سياست او روانې چارې
د کعبې امام د طالبانو تحریک ته خانګړی پیغام لېږلی
میرویس
06.03.2014
ګرانو وروڼو السلام علیکم
د فارسي ژبې دا بیت به حتماً چیرې ستاسې تر سترګو شوئ وي:
با خرابات نشینان زکرامات ملاف = هرسحن وقتی وهر نکته مکانې دارد.
ددې بیت په فلسفه کې هیڅ شک نشته چې هر شئ پخپل وخت او ځای کې خوند کوي.
د کعبې امام شیخ صالح بن حمید واقعاً په مناسب وخت کې د پاکستان طالبانو ته نیک پیغام لیږلئ دئ. هغه پخپل پیغام کې طالبانو ته ویلي چې د حکومت سره صلح وکړي او په یوه مسلمان ملک کې د ویني تویول حرام دي.
دپاکستان طالبانو او حکومت ته دې الله ددې همت ورپه برخه کړي، چې پخپلو کې صلحه وکړي، له برکته یې په سیمه کې دتششد جرړې ووزي، او زموږ طالبان او حکومت هم دا زده کړي، چې څنکه انسانان یو او بل ته د راکړې ورکړې له لارې خپل اختلافونه حل کولای شي او یو د بل په خوا کې د ملک په آبادۍ کې ګډ کار کولئ شي.
===
د کعبې امام د طالبانو تحریک ته خانګړی پیغام لېږلی
• Wednesday, 5 March 2014 22:35
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د سعودي عربستان د کعبې شریفې امام شیخ صالح بن حمید په پاکستان کې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې د مسلو د حل کولو غوښتنه وکړه.
شیخ صالح بن حمید د پاکستاني طالبانو تحریک ته په یوه ځانګړي پیغام کې ویلي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د کعبې امام طالبانو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د مسلمانانو په هیواد کې د وینې بهېدا روا نه ده.
ورځپاڼې دا هم ویلي چې د پاکستان له حکومت سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي مولانا سمیع الحق سعودي عربستان ته په تازه سفر کې د کعبې له امام سره کتلي او شیخ صالح بن حمید ته یې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
ویل شوي چې د کعبې امام د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې په پرمختګ او د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند پر اعلانېدا خوښي څرګنده کړه.
د کعبې امام تر دې پخوا ځانمرګي بریدونه د مسلمانانو لپاره حرام بللي و خو طالبانو د ده فتوا ونه منله.