د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

هر وخت چې د تاوان مخه ونیول شي، ګټه ده.

اتل
27.02.2014

قدرمنو او مهربانه وطنوالو، السلام علیکم
که د پاکستاني طالبانو پرخلاف څو کاله مخکې دغسې ائتلافونه جوړ شوي واي، نه به دومره انسانان وژل کیدل او نه به هم ملک او سیمې ته تاونونه اوښتل. خو بیا هم وخت له وخته ندئ تیر.
هروخت چې د نقصان مخه ونیول شي ګټه ده.
====
د پاکستان مذهبي ګوندونو طالب ضد ايتلاف جوړ کړ
• Thursday, 27 February 2014 20:20
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د پاکستان مذهبي ګوندونو د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې په یوه غونډه د طالبانو پرضد یو ايتلاف جوړ کړ.
دې ايتلاف، چې غړي یې د سني مذهب د بریلوي فرقې پلویان دي، نن اعلان وکړ چې طالبان او د هغوی پلویان د اسلام دښمنان دي.
د دې مذهبي ايتلاف په وینا له طالبانو سره خبرې اترې ممکنې دي.
دې ډلې په عین حال کې د پوځي عملیاتو له لارې د طالبانو د یو مخ له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځ او حکومت د هڅو ملاتړ وکړ.
د طالبانو ضد دغه ايتلاف د جمعې ورځ په ټول پاکستان کې د طالبانو ضد ورځ اعلان کړه.
بریلویان، چې اهل سنت والجماعت هم بلل کېږي، هغه اسلامي فرقه ده چې دوه سوه ملیونه پیروان لري.
له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان نن په پېښور کې وویل، حکومت له طالبانو سره په خبرواترو کې خپله پالیسي بدله کړې ده.
«تراوسه د حکومت پالیسي دا وه چې خبرې وکړي. خو د مقابل لوري د حملو او تروریستي فعالیتونو د دوام له کبله حکومت د خبرواترو د پروسې ترڅنګ په خپله پالیسي کې بدلون راوستی دی. او تغییر دا دی چې حکومت به خبرواترو ته دوام ورکړي خو د مقابل لوري هر ډول تشدد ته به په پوره قوې ځواب ورکړي.»
ویل شوي چې د پاکستان پوځ د طالبانو پرضد وروسته له دې عملیات پیل کړل چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د سولې هلې ځلې ناکامې شوې.

محترمانو:
طالبان باید پدې پوه شوی واي، چې ظلم او ناروا بقا نلري. دوی هره ورځ د اسلام او مسلمان پرخلاف کاراوایي کوي. طالبانو آخر د پاکستان د مذهبي ګوندونو زغم ختم کړ او هغوی یې مجبور کړل چې د طالبانو پرخلاف ودریږي.
طالباو ته پکار دي چې استغفار وباسي، د الله جل جلاله او ولس ارادی ته غاړه کیږدي.
په احترام


پتوال
03.03.2014

اتل صاحب ته سلام !

تر څو پنجاب له طالب څخه د پښتنو په تباه کولو کې کار اخیستلای او طالب يې تیرایستلای او کنترولولای شو نو طالب لر او بر د پنجاب د سیاسي ملایانو د سترګو تور او د زړه ټکور و!
خو خیسته ډير وخت کیږي چې دوی په لر طالب خپل کنترول له لاسه ورکړی او له ټکر سره یې مخامخ دي!
ددې بهیر منطقي پایله داده چې پنجاب نور دوی په یو اړخیزه او ړنده توګه د پښتنو پر ضد او د پنجاب په ګټه نشي څرخولی او همدا علت دی چې نور مخکې له دې چې له طالب سره قامي ملي اندتوګه را پیداشي دین هم د طالب په ضد را ژوندی او ګړندی کړي څو پاکوستاني طالبان پرې ګوښې کړي.

خو ان شاالله هغه ډبره چې پنجاب د پښتنو پر ضد پورته کړې ده په خپلو پښو به يې ضرور رالویږي ، ځکه چې الله سبحانه وتعالی مطلقاً عادل دی!

په ورته ډول که اشغالګر او ګوډاګیان يې له بر طالب سره هم د سولې خبرو ته کښیني نو ان شا الله د سولې بری به د طالب بری او د سولې ناکامي به د اشغالګرو او ګوډاګیانو ناکامي وی !!!!
هو! له شک پرته : د سولې بری د طالب جان دی او ماته يې د اشغالګرو ماته ده !!!!!


اتل
05.03.2014

دروند اوپتمن پتوالصاحب، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
میړنیه پښتنه او د افغان توریالیه شمله جګه وروره، لکه چې د مسئلې اصلې روح دې و تنخڼوله. ستاسې د څرګندونو نه داسې ښکاري چې د پنجاب آخندان د لر پښتون د مهار کولو نه پرته بل هدف نلري، او د تاریخ په اوردو کې دوی د لر پښتون په لوبولو کې بریالي وو، خو اوس یې ترووده لاندې مارد وودې وتلئ، نو دا ډول نخرې کوي.
ستاې د خبرو نه داسې ښکاري چې لر پښتون آزاد قبایل دي او پنجابي آخندان غواړي چې د قبایلو نه آزادې او خود مختاري صلب کړي، او دا ټولې هلې ځلې د همدې دپاره روانې دي. او لر پښتون نورد پنجابي آخندانو ږغ ته غاړه نږدي باغي شویدئ، او ددې جګړې اصلي زړئ همدغه دئ.

که دا خبره حقیقت ولري، نو بیا ولې طالبان دپښتنوالۍ داعیې ته دمذهب او جهاد رنګ ورکوي، خارجي مذهبي افراطیانو، بدعتیانو او ترورستانو ته ددې فرصت ورکوي چې په قبایلو کې ځالې وکړي، د جهاد په نامه مسلمانان ووژني او د خارجي ملکونو دښمني د القاعدې په سر په ځان تحمیل کړي.

طالبان ولې د مذهبی لیونیانو پر ځای د پښتنود ملاتړخواست نه کوي، چې داعیه د پښتون شي، او ترور او دهشت د علاقې نه ورک شي. ايا د بدعتیانو ملاتړ ډیر مهم دئ او که د ګرد پښتون؟
په الله دې سپارم.


pattang
05.03.2014

له سياسته لرې ګرزه چې اصلي څېره د مالومه نشي !
تا تر اوسه پورې خپله خلقي چالاکي نده هېره کړې !
لوده ته دا راته ووايه چې هغه کوم له صليبيانو څخه دازادي پاڅون دی

او وو چې اسلامي بڼه يې نلرله ؟ هغه يواځې مسلمانان دي چې قرباني

ورکوي نه ستا مذدور کرزی او نه دهغه اجيره او مذدوره دالري اردو!

[quote:bbfac8446b="اتل"]
طالبان ولې د مذهبی لیونیانو پر ځای د پښتنود ملاتړخواست نه کوي
[/quote:bbfac8446b]
داپورته هم سياسي خبره ده چې تا ليکلې؟ لکه چې خپلې مذدوري ته
خوشاله وې او کيفي ډزد کړی وي ؟

اوس ته دا راته ووايه چې طالبان له کومو با قدرته پښتنو څخه ملا تړ
وغواړي ؟ ؟

له کرزي څخه ؟ چې د cia په مکتب کې لوی شوی دی او که له
شېرمحد کريمي څخه؟ چې اول د kgb غلام وو او اوس د cia !
اوکه له اولس څخه چې cia په خپله اقتصادي شيطاني په نس وږی
ساتلی دی !
بې ناموسانو پنجاب ستا سو په خاوره کې تاڼې جوړې کړې او هره ورځ
مو له سرحده در اوړي او تېری کوي خو تاسو ستر ګې مړې نيولې دي
نه نه تاسو ددالرو بې ناموسه غلامان ياست کوم کار چې cia درته
وایې هغه کوۍ !
او cia تاسې د طالب په مخ جنګوي خو په اصل کې مو په پنجاب
خرڅوي او يوه فاسده ټولنه درڅخه جوړوي !!

تف لانت په داسې غيرت !!

[quote:bbfac8446b="اتل"] ...
که دا خبره حقیقت ولري، نو بیا ولې طالبان دپښتنوالۍ داعیې ته دمذهب او جهاد رنګ ورکوي، خارجي مذهبي افراطیانو، بدعتیانو او ترورستانو ته ددې فرصت ورکوي چې په قبایلو کې ځالې وکړي، د جهاد په نامه مسلمانان ووژني او د خارجي ملکونو دښمني د القاعدې په سر په ځان تحمیل کړي.

طالبان ولې د مذهبی لیونیانو پر ځای د پښتنود ملاتړخواست نه کوي، چې داعیه د پښتون شي، او ترور او دهشت د علاقې نه ورک شي. ايا د بدعتیانو ملاتړ ډیر مهم دئ او که د ګرد پښتون؟
په الله دې سپارم.[/quote:bbfac8446b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more