د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپښتون قام د نسل وژنه

اتل
10.03.2014

محترمو وطنوالو، السلام علیکم
د افغانستان د نورو اقوامو ماشومان لکه څنګه چې لازم دي او الله تعلی هرانسان ته د زده کړې حق ورکړئ، هماغسې په زده کړه بخت دي، خو د پښتون ولس ماشومان د تعلیم نه محروم کیږي، ښونځي یې سوزول کیږي، رنګیږي او په ښونځیو او تعلیمي ادارو کې یې بمونه چول کږي.

طالبان صاحبان دا کار ددې دپاره کوي چې د پښتون نوئ نسل بې سواده شي، او بیا طالبان لکه د کندز او نورستان نه ماشومان په مختلفو پلمو راټول کړی او پاکستان ته یې بوزې، د تروریزم دپاره یې وروزي او بیا ځان مرګي حملې ورباندې وکړي. طالبان دومره خود خواه دي، چې دا فرق نه ورباندې کوي چې د پښتون د قام نسل وژنه کوي، خو یوازنئ هدف یې دا دې چې دوی د لاسه وتلئ قدرت بیرته ترلاسه کړي.

که طالبان واقعاً افغانان واي، او جهاد یې کولئ، نو په هغو سیمو کې چې ددوی تر کنترول لادندې دي، ښونځي به یې جوړ کړي وو، او ولس ته به یې ښودلې وه چې دوی د ولس خیر ښیګڼه په زړه کې لري، خو دوی نه یوازې چې دا کار نه کوي، بلکه ماشومان قصداً بې سواده کوي، ځکه چې طالبان متعلمین داسې آسانه نشي غولولې، لکه بېسواده ماشومان.

طالبانو د کندز نه ۲۷ ماشومان پاکستان ته روان کړي وو، چې په بغلان کې ونیول شول او ماشومانو نجات پیدا کړ. طالبانو پخوا د نورستان نه هم په لسګونو ماشومان کوچولی وو چې پاکستان ته یې بوزي، خو د لغمان امنیتي قواوو ونیول او بیرته یې خپلو کورنسو ته وسپارل.
=====
پاکستان ته ۲۷ قاچاق کېدونکي ماشومان په بغلان کې ونیول شول
• Saturday, 8 March 2014 23:59
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د بغلان امنیه قومندان پرون /شنبه/ وویل چې د ۲۷ ماشومانو، چې غالباً پاکستان ته د ځانمرګو بریدونو لپاره په قاچاق وړل کېدل، مخه نیولې ده.
د بغلان امنیه قومندان امین الله امرخېل رسنیو ته وویل: قاچاقبرو غوښتل چې دا ماشومان، چې عمرونه یې تر ۱۱ کلونو کشر دي، له کندوز ولایته پاکستان ته یوسي.
د ده په وینا قاچاقبرو غالباً غوښتل چې په پاکستان کې دغو ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو روزنه ورکړي.
تر دې مخکې په ځلونو داسي ماشومان له ځانمرګو واسکټونو سره نیول شوي چې په پاکستان کې ځانمرګو بریدونو ته هڅول شوي او افغانستان ته راستول شوي دي.
وسله وال طالبان وايي چې دوی په ځانمرګو بریدونو کې له ماشومانو کار نه اخلي خو تېره میاشت افغان امنیتي ځواکونو یوه ۱۲ کلنه ماشومه سپوږمۍ په هلمند ولایت کې مخکې تر دې ونیوله چې د پولیسو پر یوه پوسته ځانمرګی برید وکړي.
سپوږمۍ د خپل طالب ورور له لوري ځانمرګي برید ته اړ ایستل شوې وه.
سپوږمۍ د ولسمشر کرزي په امر بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه خو تراوسه څرګنده نه ده چې له هغې سره د کورنۍ غړیو څه چلن کړی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more