د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د سولې خبرې له چا سره؟

اتل
24.02.2014

قدرمنو، السلام علیکم
[فارن پالیسي مجله پوښتنه راپورته کوي چې آیا له هغو وسله والو سره د سولې خبرې اترې کیدای شي چې په ازاد مټ خلاف ورزي کوي، له تشدد نه کار اخلي او د هغو ټولو د له منځه وړلو خبره کوي څوک چې د دوی په شان سخت دریځه عقیده نه لري؟ او یا د دغو شان بریدونو خلاف د دوامداره امن او د جمهموري اقتدارو د حفاظت لپاره پوځي کاروايي یواځنۍ لاره ده که څنګه]؟

طالبان چې د خپلې عقیدې خلاف ټول خلک له منځه وړل غواړي، نو په حقیقت دوی غواړي چې ټولې ولسي پرګنې ووژني، او بیا به په عرونو،بیابانونو او وحشي حیواناتو پاچاهي کوي؟
مګر حقیقت دادئ چې د طالبانو سرونه د قدرت لیوني باد وهلي، نه د شریعت د نافذ کولو خیالاتو او او افکارو. که طالبانو شریعیت غوښتئ، نو بیا ولې د شریعت په سترګو پخپله دوی پښې ږدي. د طالبانو خود ساخته او خود بافته جهاد چیرې هم جهاد ندئ، بلکه د قدرات د پاره د مسلنمانانو قتل دئ. که طالبان جهاد کولې، نو بې ګناه مسلمانان به یې نه وژل او په ځپلو ډلو کې به يې مسلمان کشي هم نه کوله.
لکه چې د فارین پالسې مجله هم د طالبانو په منافقت پوهیدلې ده، ځکه چې وایي طالبان په ملک کې د خپل ډول د شریعت انفاذ غواړي. یعني په اسلامي شؤنو ولاړ بر حق شریعت نه، بلکه دطالبانو خود تراشیده شریعت.

دفارین پالسي داخبره چې د چا سره خبرې؟ بالکل ثابته شوه چې طالبان خبرې نه غواړي، بلکه په وچ زور او سر تمبګۍ غواړي حکومت چپه کړي او د اسلام په نامه بدعت وکړي.

طالبانو چې د حکومت سره په خبرو کې صداقت ونکړ، او د حکومت ددوکه کولو په چار کې یې په لسګونو مسلمانان ووزل، د حکومت حوصله یې ختمه کړه، او حکومت هم دنن په شمول دطالبانو سره خبر په جریان د طالبانو لسګونه جګړه ماران ووژل.

طالبان باید د قرآني ارشاداتو په رڼا کې صداقت او امانت کاری هم زده کړي. طالبانو اوس ضد او نقیض ډرنامې خپرې کړیدي. اوس یې چې زور ولید چې یوه ډو‌ۍ څو پتیرې کیږی، نو یې اعلان وکړ چې اساسي قانون نه منو، خو خبرو ته تیار یو. طالبان لکه ماشومان داسې دي. ماشوم هم چې مرور شي نو دسترخوان ته نه ورځې چې ګواګی قهر مې کړئ ډوډۍ نه خورم

خو مور یې چې ډودۍ ورته بیلوي، نو د سترګو ترکونجونو ورته ګوري او وایي چې زه خو ډوډۍ نه خورم، هر چاته یې چې ساتي کمه ده.
الله دې طالبان تو عقل او بصیرت ور په برخه کړي.
======
ملیحه امیر زاده
21.02.2014
مجله لیکي دا هغه پوښتنې دي چې نن سبا پرې په پاکستان کې بحث تود دی چې د جمهوریت پلویان یو واری بیا د هېواد د مستقبل لپاره کوششونه کوي. خو دا ځل دوی د پوځ نه بلکه له طالب وسله والو سره مخامخ دي.

د مجلې په خبره د جمهوریت په لور د پاکستان د پرمخ تللو باوجود د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د مذاکراتو پيل دغه هیلی په شک کې اچولي دي.

د ډېرو کلونو لپاره د خواري نه پس چیرته پارلیمان د استبدادي واکمنانو نه خلاص شو خو اوس طالبان د ایین بالا دستي نه مني او اسلامي جمهوریت ېې غېر اسلامي بللی دی.

دوی غوښتنه کوي چې د ایین پر ځای د دوی د فکر شریعت نافذ کړل شي چې هم دغه ېې د امن لپاره شرط اېښې دی.

د دوی لخوا دهړکې ورکړل شوي دي چې ۵۰۰ ښځینه ځانمرګي برید کونکي ېې د حملې لپاره تیاری ساتلي دي.

بلخوا د سي این اې نومي څېړنیز مرکز په رپورټ کې ویل شوي دي چې د روان کال تر اخره د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته به په افغانستان کې امنیتي حالات د لا نورو چېلنجونو سره مخامخ وي، د طالبانو د یاغیتوب نه به د هېواد استحکام ته زیات ګواښ ورپېښ وي او له القاعده سره تړلی وړه ډله به د هېواد په شمال شرقي برخه کې په لری پرتو سیمو کې فعاله وي.

رپورټ وايي چې په افغان ملي پوځ او پولیسو کې د درې لکه دری اویا زره څلور سوه برابر نفري ته به ضرورت وي چې د موجوده شمېر نه اوس هم کم دي خو د اداری په خبره دا بیا د هغه شمېر نه زیات دی چې په 2012م کال کې په شکاګو ښار کې د نېټو په سرمشریزه غونډه کې ېې اندازه شوې وه.

اداره وايي، د ضرورت مطابق شمېر نه کم پولیس او پوځ لرل به د افغانستان د استحکام لپاره ګواښ وي او ورسره به په هېواد کې د امریکا د پالیسي هدف کامیابي حاصله نه کړي.

سي این ای تحقیقاتي مرکز وايي، د افغان ملي پوځ جوړښت او شمېر چې کوم یی دوی تجویزوي، د موجوده پوځ د ډانچې نه بدل دی.

اداره زیاتوي افغان ملي پوځ زیاته کامیابي هغه وخت تر لاسه کولی شي چې د نورو پوځي یونټو پرځای د مرستې زیاتی یونټي و لري او د پوځ څه برخه د کمو خطر لرونکو سیمو نه هغو سیمو ته منتقل کړل شي چیرته چې زیات خطر ورپېښ وي.

اداره وايي، له دغو ګامونو سره به د 2018م پورې د افغان پوځ د کامیابۍ امکان زیات شي او ورسره د جګړې د ختمولو په لړ کې مزاکراتي سیاسي جوړ جاړي ته هم لاره برابریږي.

د ادارې په خبره د افغان پوځ او د هېواد امنیت لپاره د امریکا او نړیوالی ټولنی مالي مرسته او نور ملاتړ هم ډېر ضروري دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more