
د بهرني تابعیت مسله يې هم پټه ساتلي ده، د خپلۍ میرمنۍ د تابعیت او مذهب په هکله هم پټه خله ده ، د کمپاین مصارف يې هم ناڅرګند دي چې څوک يې ورکوي ؟
اشرف غني د هیواد په خیر نده هغه ځکه چې نوموړی هم د امریکایانو او اروپا انتخاب دی او هم د مسکو ، که وګورو تر شا او خواؤ يې مشهور کمونستان راټول شوي دي په همدې دلیل مسکو ورته ډیر هیلمن دي او امریکا خو ډاده ده چې سړی زمونږ دی نو مونږ ویلي شو چې عصبانې خویه ، بې حوصلې او نیم باډې ناروغ اشرف غني به زمونږ هیواد له یو بل داخیلي کشمکش سره مخ کړي نه به د مسکو زړه ساتلي شي او نه به د امریکا، نتیجه به يې دا وي چې مونږ به مرو او رټل کیږو ، اوس هم وخت شته اشرف غني دۍ په خپله تګلاره او مسیر بیا فکر وکړئ .[/color:3f32202b20]
طالبان : د طالبانو دنیا بیا جدا ده هغه نه مجاهد سره جوړیږی او نه له کومي بلې ډلۍ سره ، د هغوي دین او مذهب هم د افغانستان او نړۍ له مسلمانانو جدا ده ، هغوي د خدای ج احکامو او حکمونو کې هم مداخیله کوي پخپل دور کې يې الله ج فرض کړئ پنځه وخته لمونځ هم نه منلو د لوې لارۍ په ستړو يې دولس ځله فرض کړي و ، د طالبانو معمیله له ملت سره د هغه هوسۍ ده چې تندۍ په مخه کړې وي او د سیند غاړۍ ته د اوبو د څښلو لپاره ورشئ نو ناڅاپه د یو جابر او بیرحمه وحشي کرکډایل تر برید لاندې راشي خپل زوند له لاسه ورکړي او صغیر ماشومان يې د ګیدړو خوراکه شي .
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
larghonay laraway
31.03.2014
زه به تاسو ته څو لنډې خبرې وکړم.
بهرنيان افغانستان ته راغلي جرمونه، جنايتونه او هره نادوده يې کړې ځکه چې دلته د حکومت په راس کې کرزی ؤ او کرزي پښتنو او په مجموع کې افغانستان ته دومره تاوان واړاوه چې هيڅ جبيره يې نه شي کيدلی.
دا که دکرزي د حکومت په دوره کې کورنيانو او بهرنيانو جنايتکارانو څه کړي هغه ټول د کرزي مسؤوليت دی. ځکه چې ولسمشر دی ؤ.
مونږ د کمونستانو خونخوره او تش په هورا مسته ليونۍ دوره هم وليده چې کومه نتيجه يې ورنه کړه
د مجاهدينو د حکومت غويمنډ او وحشي کړنې مو هم وليدې چې د يو بل پر سر يې مېخونه ووهل په تېره د سياف، رباني، مسعود او ګلبدين د قدرت وحشي جګړې.
د طالبانو لمنې هم په سر ور واوښتې او معلومه شوه چې د امريکې راتګ ته يې ښې تودې منډې ووهلې او چې لاره يې امريکا ته هواره کړه نور يې د پوزې د مچ غوندې په کټه پيش ووهل.
د کرزي دوره مو هم وليده چې پښتانه غله او غير پښتانه مله شول.
اوس اشرف غني ته ځکه هيلې لرو چې يو خو عالم او ښه مدير دی.
بله دا چې کله دی په قدرت کې ؤ، د ماليې وزير ؤ نو ټول کارونه يې د ستاينو دي.
کله چې د پوهنتون رئيس ؤ هم کامياب ؤ.
او کله چې د انتقال د پروسې مشر ؤ هم بد نه ؤ.
مونږ نه وايو چې اشرف غني سل په سلو کې وړ دی خو په موجوده کاندیدانو کې سره زر دی.
دا چې تاسو خپله په اروپا او امريکا کې پراته يئ او دا شرم نه ګڼۍ چې د هغه ځای تابعيت مو اخيستی نو بيا نورو ته ولې ګوته نيسئ.
اشرف غني ته کمپاين وکړئ او خلک تشويق کړئ چې رايه ورکړي. ځکه چې د اشرف غني د پياوړي مديريت په دوره کې به بهرنيان هم کنټرول شي، دوستم خو لا د وخته بښنه وغوښته، سياف ، کرزی، شمالي ټلواله ټول به انشاء الله د سړيتوب دورې ته راشي.
نوټ: دوستم چاته ويلي وو: ( تر اوسه خو له خرو سره ملګری وم چې قتلونه يې راباندې کول ايله اوس له انسان سره ملګری شوم او ډېر خوند کوي.)
tandar
31.03.2014
اوريدلي مودي چه داشرفغني ښځه امريکايې ېهودي ده نه افغانه که داسي وي نواشرفغني حتمي موفق دي ځکه چه ښه مشاوره لري نن ټول جهان سياسي ،اقتصادي، نظامي ديهوديانو په لاس کي دي
اوبل کمپاين ته ضرورت نشته داشرف غني درايو صندقونه مهرلاک دبګرام د cia په نظامي قرارګاه کي اماده کيښودل شويدي چه دحساب ورځ راشي
isi د cia مزدور ددواړولاسونه دافغان په وينو سره دي