د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان او انتخابات

اتل
10.03.2014

السلام علیکم
محترمو پښتنو وروڼو، اسلام موږ مسلمانانو ته ارشاد کوي چې پر مسئلو کې سلا مشورې وکړئ اوخپل مشران د صلحې او رضا له لارې د ولس د اکثریت په خوښه وټاکئ. پښتو هم دغه خبره کوي. د پښتو دا متل حتماً ټولو اوریدلي چې وايي[کار چې په سلا شي، بې بلا شي].

خو زموږ محترمو طالبانو چې د حکمتیار صاحب اسلامي حزب د افغان حکومت پر خلاف د خپل جهاد همسنګر بولي، اعلان کړئ چې انتخبات به ګډ وډ کړي، د انتخاباتو په منسوبینو، او رایه ورکونکو باندې به مرګوني حملې وکړي.

خو حکمتیارخپلو پیروانو ته اعلان کړئ چې په انتخابانو کې هر اړحیز ګډون وکړي، او حزب اسلامی جمهوري ریاست ته خپل کاندید هم درولئ دئ. آیا طالبان او حزب اسلامي دواړه د اسلامي ارشادتو پیروي کوي که څنګه؟

آیا طالبان دیوه برحق او پراخ بنسټه انتخابي حکومت نه ویریږي؟
آیاد ولس په خوښه د ولسي حکومت انتخابیدل، د طالبانو خود سره تحربک، چې هره ورځ مسلمان ولس قتلوي، د خلکو په اذهانو کې نور هم منفوروي او د ولس کرکه د طالبانو په مقابل کې نوره هم قوي کوي؟
آیا طالبان ویریږي چې یو آزاد انتخاب شوئ حکومت به د ولس د ملاتړ نه بر خورداروي او بین المللي اعتبار به جلب کړي او د نریوالي ټولنې حمایت به ترلاسه کړي، او بیا به د طالبانو حرکت له منځه لاړشي؟
آیا طالبان ددې دپاره د انتخاباتو ګډوکوي، چې انتخابات ناکام شي او خارجي قواوې د ملک نه ونه وزي، تر څو دوی خپل تشد ته دوام ورکړي، څکه چې طالبان خپله بقا د تشدد په دوام کې ویني؟

طالبانو د انتخاباتو په حصه کې پخپله اعلانیه کې بې بنیاده ادعا ګانې ګړیدي. ددوی تولې ادعا ګانې غلطې دي، اوحتی د راتلونکي کاندید د ذهني حالت په برخه کې یې هم غیب کويي کړيده. طالبان د راتلونکې مشر د زړه او ماغزو نه څه خبردي؟ دطالبانو دغه ادعا هم د اسلامي ارشاداتو سره مغایرت لري.
=====
طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړ چې په انتخاباتو او انتخاباتي هلوځلو کې ګډون ونه کړي
• Monday, 10 March 2014 12:02
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- په داسي حال کې چې د بېلابېلو کاندیدانو په ملاتړ د افغانانو له شور او ولولې ډکې غونډې مخ په زیاتېدا دي، وسله والو طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړ چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکا د یرغل له لارې د افغانستان په نیواک کې له پاتې راتلو وروسته غواړي چې په غیر مستقیمې شیوې یعني انتخاباتو په افغانستان کې خپل حضور اوږد کړي.
طالبانو په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې امریکایان به یو په ظاهره افغان ولسمشر کړي خو ذهناً به امریکايي وي، فکر، کارونه او نظرونه به یې په ښکاره د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو خلاف وي.
طالبانو پر افغانانو ږغ کړی چې دا د دوی مسوولیت دی چې د یرغلګرو دا وروستۍ دسیسه، چې د انتخاباتو په نوم یې اجرا کوي، ناکامه کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي:« په خاص ډول له علماءکرامو، روحانیونو، سپین ژیرو(ږیرو)، د ولس مخورو، د پوهنتونونو، مدرسو اومکاتبواستادانو او تعلیم یافته اوباخبره کسانو څخه مو کلکه غوښتنه دا ده چې خپل ټول ولس د دښمن په دا ډول ناپاکو دسیسو پوه اوپه بدو عواقبو یې خبر کړي او د دې ټولني هرفرد فرد وپوهوي چي ستاسوهر یوه رایه اچول یا په دي ناولي پروسه کې برخه اخیستل د کفارو او د هغوئ له غلامانوسره د اسلام او وطن پرضد مرسته بلل کیږي او د دنیا او اخرت تاوان ته اوږه ورکول دي.»

خلک د ولسمشرۍ د کاندیدانو وروستۍ غونډې بې ساري بولي، وايي چې تر دې پخوا یې دومره لویې غونډې نه دي لیدلي
طالبانو له خلکو څخه په انتخاباتو کې د پرېکون د غوښتنې ترڅنګ خبرداری ورکړی چې د تشدد له لارې به انتخابات ګډوډ کړي او پر انتخاباتي کارکوونکو، فعالانو، انتخاباتو ته د خلکو پر بلونکو او د رای ورکولو پر مرکزونو به بریدونه وکړي.
په وروستیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د کاندیدانو په ملاتړ کې لویې غونډې وشوې چې له اوسني نظام څخه د ولسي ملاتړ پیغام یې رساوه. له همدې کبله طالبانو په خپله خبرپاڼه کې کمپاینونو ته هم د خبرداري ګوته نیولې، ویلي یې دي چې په جوماتونو، کلینیکونو، ښوونځیو، مدرسو او نورو عام المنفعه ځایونو کې به انتخاباتي هلوځلو ته اجازه ورنه کړي او له خلکو غواړي چې داسي غونډو ته ورنه شي کنې د خپل ژوند مسوولیت یې په خپله غاړه وي.
طالبانو تر دې پخوا د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې هم ورته خبرداري ورکړي او یو شمېر خلک یې وژلي او یا یې ګوتې ورپرې کړې وې خو له جنوبي ولایتونو پرته نورو افغانانو د طالبانو د خبرداریو پروا ونه کړه.
ښايي د طالبانو دا خبرداری بیا هم د دې سبب شي چې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې، چې دا ډله پکې زیات نفوذ او حضور لري، لږ خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more