د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

که یې طالب نه کوي، ولې یې غندي نه؟

میرویس
06.03.2014

د فورم ګرانو ګډونوالو، السلام علیکم
د پاکستان طالبانو چې د خپل حکومت سره خبرې اتر پیل کړئ نو یې دماکو ته هم زور ورکړ. حکومت وویل چې داسې نه کیږي چې هم به هغه کوې، هم دعه. حکومت خبرې ورسره وشلولې، اودطالبانو پرخلاف یې پوځي اقدامات وکړل، په لسګونو طالبان یې ووژل او ورته ویې ویل، تر هغې به خبرې اترې ورسره ونکړي چې طالبانو بی قید او شرطه اوربند نه وي کړئ.

طالبان چې پدې پوه شول چې حکومت قاطعیت ښيې او طالبان یې زور نلري، نو مجبور شول چې د حکومت غوښتنو ته غاړه کیږدی. هغه وو چې طالبانو یوه میاشت بي قید او شرطه یو طرفه اوربند اعلان کړي.

خو ددوی د اوربند داعلان نه وروسته په اسلام آباد کې پر محکمه حمله وشوه، او طالبانو وویل چې دوی لاس نه پکې لري. د هغې حملې مسؤلیت احرارالهند په نامه ډلې واخیست او ویې یل چې د طالبانو سره ارتباط نلري. حکومت طالبانو ته وویل چې که ددې ډلې او حملې سره اړیکې نلري نه دا حمله دې وغندي، خو طالبانو دا کار ونکړ.

ننئ خبر وایي چې په هنګو کې د کرمې د پولیټیکل اجنټ په شمولڅلور تنه يه یوه بمی چاودنه کې وژل شویدي.اوس یو سوال دادئ چې واقعاً طالبان صلحې ته متعهد دي او دخپل یو جانبه اعلا کړي اوربند رعایت کوي؟ واقعاً طالبان پدغو دماکو کې لاس نلري؟ که یې نلري، نو بیایې ولې غندي نه؟ که دا دماکې د پاکستاني طالبانو کار نه وي، نود چا لاس پکې دئ؟ دا چې طالبان دا حملې غندي نه، آیا داسې نور قوي جهتونه هم شته چې دغه حملې کوي، او طالبان ځینې ویریږي او دهغوی تشدد نشي غندلئ، او که واقعاً طالبانو ددخو حملو سره موافق دي او ددوی په رضا او مشوره دغه حملې کیږي؟
وروستئ پوښتنه دا ده چې آیا د پاکستان حکومت دا زغملئ شي چې له یوې خوا د صلحې خبرې پرمخ بوزي او له بله پلوه ددغو حملو ټپونه پخپله ډډه واخلي؟
====
هنگو : بمي چاؤدنه کې دپوليټيکل ايجنټ پشمول څلور کسان ژوبل شوي :
ددغه چاؤدنې په نتيجه کې پخپله پوليټيکل ايجنټ رياض محسود اؤ دوه نور مرستيال پوليټيکل ايجنټان اؤ يو تحصيلدار ژوبل شوى دى.

TEXT SIZE
06.03.2014
پيښور — دپاکستان دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې دکرمې ايجنسۍ دپوليټيکل ايجنټ په کاروان دزيارت په ورځ ترسره شوې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دپوليټيکل ايجنټ رياض محسود پشمول څلور کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه د پوليټيکل ايجنټ رياض محسود کاروان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ته روان ؤ چې دهنگو په ټل تحصيل کې پرې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه.

بمي چاؤدنه کې ژوبل کسان دعلاج لپاره کمپائنډ ملټري روغتون ته رسول شوي اؤ دپيښې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې ده.
دطالبانو اؤ پاکستان دحکومت لخوا ديو بل په ضد دوسله والو کارروائيو داودرولو داعلان څخه راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې ترهه گريزو پيښو کې يوځل بيا اضافه شوې ده اؤ دمارچ په ٥مه نيټه هم هنگو کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دسړک دغاړې بمي چاؤدنه شوې وه چې پکې دايف سي شپږ عسکر وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل شوي وؤ.
څيړونکي پوښتنه راولاړوي چې که هرکله دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دډزبندۍ باوجود هم په امنيتي ځواکونو دبمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو لړۍ نۀ تم کيږي نو بيا دغه مذاکرات اخر دکوم مقصد دپاره پرمخ وړل کيږي.
هنگو دقبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ سره گډه پوله لري ، کومه چې دپاکستان دهاغو قبائيلي سيمو څخه يوه ده چرته چې باور کيږي دطالبانو اؤ القاعده سره تړلو جنگيالو خپلې محفوظې ځالې جوړې کړي دي..
http://www.voadeewaradio.com/

Re: که یې طالب نه کوي، ولې یې غندي نه؟

pattang
06.03.2014

ښه نو ته اوس دا راته ووايه چې پردې تجارتي اعلان cia څو دالره
درکوي !

[quote:145d703c0f="میرویس"]د فورم ګرانو ګډونوالو، السلام علیکم

http://www.voadeewaradio.com/[/quote:145d703c0f]

میرویس
11.03.2014

پتنګه روروه، السلام علیکم
دا متل خو به دې اوریدلئ وي، چې زړه دې دومره کوچنئ دئ، کنځل ولې کوې؟
وروره چې د طالبانو د اعمالو دفاع نشې کولئ، ولې خپل ایمان او ضمیر آزادوې نه؟
وویایه چې طالبان ناروا خلک دي، نا روا کارونه کوي، او الله دې دوی ته د نیکۍ هدایت وکړي.
په درناوی.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more