د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د طالبانو جنګي مؤثریت د سقوط په حال کې

میرویس
25.02.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
طالبانو د ماینونو د خښولو او په ولسي خلکو باندې د حملو نه پرته نورجنګئ موثریت بایللئ دئ.
د غزني په اندړو کئ ۱۷ تنه او د ننګرهار د ولایت د حصارک په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه طالبانو د افغان قواوو په عملیاتو کې وژل شویدي.

د افغان قواوو هم په شمیرکې زیاتوالئ راغلئ دئ، او هم یې په جنګي پوهه او لیاقت کې پرمختګ کړیدئ. پدې وجه طالبان نور دافغان قواوو په مقابل کې ټیک نلري، او ورځ تر بلې کمزوري کیږي.

د کابل په شمول د افغانستان په بیلو بیلو برخو کې دطالبانو حملې مخکې دمخه شنډې شویدي، د انتحاري حملو مخه نیول شوي، په ځینې ځایونو کې ښونځي بیرته پیل شوي، او طالبان د تیښتې په حال کې دي. له بلې خوا د طالبانو مشر قوماندانان او د مشرۍ د کدر غړی په هدفي حملو کې وژل شویدي. دې کار د طالبانو په جنګي روحیه منفي اثر کړئ او د طالبانو د کمزرۍ سبب شویدي.
که دا جریا همداسې دوام وکړي، د طالبانو سقوط به نور هم ګړندئ شي.
طالبان غیر لدې چې د پردیو د مزدورۍ او غلامۍ نه لاس واخلې او د خپل ملک سره صلحه وکړي، بله چاره نلري.
آلله دې دوی ته بصیرت ورکړي.


watan jan
03.03.2014

ما مخکې هم درته لیکلي وه چې له طالبانو سره ستا دښمني، دوطنپرستۍ په روحیه نه ده ولاړه.
بلکه له دې لارې غواړې داشغالګرو جرائمو ته په افغانستان کې لارې جارو کړې.
ته نه دملکي خلکو غم اخیستی یې، نه دښوونځیو له غمه مړ یې، نه د پاکستان په غم کې یې.... ستا یوازینی مقصد دا دی چې څرنګه بهرني اشغال ته مشروعیت ورکړې
که داسې نه وي، زه خپله پوښتنه بیا تکراروم چې ایا که له طالبانو سره د مخالفت ټول عوامل ورک شي، او یا یو سوچه افغاني خوځښت راپیدا شي، چې نه له پاکستان سره اړیکي لري، نه ښوونځي سوزوي، نه ملکي خلک وژني، نه ستا په اصطلاح انتحاري بریدونه کوي، نه له هیواده بهر په هیواد کې حملې کوي او داسې.... خو:
دبهرني اشغال په وړاندې او د خپل وطن د ازادي او استقلال لپاره وسله واله مبارزه کوي،
ایا بیا به یې ومنې؟
په یقین سره ویلی شم چې نه یې منې
ځکه چې له خارجي اشغال څخه حمایت ستا دنده او هدف دی


pattang
03.03.2014

دا منافقين دبشر دوښمنې cia هغه وينې خوړونکي Vampire دي چې
دا کار وشي نو دوی بيا کله وينې څښلی شي او کله دالر پيداکولی شي !
په جنګ او وينه تو يولو کې ددوی او دصليبي اسلحه جوړونکو فابريکو
ګټې دي خو وژل کېږي پکښې افغانان مسلمانان !!!

[quote:43a7307f1b="watan jan"]ما مخکې هم درته لیکلي وه چې له طالبانو سره ستا دښمني، دوطنپرستۍ په روحیه نه ده ولاړه.
بلکه له دې لارې غواړې داشغالګرو جرائمو ته په افغانستان کې لارې جارو کړې.
ته نه دملکي خلکو غم اخیستی یې، نه دښوونځیو له غمه مړ یې، نه د پاکستان په غم کې یې.... ستا یوازینی مقصد دا دی چې څرنګه بهرني اشغال ته مشروعیت ورکړې
که داسې نه وي، زه خپله پوښتنه بیا تکراروم چې ایا که له طالبانو سره د مخالفت ټول عوامل ورک شي، او یا یو سوچه افغاني خوځښت راپیدا شي، چې نه له پاکستان سره اړیکي لري، نه ښوونځي سوزوي، نه ملکي خلک وژني، نه ستا په اصطلاح انتحاري بریدونه کوي، نه له هیواده بهر په هیواد کې حملې کوي او داسې.... خو:
دبهرني اشغال په وړاندې او د خپل وطن د ازادي او استقلال لپاره وسله واله مبارزه کوي،
ایا بیا به یې ومنې؟
په یقین سره ویلی شم چې نه یې منې
ځکه چې له خارجي اشغال څخه حمایت ستا دنده او هدف دی[/quote:43a7307f1b]


پتوال
03.03.2014

د خپلې پوښتنې ځواب پخپله ویل ښايي په مخامخ لوري یو ناحقه تور او تهمت وګڼل شي، نو له ښاغلي میرویس خان څخه به هیله وکړو چې د و‌طن جان صیب ځواب په نره ورکړي ، څو لوستونکي ددواړو په موخه و پوهیږي او قضاوت وکړي چې څوک په سمه روان دی.
متل وايي :
چیرته چې جان وي هلته به خان وي او چیرته چې خان وي هلته ماخان وي. نو میرویس خانه وردانګه پرې جانانه !


میرویس
04.03.2014

وطن جانه، پتوال صاحب، او نازولئ پتنګ صاحب، السلام علیکم.
اول خو به دا درته ووایم، چې ښایي زموږ ملک ته د پردیو قواوو په راتګ تاسې دومره خپه نه یاستئ لکه زه چې یم. د زړونو مالک هم خدای دې، تاسې زما د زړه نه خبر نه یاستئ.
اصلي خبره داده چې دغو قواوو خپله لکۍ ګنډه کړیده، نیمایي یې ووتلې او نورې یې هم د وتلو په حال کې دي. دغه قواوې د القاعدې، نورو ترورستانو او طالبانو د نه عاقبت اندیشه پالسیو اعراض دي، او زموږ په ملک کې ابدې حضور نشي لرلئ.

اندیښنه د طالب او د هغوی د بړیځو حضور او بالخصوص د هغوی پالسۍ دي چې زموږ پرملک تر دایمي یا اوږدې مودې اثر کولای شي. طالب نه د حکومت جوګه دئ، نه د متداول علم او معرفت. طالب عقیدوي نظام غواړي، داسې نظام چې هم ولس تباه کوي او هم ملک. طالب د مذهبي احساساتو یوه غولونکي او نه عملي کیدونکی مجموعه ده چې نه اصلي او حقیقي اسلامي نظام چلولئ شي نه هم عنعنوي نظام. طالب ددین او پښتونولئ ترمنځ په هوا کې معلق دئ.

وزن جانه، که هر داسې نظام راشي، لکه تاسې چې يې ذکر کړئ زه یې زر په زرو کې طرفدار یم. زه ان د نوي یمې په لسیزه کې چې د شمال ټلوالې، ګیلم جمع او حکمتیار ډلو ټپلو کابل وران کړ او په ملک کې یې دقتال زانګو په ټالونو راوسته، د طالبانو سرسپرده طرفدار وم. طالبانو د خپل قدرت په وخت کې مخدره ماد ورک کړل او امنیت یې راوست. خو ورسره یې ملک وران کړ، زندانې ترې جوړ کړ، په القاعده یې زموږ ملک دې حالت ته راوست. خو اوس طالبان د مخدره موادو کسب کوي او په ملک کې د بې ثباتۍ علت دوی دي.
طالبان چې نور افغان ولس نشي غولولئ، د وخت په تیریدو یې زور خیژي او د انحطاط په ځوړ روان دي.

الله دې زموږ ملک په خیر خیرت آزاد کړي او ټول اسلام ته دې خیر پیښ کړي.
ټاسې دې هم ژوندې وئ وروڼو.


Hashmat Kahn
04.03.2014

پتنګه!
د خپل بام واوره په نورو مه اچوه. د د مظلومو افغانانو وینی خو ستا باداران (طالبان) تویوي ، د باروتو فابریکو ته خو تاسی ګتې ورسوي چې هره ورځ ملکی او پوځې خلکو ته ماینونه ښخوي.
حشمت


pattang
04.03.2014

ميرويس جانه که دالفاظو ته سړی ځير شي او منځ یې وسپړي نو
دافغان ملتي او خلقي بوی ترې راځي ! کوم قضاوت چې ته یې د طالب
په برخه کوې ،کوم نوی شی ندی او هغه دفاسد دولت دساري
اونه روغېدونکي مرض اوږدول دي خو اولس دې مريضي خره ته
نورانتظارنشي ايستلی چې کله به ښه کېږي خود نه ښه کېدو وړدی !
دغه نور د وطن پالنې غږ دې خوشې سياسي... ګيري ده چې دالر
در کړي په هيچا هم بند نه یې او دملګرو سوالوته دې خوشې غلونکی
ځواب ورکړی دی !
له نجس او مردار ستل/بوکې نه هرعناصر چې راباسې په يوو ټاکلي نسبت چټل وي !
وروره طالبان بېګانه انسانان ندي ، هغه زمونږ دکلي خلک دي چې زه
یې پېژنم او ايمان پرې لرم !
په جنګ کې درېمګړي خلک پيسې پيدا کوي !

[quote:ed5ad6c71f="میرویس"]........
اندیښنه د طالب او د هغوی د بړیځو حضور او بالخصوص د هغوی پالسۍ دي چې زموږ پرملک تر دایمي یا اوږدې مودې اثر کولای شي. طالب نه د حکومت جوګه دئ، نه د متداول علم او معرفت. طالب عقیدوي نظام غواړي، داسې نظام چې هم ولس تباه کوي او هم ملک. طالب د مذهبي احساساتو یوه غولونکي او نه عملي کیدونکی مجموعه ده چې نه اصلي او حقیقي اسلامي نظام چلولئ شي نه هم عنعنوي نظام. طالب ددین او پښتونولئ ترمنځ په هوا کې معلق دئ.
....................
.[/quote:ed5ad6c71f]


pattang
04.03.2014

هغه باروت مونږ مخ کې ستاسو له اشغاله ځخه هم لرل خو دملت دساتنې
لپاره اوس هغه مواد داشغالګرو دمر دارولو لپاره په کاريږي !
اولس مې ته وژنې او لاس یې پر ما پاکوې؟
خدای مو په اوکرائين کې اقتصادي داسې اخته لره چې ينکي ستا په
چټله مذدوري کې هم بند پاته شي !!

[quote:b909b6fd31="Hashmat Kahn"]پتنګه!
د خپل بام واوره په نورو مه اچوه. د د مظلومو افغانانو وینی خو ستا باداران (طالبان) تویوي ، د باروتو فابریکو ته خو تاسی ګتې ورسوي چې هره ورځ ملکی او پوځې خلکو ته ماینونه ښخوي.
حشمت[/quote:b909b6fd31]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more