د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په ښو کې تلوار په بدو کې مدلر

میرویس
24.02.2014

ګرانو پښتنو، سره لدې چې د طالبانو نطاق ویلي چې د معتصم آغا جان په مشرۍ د افغان د سولې د عالي شوری ترمنځ غونډه د افغانستان د اسلامي امارت سره تړاو نلري او ملا آغا جان ددوی نماینده ندې، خود آغاجان له خوا خپره شوې ویناوایي چې د افغانستان دطالبانو اسلامي تحریک او افغان هیئت تر منځ خبرې ګټورې وې او دغه راز د افغان حکومت د خارجه وزارت نطاق هم وایي چې دا خبرې ګټورې وې او دا مهمه نده چې د طالبانو نطاق پدې ازتباط څه ویلي دي.

خو دا خبره لا نده جوته شوې چې ملا آغاجان چې وایي د افغانستان دطالبانو اسلامي تحریک، مقصد یې د افغانستان اسلامي امارت دئ او که هغه د افغانستان د طالبانو د تحریک په نامه کومه بله ډله جوړه کړیده چې د افغانستان د اسلامي تحریک بدیل شي.
متل دي چې وايي[په ښو کې تلوار، په بدو کې مدار].
په هر صورت ددوبۍ او دې ته ورته کوښښونه د قدر وړدي.
د ملا معتصم آغا جان بیان لراوبر خپور کړیدئ.
=====
ملا اغاجان معتصم وايي له افغان دولت سره يې خبري کړيدي
ملا اغاجان متعصم
Larawbar.com 2014-02-23
بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان دطالبانود اسلامی تحریک او دسولې د عالي شورا د هئیت ترمنځ د مذاکراتو په اړه د اسلامي تحریک اعلامیه

څنګه چې د طالبانو د اسلامي تحریک مشرانو په وروستيو ورځو کې د عربی متحده اماراتو په ښار کې غونډه وکړه اوپه افغانستان کی د تلپاته سولې، د اسلامي نظام دتحکیم او روان ناورین ته دبین الاافغاني تفاهم په فضا کې د یوه داسې سوله ایزه حل لټول چی له يوه پلوه د قضیی ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي او له بله پلوه داسلامي نظام حاکمیت او د زرګونو شهیدانو موخې او ارمانونه پکې پوره کړای شي،او په دې برخه کې يې د خپل نقش د ترسره کولو لپاره چمتو والی وښود. د غونډې د همدغې پریکړې په رڼا کې د طالبانوداسلامی تحریک يوه څلور کسیزه جګپوړي هئیت دسولی د عالی شورا له يوه لوړ رتبه څلور کسیزه پلاوي سره وکتل.

دغه خبرې اترې د افغانستان روان بحران ته د پای ټکې د ايښودلو په صادقانه جذبه او ولوله پیل شوې او دواړو غاړو ژمنه وکړه چې په ګران هیواد کې د تلپاتې سولې اوثبات او داسلامي ملي نظام د حاکمیت لپاره به په صاقانه ډول کارکوي او کوښښ به کوي چې د افغانستان د معضلې ټول ابعاد په دقیق ډول وڅیړي او د ثبات د راوستلو د پاره د عارضي حل پر ځای دایمي او تلپاتې حل ولټوي او ټول ذیدخله جهتونه وهڅوي چې د قرآني ارشاداتو په رڼاکې د سولې او ثبات لپاره خپل مسؤلیت درک او په جدّي توګه د سولې دپاره ګامونه پورته کړي.

دطالبانو د اسلامي تحریک استازو د هغو افغاني او طالب بندیانو د خلاصون له امله د افغان دولت د مشر ښاغلي کرزي قدرداني وکړه چې وار دمخه يې زمونږ په غوښتنه د بګرام له زندانه خوشي کړل. همدا راز د اسلامي تحریک پلاوي د سولې دعالي شورا د پلاوي په توسط د افغانستان له حکومت نه وغوښتل چی د یوه رغنده سوله ایز بهير د پیلولو لپاره اړینه ده چې حکومت دې ټول هغه افغانان چې په یوه او بل نامه په بندیخانو، توقیف خانو او نورو پوځي او استخباراتي کمپونو کې ساتل شوي په فوري ډول خوشې کړي. د غونډې برخه والو دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا او ټولو بین المللي مؤسساتو څخه وغواړي چې د اسلامي تحریک د مشرانواو نورو اعضاؤ نومونه په سملاسي ډول له تور لست څخه وباسي او ټول هغه قیود او حدود چی ددوي په سفرونو او نورو هڅولګول شوي لغو اعلان کړی
همداراز افغان حکومت باید د دغه سوله ايز بهیر په جريان کې په خپل تشکیل کې له ټولو هغو کړنو، تقرراتو او اقداماتو نه لاس واخلي چې د افغانستان اسلامي هویت، تشخّص اوملي وحدت ته ګواښ متوجه کولای شي.
په یاده غونډه کی ددواړو خواوو استازي په دې سلاشول چې اسلامی تحریک به دعلماء کرامو، پوهانو او ملي مشرانوداسې یو هئیت تشکيل کړي چې له یوه پلوه قضيې ته خواخوږي وي او له بل پلوه یې نومونه په تور لیست کې نه وي ترڅو په راتلونکې کې د معضلې د حل لپاره په ټولو مجلسونو کنفرانسونواو مذاکراتو کې د هيواد په دننه او دباندې کې په خلاص مټ برخه واخلي.
په پای کې د مجلس ګډونوالو دلوی رب جل جلاله له دربار نه وغوښتل چې د خپل فضل او کرم سره افغانستان له روان ناورین نه خلاص او دافغانستان وګړي په هوسا بسیا او اسلامي نظام باندې ونازوي.

دافغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک
مطبوعاتي دفتر


Re: په ښو کې تلوار په بدو کې مدلر

pattang
24.02.2014

انډيواله له سياسته لرې ګرزه خپل وخت دې په بل شي ضايع کړه!
دغه کاردې له ګټې نه نقص ډېر کوي !
که په جرمني کې اوربشې وی ما درلېږلې وې چې دوماغ دې تازه
شوی وی ! داسې ګمان کوم چې اغاجان په ترکيه کې ډېرې اوربشې
خوړلې دي !

اهاهاها کله به تاسې خپله لاره پېژنۍ؟

[quote:3c6fb633ff="میرویس"]ګرانو پښتنو، سره لدې چې د طالبانو نطاق ویلي چې د معتصم آغا جان په مشرۍ د افغان د سولې د عالي شوری ترمنځ غونډه د افغانستان د اسلامي امارت سره تړاو نلري او ملا آغا جان ددوی نماینده ندې، خود آغاجان له خوا خپره شوې ویناوایي چې د افغانستان دطالبانو اسلامي تحریک او افغان هیئت تر منځ خبرې ګټورې وې او دغه راز د افغان حکومت د خارجه وزارت نطاق هم وایي چې دا خبرې ګټورې وې او دا مهمه نده چې د طالبانو نطاق پدې ازتباط څه ویلي دي.

خو دا خبره لا نده جوته شوې چې ملا آغاجان چې وایي د افغانستان دطالبانو اسلامي تحریک، مقصد یې د افغانستان اسلامي امارت دئ او که هغه د افغانستان د طالبانو د تحریک په نامه کومه بله ډله جوړه کړیده چې د افغانستان د اسلامي تحریک بدیل شي.
متل دي چې وايي[په ښو کې تلوار، په بدو کې مدار].
په هر صورت ددوبۍ او دې ته ورته کوښښونه د قدر وړدي.
د ملا معتصم آغا جان بیان لراوبر خپور کړیدئ.
=====
ملا اغاجان معتصم وايي له افغان دولت سره يې خبري کړيدي
ملا اغاجان متعصم
Larawbar.com 2014-02-23
بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان دطالبانود اسلامی تحریک او دسولې د عالي شورا د هئیت ترمنځ د مذاکراتو په اړه د اسلامي تحریک اعلامیه

څنګه چې د طالبانو د اسلامي تحریک مشرانو په وروستيو ورځو کې د عربی متحده اماراتو په ښار کې غونډه وکړه اوپه افغانستان کی د تلپاته سولې، د اسلامي نظام دتحکیم او روان ناورین ته دبین الاافغاني تفاهم په فضا کې د یوه داسې سوله ایزه حل لټول چی له يوه پلوه د قضیی ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي او له بله پلوه داسلامي نظام حاکمیت او د زرګونو شهیدانو موخې او ارمانونه پکې پوره کړای شي،او په دې برخه کې يې د خپل نقش د ترسره کولو لپاره چمتو والی وښود. د غونډې د همدغې پریکړې په رڼا کې د طالبانوداسلامی تحریک يوه څلور کسیزه جګپوړي هئیت دسولی د عالی شورا له يوه لوړ رتبه څلور کسیزه پلاوي سره وکتل.

دغه خبرې اترې د افغانستان روان بحران ته د پای ټکې د ايښودلو په صادقانه جذبه او ولوله پیل شوې او دواړو غاړو ژمنه وکړه چې په ګران هیواد کې د تلپاتې سولې اوثبات او داسلامي ملي نظام د حاکمیت لپاره به په صاقانه ډول کارکوي او کوښښ به کوي چې د افغانستان د معضلې ټول ابعاد په دقیق ډول وڅیړي او د ثبات د راوستلو د پاره د عارضي حل پر ځای دایمي او تلپاتې حل ولټوي او ټول ذیدخله جهتونه وهڅوي چې د قرآني ارشاداتو په رڼاکې د سولې او ثبات لپاره خپل مسؤلیت درک او په جدّي توګه د سولې دپاره ګامونه پورته کړي.

دطالبانو د اسلامي تحریک استازو د هغو افغاني او طالب بندیانو د خلاصون له امله د افغان دولت د مشر ښاغلي کرزي قدرداني وکړه چې وار دمخه يې زمونږ په غوښتنه د بګرام له زندانه خوشي کړل. همدا راز د اسلامي تحریک پلاوي د سولې دعالي شورا د پلاوي په توسط د افغانستان له حکومت نه وغوښتل چی د یوه رغنده سوله ایز بهير د پیلولو لپاره اړینه ده چې حکومت دې ټول هغه افغانان چې په یوه او بل نامه په بندیخانو، توقیف خانو او نورو پوځي او استخباراتي کمپونو کې ساتل شوي په فوري ډول خوشې کړي. د غونډې برخه والو دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا او ټولو بین المللي مؤسساتو څخه وغواړي چې د اسلامي تحریک د مشرانواو نورو اعضاؤ نومونه په سملاسي ډول له تور لست څخه وباسي او ټول هغه قیود او حدود چی ددوي په سفرونو او نورو هڅولګول شوي لغو اعلان کړی
همداراز افغان حکومت باید د دغه سوله ايز بهیر په جريان کې په خپل تشکیل کې له ټولو هغو کړنو، تقرراتو او اقداماتو نه لاس واخلي چې د افغانستان اسلامي هویت، تشخّص اوملي وحدت ته ګواښ متوجه کولای شي.
په یاده غونډه کی ددواړو خواوو استازي په دې سلاشول چې اسلامی تحریک به دعلماء کرامو، پوهانو او ملي مشرانوداسې یو هئیت تشکيل کړي چې له یوه پلوه قضيې ته خواخوږي وي او له بل پلوه یې نومونه په تور لیست کې نه وي ترڅو په راتلونکې کې د معضلې د حل لپاره په ټولو مجلسونو کنفرانسونواو مذاکراتو کې د هيواد په دننه او دباندې کې په خلاص مټ برخه واخلي.
په پای کې د مجلس ګډونوالو دلوی رب جل جلاله له دربار نه وغوښتل چې د خپل فضل او کرم سره افغانستان له روان ناورین نه خلاص او دافغانستان وګړي په هوسا بسیا او اسلامي نظام باندې ونازوي.

دافغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک
مطبوعاتي دفتر[/quote:3c6fb633ff]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more