سياست او روانې چارې
د میږي چې ورکه راشي، وزرونه کوي
اتل
21.02.2014
عزتمنو دوستانو، السلام علیکم
پاکستاني طالبانو د خپل ملک د اساسي قانون او اسلامي ارشاداتو په مقابل کې قد علم کړيدئ.
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي تصدق حسېن جېلاني د طالبانو لخوا کيلاشيانو او اسماعيليانو ته د ورکړل شوؤ گواهونو ازخود يا خپل ځاني نوټس اخيستې دی . د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د طالبانو لخوا په خپره شوې يوه ويډيو کې د چترال د سېلگرۍ سيمې کيلاش کې مېشت د کيلاش قبيلې خلکو ته دغه پيغام ورکړی ؤ ، چې اسلام دې قبول کړي يا دې بيا مرگ ته تيار شي .
طالبانو د خپلې کمبلې نه پښې ایستلې دي. دوی په لوی لاس د خپلې تباهۍ د اسباب د تدارک په چار لاس پورې کړیدئ. طالبان د خپل ملک د اساسي قانون چې په پاکستان کې یې آئین بولي د نهمې ، ۲۰م او ۳۶م مادې سرغړونه کړیده.
طالبانو دغه رازد اسلام د زغم او امن د ارشاداتو نه هم خلاف ورزي کړیده.
طالبان باید پدې ځان پوه کړي، ددوی نه د ځان پيژندل، د ملک د قانون اطاعت او اسلامي ارشاداتو رعایت هیر شويدي. د چاسره چې د الله مدد نه وي ځان دې په نشت حساب کړي.
انسان هغه وخت تباه کیږي چې ځان پیژندنه ترې هیره شي.
=====
چيف جسټس کيلاشيانو ته د طالبانو په گواښ خپل ځاني نوټس اخېستی
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي تصدق حسېن جېلاني د طالبانو لخوا کيلاشيانو او اسماعيليانو ته د ورکړل شوؤ گواهونو ازخود يا خپل ځاني نوټس اخيستې دی . د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د طالبانو لخوا په خپره شوې يوه ويډيو کې د چترال د سېلگرۍ سيمې کيلاش کې مېشت د کيلاش قبيلې خلکو ته دغه پيغام ورکړی ؤ ، چې اسلام دې قبول کړي يا دې بيا مرگ ته تيار شي .
مشر قاضي وئيلي د طالبانو لخوا اسماعيليانو او کيلاشيانو ته په زور د اسلام قبلولو او يا بيا د مرگ دهړکه ورکول د ائين د نهمې ، ۲۰م او ۳۶م مادې سرغړونه ده .
فضل عزیز
20.02.2014
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي تصدق حسېن جېلاني د طالبانو لخوا کيلاشيانو او اسماعيليانو ته د ورکړل شوؤ گواهونو ازخود يا خپل ځاني نوټس اخيستې دی .
د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د طالبانو لخوا په خپره شوې يوه ويډيو کې د چترال د سېلگرۍ سيمې کيلاش کې مېشت د کيلاش قبيلې خلکو ته دغه پيغام ورکړی ؤ ، چې اسلام دې قبول کړي يا دې بيا مرگ ته تيار شي .
د سترې محکمې مشر قاضي تصدق حسېن جېلاني نن د زيارت په ورځ په دغې گواښ خپل ځاني نوټس اخيستې او د مرکزي او خيبر پښتونخوا اټارني جنرل ته يې په دغې اړه د خبرداري نوټس جاري کړی دی .
مشر قاضي د نوټس جاري کېدو په مهال وئيلي چې د طالبانو لخوا اسماعيليانو او کيلاشيانو ته په زور د اسلام قبلولو او يا بيا د مرگ دهړکه ورکول د ائين د نهمې ، ۲۰م او ۳۶م مادې سرغړونه ده .
هغه ووئيل اسلام د امن او زغم تبليع کوي ، مشر قاضي اټارني جنرل ته هدايات ورکړي چې حکومت او امنيتي ادارې دې دغو قبيلو ته د تحفظ ورکولو دپاره گامونه پورته کړي .
مشر قاضي د خيبر پښتونخوا اټارني جنرل ته امرکړی چې په دغې اړه دې د ځايي پوليس چارواکو او کمشنر چترال څخه مالومات راواخلي او د فرورۍ په ۲۴م نېټه دې عدالت ته وړاندې کړي .
د څو سوؤنو کورونو دغه د پخواني یوناني نسل کیلاشیان د چترال بازار نه لري په غرب کې دوؤ درو بمبوریت او رامبور کې میشت دي . دا د غرونو په مېنځ کې ځان له شنې سمسورې سېمې دي چې د افغانستان د نورستان سره پوله لري .
خو ـــ په تیرو څو کلونو کښې مذهبي تند روه ډلې د چترال او نورو شا او خوا ځایونو کې ډیرې فعاله شوي دي ، چې د پخواني یونانیانو دغه نسل خلکو لپاره د یو غټ گواښ نه کم نه دي .