سياست او روانې چارې
دعبدالله دوسره سوانح
tandar
10.03.2014
داصله پنجشيري ځان په قندهار حسابوي ولي ځانته مطلق افغان اومسلمان نه وايې ؟
کانديتوب ته يې شايد ګټه رسولي وي
http://www.taand.comانتخابات قانعولې عبدالله ناکام کاندید دی؟ – عصمت قانع
ولې عبدالله ناکام کاندید دی؟ – عصمت قانع
Wednesday, 5 March 2014 23:40 لیکنه: تاند 54 تبصرې
Qane
څانګې انتخابات, قانع
اصلي لینک
خپروونکی: تاند
http://taand.com
ښاغلی عبدالله چې خپل نوم په غبرګه توګه په میډیا کې نشروي ځان د پلار لخوا کندهاری بولي، خو په کندهار کې نه هدیره لري او نه قبیله، نه ولس لري او نه ادرس، نه کلی لري، نه څلی.
معرفت ښه دی، خدای پاک په قران شریف کې وایي، چې انساني پرګنې د برترۍ معراج ته د تقوی پر زینو خېژي، اما هویتونه د پېژندګلوۍ ادرسونه دي او له تعارف څخه پرته بل امتیاز نه لري.
ښاغلی عبدالله مخکې تردې چې د سیاست په ډګر کې قدم کېږدي د ۱۹۸۰ ع کال د لسیزې په نیمایي کې د پنجشیر د مشهور قوماندان احمد شاه مسعود د سکرتر په توګه په کار پیل وکړ.
په افغانستان کې د روسي لښکرو د چاپ شوو یادښتونو په شهادت عبدالله د وخت د پرچمي فراکسیون د یوه فعال غړي نجیب الله مسیر په وسیله د پنجشیر جبهې ته ور وپېژندل شو. د وخت روسي لښکرو لوړ پوړي پوځي مشاور الکساندر مایاروف چې د خپلو خاطراتو په برخه کې یې کتاب هم لیکلی دی په ۱۹۹۰ ع کال کې د نجیب الله د رژیم تر پرزېدو مخکې وویل چې؛ د پنجشیر جبهه د افغانستان په راتلونکي وضعیت کې د ماسکو د پانګې اچونې یوه کامیابه اډانه ده او دغه اډانه به وکولای شي چې د افغانستان د شمالي ګاونډ مفادات ښه وساتي.
د ډاکتر نجیب الله د رژیم له ړنګېدو سره جوخت په افغانستان کې د جګړې دوې مهمې خواوې د سیاسي او پوځي صحنې د مهمو خواو په توګه رامنځته شوې او په افغانستان کې یې د نیابتي جګړې لپاره د افغاني ابزارو او عواملو د راټولولو ماموریت تر لاسه کړ.
په سیمه ییزه توګه د افغاني جینو سایډ GENOCIDE یا پښتون نسل د قتل عام په پروژه کې د ISI او KGB د خنجر دواړې خواوې په استخباراتي سوهان باندې تېرې شوې، د خنجر یوه غاړه په سیستماتیکه توګه د کي، جي، بي غاړه وه چې؛ ایراني مذهبي شاونېزم یې هم ننګه کوله، پر دغه غاړه باندې کله، کله له اسلام اباد سره په رقابت کې د هندي اهنګرانو لخوا هم سوهان وهل کېده چې؛ د پښتون وجود په څېرلو کې ښه کار ورکړي.
د خنجر بله غاړه د ISI غاړه وه چې پښتون وژنه یې د حزب اسلامي او طالبانو په وسیله د جهاد او ثواب لاره وبلله.
کله چې د خنجر یوه غاړه لږ پڅه شوه، نو حزب اسلامي په طالب بدل شو، د نړۍ له هرې څنډې عربي لنډه غر، سیمه ییز غجر او مغلي ږیره ور سره راغونډ شول او افغانستان د القاعدې په قاعده او بنسټ بدل شو.
[color=red:8a88d735a3]داسې زمینه سازي وشوه چې؛ د ټولې نړۍ لښکرې د پښتنو د نسل وژنې ناتمامه پروژه د بشپړېدو په لور وخوځوي.
په همدې وخت کې محترم ډاکتر عبدالله د بُن د توافقاتو په نتیجه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر شو. ډاکتر صاحب عبدالله د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خپل ماموریت د پښتون جینو سایډ په بشپړولو کې په غوره مهارت ترسره کړ او د نړۍ په هر دیپلوماتیک ډګر کې یې پښتانه د تروریستانو، تمدن دښمنانو او د مدنیت د تخریب کارانو په نامه معرفي کړل.
د افغانستان ټول دیپلوماتیک ماموریتونه یې په افغاني ضد روحیه سمبال کړل. پردې علاوه هغه تاجکان چې افغاني روحیه یې درلوده هم د تصفیې په لېست کې شامل کړل او د بهرنیو چارو د وزارت له ماموریتونو څخه یې وشړل.
عبدالله د خپل وزارت په وخت کې له بهرنیو اړخونو سره د افغانستان لخوا پر یوه داسې سند امضا وکړه چې بهرنیو لښکرو ته پکې اجازه ورکړل شوه چې؛ د خلکو پر کورونو هجوم وروړي، څوک چې وژني هغه و وژني او صرف د ترورېزم او القاعدې رنګ پرې واچوي، نور یې د پوښتنې څوک نشته.
پر دغه قرارداد باندې ښاغلي ډاکتر عبدالله او محمد یونس قانوني لاسلیکونه وکړل چې د افغاني جینو سایډ یو نوی پړاو په کې پرانستل شو او تر دا اوسه پورې د جینو سایډ دغه پړاو دوام لري، وګورئ د MTA قرارداد.[/color:8a88d735a3]
ډاکتر عبدالله دا وخت د افغانستان د زعامت او قیادت لپاره په انتخاباتي مبارزه بوخت دی. له مقدمې به راتېر شو او رابه شو دې ته چې آیا ډاکتر صاحب عبدالله په رښتیا هم د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی او نوموړی کولای شي د ډیموکراتیک جواز له لارې د افغانستان د خلکو باور او اعتبار ترلاسه کړي تر څو د یوه مشروع حکمران په توګه حکومت وکړي؟
ډاکتر عبدالله د شورا نظار د غړي په توګه:
د نظار شورا چې د روسانو د پوځي حاکمیت په څلورم کال یې په پنجشیر کې تشکیلات د احمد شاه مسعود لخوا رامېنځته شول، تشکیلاتي لګښتونه یې هم د روسانو له جیبه ولګېدل.
له یوې خوا د روسي استخباراتو او له بل پلوه د فرانسوي او ایراني مفاداتو لپاره یوه کرایي موسسه وه. د نظار شورا څو ځله د پاکستان د نظامي استخباراتو لپاره هم کرایه شوه چې؛ هر ځل کرایي لوبه کې دغه کرایي سازمان په افغانستان کې د بهرنیو ګټو لپاره استعمال شو.
د نظار شورا او اسلامي حزب د روسانو په موجودیت کې د مجاهدینو د خپل منځي سترو جګړو اساسي عوامل وو، دغه جنګونه ټول د ډله ییزو ګټو لپاره وو، چې مجاهدینو ستر او ناتمامه زیانونه په کې ولیدل.
کورني جنګونه په افغانستان کې د ولس د ښکاره نفرتونو او کرکو وړ وګرزېدل او افغانستان یې دومره کمزوری کړ چې؛ بالاخره ټوله نړۍ یې د روغتیا او ثبات په پلمه له لښکرو سره افغانستان ته راغله.
زه فکر نه کوم چې د ولس د پراخو کرکو او نفرتونو په غبار کې دې د نظار شورا د افغانستان په ګوښه کې هم د ډیموکراتیک انتخاب لپاره مدني چانس ولري.
عبدالله په سکتریستي او ژبني تعصب کې ککړ سیاستوال:
د افغانستان خلک خپل هېواد د واحد، نه تجزیه کېدونکي هېواد په توګه آباد او روښانه غواړي او له هغو سیاستونو کرکه لري چې هېواد یې په سمتونو، ژبو، توکمونو او خېلونو و وېشي.
په تېرو ۳۵ کالو کې د معقول او منلي سیاست له جایزو لارو څخه انحرافي سیاستوالو هڅه وکړه چې؛ د خپل سیاسي موجودیت لپاره ژبني تعصبات سیمه ییزې کرکې او بالاخره ځینې داسې شعارونه چې مذهبي رنګ یې درلود، د کاري ابزار په توګه استعمال کړي.
[color=red:8a88d735a3]عبدالله د شمال د جبهې د ویاند په توګه په افغانستان باندې د اتحادي پوځونو د بمونو پر کوچنیوالي باندې په خپل اواز کې له بهرنیو نشراتي مواسساتو څخه د شکایت غږ پورته کړ او د سترو بمونو د غورځولو فرمایش یې وکړ، دده غږونه اوس هم په ارشیفونو کې ثبت دي.[/color:8a88d735a3]
د افغانستان خلک حساس خلک دي، بهرني ډزونه او بمونه که هر څومره جایز وي، خو د کرکې وړ دي او له ملي مخالفت سره مخامخ کېږي.
عبدالله او تاجکې رایې:
تاجک توکم د افغانستان له معتبرو توکمونو څخه دی او د افغانستان د وحدت په ساتلو کې تر پښتنو وروسته د سترو تاریخي کارنامو ویاړونه لري.
تاجکان هم اریایان دي او هم سنیان، دغه دوه حقیقتونه هغه فطري عوامل دي چې پښتانه او تاجکان یې له تېرو ۶۰ پېړیو راهیسې یو په بل کې ذوب کړي، ویلي کړي او تحلیل کړي دي او د دوی ترمېنځ یې د بېلتون هر ډول امکانات له مېنځه وړي دي.
عبدالله د هېواد د تاجک توکم پر خلاف د پنجشیر د وړې کړۍ هغه مرۍ ده چې؛ د تاجکي نماینده ګۍ ټوله ونډه یې په پنجشیر کې را اېساره کړې ده، د دغه انحصاري حرکت پر ضد په بدخشان، تخار، بلخ او هرات کې د اعتراض وروستي غږونه موږ ته په ډاګه دا حقیقت را بربنډوي چې؛ عبدالله د تاجکو رایې دا ځل نه شي راخپلولای، ځکه په بدخشان کې شاه عبدالله او په غرب کې اسماعیل خان دواړه په خپل وار سره د تاجکو رایې د ډاکتر عبدالله انحصار ته نه پرېږدي.
تر یوه حده د احمد شاه مسعود کورنی اعتبار هم دا ځل د عبدالله لپاره کیش چک نه دی. د برهان الدین رباني زوی او کونډه یې بي بي حاجي په پټه له خپل زوم څخه ملاتړ کوي.
عطا محمد نور هم دا ځل په ډاګه د عبدالله د ملاتړ بربنډ چوپړ ته نه دی ولاړ. د نظار شورا یو بل اعتباري کرکټر امر الله صالح له یو شمېر چوتارو پرچمیانو سره د اشرف غني په پوست ورننوتی دی او یا ممکن د کومې استخباراتي پروژې د بزنس پلان له مخې د اشرف غني په ټیم کې ځای پر ځای شوی وي.
پرچمي سکتریستان دا ځل ټول د اشرف غني تر څنګ ولاړ دي، پخوا د نظار شورا د ملاتړ اساسي متحرک قوت همدغه پرچمیان وو.
خو اوس د ببرک کارمل د ډالۍ اکثره وتلي کسان د خلیل زمر په مشرتابه له اشرف غني څخه ملاتړ کوي. د دغه ملاتړ اساسي علت د ثور د کودتا د تاوجنو حالاتو هغه واقیعتونه دي چې؛ شاهپور احمدزی د اشرف غني سکنی کاکا یې د خلقیانو پرضد په پوځ کې د ببرک کارمل په خوا کې درولي وو او اوس پرچمیان هم هماغه سوابق د ملاتړ د اساسي دلایلو په توګه تبلیغوي.
د ډاکتر عبدالله د رایو ټوله ذخیره په تاجک مېشتو سیمو کې ښودل کېده، خو دغه ذخیره اوس وېشل شوې او تقسیم شوې ده.
عبدالله او افغاني اقلیتونه:
ډاکتر عبدالله هیله لري چې دا ځل به د محمد محقق په وسیله د افغانستان په مرکزي سیمه کې د هزاره ګانو رایې ترلاسه کړي، خو هزاره ګان دا ځل تقسیم شوي دي.
د هوښیارو او په سیاست کې د بلدو لوبغاړو د ملا حظې له مخې هزاره ګان دا ځل په سلو کې ۳۰ سلنه د افغانستان د بیروکراسۍ د یوې مهمې کورنۍ سرابیانو پر خوا دي چې؛ د سرابي کورنۍ یوه وتلې مېرمن یې د زلمي رسول د ټیم د مثلث دریمه زاویه ده.
د مرکزي سیمو یو بل سید هزاره هم د رایو د راټولولو له صلاحیت څخه بې برخې نه دی چې د پخواني دفاع وزیر رحیم وردګ ترڅنګ ولاړ دی، همدارنګه عالمي بلخي هم په محاسبه کې شامل دی چې د ګل آغا معاون دی.
خو د هزاره ګانو هوښیار مشر کریم خلیلي چې اوس هم په سهامي نظام کې د هزاره ګانو نماینده ګي کوي، خپلې هګۍ یې د اشرف غني په ټوکرۍ کې اېښې دي او نورې هګۍ یې سالمې له ځان سره ساتلې دي.
کتوونکي باوري دي چې؛ دا ځل به عبدالله د هزاره ګانو تر شلو فیصدو پورې رایې ترلاسه کړي، هغه هم په لوی بخت او ویښو طالعو سره.
د هېواد په نورو قومي اقلیتونو کې یوازې د مشرقي شاړی حضرت علي دی چې؛ عبدالله ته به د شلو او یا دېرشو زرو په شاوخوا کې رایې وګټي.
ازبک، ترکمن، بلوڅ، عرب، پشه یي او پامیري قومونه ټول د ښاغلي ډاکتر د اُمید او طمعې له مداره وتلي دي.
عبدالله او مجاهدین :
حزبیان د شورا نظار ازلي مخالفین دي، خو عبدالله خپل لومړی معاون د هغو حزبیانو له ډلې انتخاب کړی دی، چې حکمتیار له خپله دره شړلي دي او یا په اصطلاح د حکمتیار د تخرګ خرېیل شوي ویښته دي.
حزبیان عجیب عادت لري چې حکمتیار وي، نو د بل رهبر راپورته کېدل نه مني، دغه ګوندیان او حزبیان که هر څومره شیندلي وي، خو چې د حکمتیار فرمان اظهار شي، بېرته سره راټولېږي.
د حزبیانو غیر متازع مشر د عبدالله انتخاباتي ټیم ته طلاق ورکړی دی او حزبیان یې د هلال ملاتړ ته رابللي دي، فکر کوم چې د حزبیانو رایې د عبدالله لپاره د مرغۍ پۍ دي چې؛ وبه یې نه ویني.
د اکثرو سنتي اخوانیانو او مجاهدینو لوی پیر استاد سیاف دی، فکر نه کوم چې د شمال مجاهدین به د سیاف پر ځای عبدالله ته ترجیح ورکړي.
هوښیار کتونکي وایي، چې د مجاهدینو تر ۵۰ فیصده زیاتې رایې به دا ځل د سیاف په نصیب وي او متباقي رایې به یې حزبیان، حضرتیان، پیران او ملایان د ځان په ګټه را ورڅرخوي.
د مجاهدینو روحاني مشران هم تقسیم شوي دي، نیمایي یې له اشرف غني سره دي او نیمایي یې د ډاکتر زلمي رسول پر محور راچورلېږي، د دغه محور د حرکت اساسي منابع د خرید او فروش معاملې دي، ډېری مجاهدین همدا اوس له خپلو اوږدو ږیرو، ګردو پکولونو او غټو نومونو سره د منډیي مواشي دي چې د هر یوه قیمت معلوم دی او څو، څو ځایه د خرڅلاو لپاره اماده دي. خو رایې یې ټاکوونکی او غوڅ مقیاس او حد نه شي رامنځته کولای.
د عبدالله له وروستي انتخابي کمپاین څخه داسې ښکاري چې متحرم ډاکتر صاحب هم پر خپل بري باندې بې باوره دی.
ددې پر ځای چې په تبلیغاتي کمپاین کې د افغاني ټولنې د ذوق او سلیقې عنعنوي جذبه راوپنځوي، ډاکتر صاحب لګیا دی د هالیوډ او بالیوډ د فلمي لوبغاړو په څېر شنې، سرې، تورې، زرغونې او زیړې نیکټایي ګانې د کابل په واټونو کې د خپلو بینرونو په زور خلکو ته ور ښایي او یا یې نندارې ته وړاندې کوي.
ممکن د دې لیکنې په وجه زه نور هم وښکنځل شم، ځکه د عبدالله کمپاینران چې لوبغالی ورانوي او ټول عمر یې د زور له منطق سره ژوند کړی دی، زما مخالفت ته هم د منطق پر ځای د ښکنځلو له لارې را وړاندې کېږي، خو زه باید خپل رسالت ترسره کړم.
د اشرف غني ځوان کمپاینران چې ۲۰۰ لیکلې ښکنځلې راته ډالۍ کولای شي، نو د عبدالله جان جهاد او مقاومت خو باید ۴۰۰ نغدې ښکنځلې راته ډالۍ کړي، خو ډیموکراسي یو تمرین دی.
څو چې د دغه تمرین د تداوم په نتیجه کې د مخالفت د اظهار اخلاقي اصول په خپله زموږ لخوا جوړ او عملي نه شي، دغه اصول په مریخ او سپوږمۍ کې موږ ته څوک نه جوړوي او د بکواه په ریګونو او د پکتیا پر غرونو نه شي عملي کېدلای، بلکې د افغاني ټولنې بشري انځور باید د تحمل او زغم د کرښو رنګونه او شکلونه په خپله جوړ کړي.
خدای دې ستاسو حیا او ناموس وساتي
په راتلونکي کالم کې پر یوه بل انتخاباتي ټکټ غږېږو