د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د حقاني د شبکې د کمزورې کیدو علتونه

میرویس
27.02.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه وړاندې کوم
د جنوی علاقو اوسیدونکي، د ورځنیو چارو ماهران او د سیمي مقامات وايي چې د حقاني د شبکې مړاندې سستې شویدي، د مخامخ جګړو توان یې د لاسه وتلئ، او اوس د ځان مرګي حملو او په لویو لارو کې د چاودونکو موادو د خښولو نه پرته یې نور څه د لاسه نه کیږي.

رپوټ چې د ذکر شوو منابعو په حواله لیکل شویدئ وايي، د حقاني د شبکې دتشدد پیښې بیخې کمې شویدي او حتې ددې توان هم نلري چې په سیمه کې د عام المنفعه لویو پروژو چې مخکې یې اجازه نه ورکوله، د عملي کیدو مخه ونیسي.

دغه منابع د حقاني د شبکې دکمزوري کیدو علتونه دوه ګڼي.
یو خو د بې پیلوټه الوتکو په ګذارونو کې د حقاني د شکې مهم کسان وژل شوی، او د افغان او خارجي قواوو په عملیاتو کې هم وژل شوي او نیول شویدي.

اوبل علت یې پخپله د حقاني د شبکې غیر ولسي اعمال لکه په غټه پیمانه د ولسي خلکو قتلونه، په عامه محضرونو کې چاودنې او د بارسوخه قومي مشرانو قتلول دي.

نتیجه داشوه چې له یوې خوا د حقاني د شبکې د غړو او قوماندانانو وژل کیدو او نیول کیدو دا شبکه کمزورې کړیده، او له بلې خوا ولس مخ ترې اړولئ دئ او نوريې څوک ملاتړ نه کوي.
په درناوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more