د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يو ښځه فتنه ګڼې او بل یې په بازار کې وژني.

اتل
21.02.2014

د فورم محترمو او عزتمنو وروڼو، السلام علیکم
دا لاندې دوه رپونه وګورئ. یو يې چې مشال خپور کړئ، وایي چې د لور لایي د ښار په بازار کې نن پر موټر سایکل سپرو وسله والو پر درو ښځو ډزې وکړې. په پېښه کې وژل شوې او ژوبله ښځه درېواړه په لورالايي کې کډوالې دي.

ددې بل مطلب چې ډېوې خپور کړئ، یوبند وایي چې[ جینکو لپاره جلا یونیورسټي، او جلا اسمبلي د مذهبي ګوندونو د هغه مفکورې عکاسي هم کوي چې په خپلو مذهبي لیکونو کې ښځه ”فتنه“ ګڼي. دوي فکر کوي چې ښځه په ”څادر“ او ”چاردیوارۍ یا کور“کې دننه پکار ده].

وروڼو اصلي خبره خو داده چې ښځه فتنه نده، بلکه فتنه د هغو افراطیانو په ماغزو کې ده چې خپل شیطاني هوا او هوس نشي مهار کولئ. که ددوې خبرې صحیح وي، نو بیا پخپله ددوی میندې، خویندې، د پیغمبرانو د کورنیو ښځې او ټولې بیبیانې څنګه؟
یعنې دغه مذهبي پارټۍ وايي چې الله تعالاښځه د فتنې په حیث خلق کړې او مځکې ته یې رالیږلې ده؟

لطفاً دا مسئله په پوره ایماندارۍ، او د الله او بنده د قوانینو په چوکاټ کې کره کړئ. دلته د ملا، طالب او یا کوم بل جهت مسئله نده، بلکه زموږ د خویندو، میندو او زموږ د راتلونکي نسل د بقا مسئله ده. دپښتون قام د انسانیت، وقار او بشر په حیث د زیست خبره ده. آیا پښتون قام د کومې بلې سیارې نه راغلئ، او که د موجوده متمدنې نړئ غړئ دئ. آیا اسلام همدومره تنګ نظره، بې عدالته دئ، او که نه په اسلام کې خظا نشته، بلکه نقص زموږ په مسلمانۍ کې دئ؟
آیا د مذهبي پارټیو دا خبره مذهبي ده، او که پښتو ده؟

=====
لورالايي: وسله والو دوه ښځې وژلې، یوه ژوبله
20.02.2014
د لورالايي پولیسو یوه چارواکي شاه محمد مشال راډیو ته وویل، د ښار په بازار کې نن پر موټر سایکل سپرو وسله والو پر درو ښځو ډزې وکړې. د ده په خبره، په پېښه کې وژل شوې او ژوبله ښځه درېواړه په لورالايي کې کډوالې دي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.
=====
د یونیورسټۍ جینکو سره د زیاتۍ پرضد د ”جماعت“ حل :
Siraj ul Haq

TEXT SIZE
ډیوه رپورټ
20.02.2014
په پیښور کې د استاذ په جامه کې پټ حیوان پرضد چې د يونیورسټۍ جینکو، هلکانو، او د پښتونخوا صوباېي اسمبلۍ غړو غږ پورته کړو نو د جماعت اسلامي غړي او د خزانې صوباېي وزیر سراج الحق يې د لاسونو په پړکار کې د ”جماعت“ د روایتي دریز سره سم حل وړاندې کړو.
د نهې په ورځ اسمبلۍ ته سراج الحق ووېل ”د هلکانو جینکو ګډ تعلیم ختمول پکار دي. ان تر دې چې د ښځو ځان له اسمبلي هم پکار ده. هلته به (ښځې) ډیرې په ښکلې طریقه او ښه په ازاده توګه خبرې کوي “
د خزانې د وزیر دغه وړاندیز ” د خر په ځایې د کولال د داغلو“ برابر خبره ده. د هغه خبره کې د تورن شوي استاذ لپاره سزا نه وه. ځکه چې تورن شوې استاذ هم د جماعت اسلامي سره اړیکې لري. د جینکو لپاره جلا یونیورسټي، او جلا اسمبلي د مذهبي ګوندونو د هغه مفکورې عکاسي هم کوي چې په خپلو مذهبي لیکونو کې ښځه ”فتنه“ ګڼي. دوي فکر کوي چې ښځه په ”څادر“ او ”چار دیوارۍ یا کور“کې دننه پکار ده.
هم دغې مفکورې له امله په افغانستان کې د طالبانو د قبضې نه تر پایې پورې دوره کې د ښځو تعلیم پرځایې ودریدلی وو. طالب چارواکو به ویل تر څو چې د ښځو لپاره جلا تعلیمي ادارې جوړې شوي نه وي نو تر هغې د ښځو تعلیم شورو کولې نه شي. طالبانو په دغه پلمه په شپږوکالو کې د ښځو یو سکول، کالج یا یونیورسټي خلاصه نه کړې شوه.
کیداې شي هم دغه یره وه چې د اسمبلۍ غړې همایون معراج د سراج الحق په وړاندیز اندیښنه وښوده او وې ویل چې د جینکو لپاره شته تعلیمي ادارو کې وضعه سمول پکار دې. اسمبلۍ ته د پیپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ په یونیورسټو کې په ځینو استاذانو تور ولګوو چې جینکو ته د اوږد چکر او د ماښام ډوډۍ خوړلو بلنې ورکوي. او په ځواب کې ورته په ښه شان سره د کامیابۍ لالچ ورکوي.
د ځینو ښه اړخه ګوندونو د مخالفت باوجود، اسمبلۍ اوس د اووو ښځو او دوه سړو په ګډون د یوې کمیټۍ جوړولو اعلان کړی. دوي به ګوري چې د استاذ په پاکه جامه کې پټ شوی حیوانان څوک دي. په پیښور یونیورسټۍ کې د تورن شوي استاذ پرضد د جنورۍ په ۲۸مه نیټه مظاهرې هم شوې وې. خو د تورن استاذ د واکمن ګوند سره اړیکې تراوسه د هغه لپاره د یو مضبوطې قلعه په توګه کار کوي.
په ټوله جګړه کې داسې ښکاري چې جماعت اسلامي په ګټه کې روانه ده. د ګوند وتلې مشر سراج الحق ټول بحث د ښځو لپاره جلا تعلیمي ادارو او جلا اسمبلۍ ته واړو. او په یونیورسټۍ کې د جمعیت طالبعلمانو د استاذ په مخالفینو د مذهبي سپکاوې تورونه ولګول.
اردو کې واېي: چوری بهی اور سینه زوری بهی
ترجمه: غلا به هم کوي او زورور تیا به هم .


Re: يو ښځه فتنه ګڼې او بل یې په بازار کې وژني.

pattang
21.02.2014

خو دستا سو فاسدينو او ستاسې د صليبي ملګرو دسيسې ، پلانون ، چلونه او داسې مېدياوې لکه لمر او طلوع ښځې فتنې او فحشا ته
برابروي ! که د فکر کړی وي دمالي چارو مشر یې يو متعصب تاجک
دی خو پښتو پکښې ډېره ده او دا ددې لپاره چې پښتانه هلکان او
نجوني فحشاتوته ولمسوي او انتې اسلامي افکار ور پېچکاري کړي!
زويه ! پتنګ مو هره مرداري ويني !
الله د طالبان موفق کړي !

[quote:a36d0928d0="اتل"]د فورم محترمو او عزتمنو وروڼو، السلام علیکم
دا لاندې دوه رپونه وګورئ. یو يې چې مشال خپور کړئ، وایي چې د لور لایي د ښار په بازار کې نن پر موټر سایکل سپرو وسله والو پر درو ښځو ډزې وکړې. په پېښه کې وژل شوې او ژوبله ښځه درېواړه په لورالايي کې کډوالې دي.

ددې بل مطلب چې ډېوې خپور کړئ، یوبند وایي چې[ جینکو لپاره جلا یونیورسټي، او جلا اسمبلي د مذهبي ګوندونو د هغه مفکورې عکاسي هم کوي چې په خپلو مذهبي لیکونو کې ښځه ”فتنه“ ګڼي. دوي فکر کوي چې ښځه په ”څادر“ او ”چاردیوارۍ یا کور“کې دننه پکار ده].

وروڼو اصلي خبره خو داده چې ښځه فتنه نده، بلکه فتنه د هغو افراطیانو په ماغزو کې ده چې خپل شیطاني هوا او هوس نشي مهار کولئ. که ددوې خبرې صحیح وي، نو بیا پخپله ددوی میندې، خویندې، د پیغمبرانو د کورنیو ښځې او ټولې بیبیانې څنګه؟
یعنې دغه مذهبي پارټۍ وايي چې الله تعالاښځه د فتنې په حیث خلق کړې او مځکې ته یې رالیږلې ده؟

لطفاً دا مسئله په پوره ایماندارۍ، او د الله او بنده د قوانینو په چوکاټ کې کره کړئ. دلته د ملا، طالب او یا کوم بل جهت مسئله نده، بلکه زموږ د خویندو، میندو او زموږ د راتلونکي نسل د بقا مسئله ده. دپښتون قام د انسانیت، وقار او بشر په حیث د زیست خبره ده. آیا پښتون قام د کومې بلې سیارې نه راغلئ، او که د موجوده متمدنې نړئ غړئ دئ. آیا اسلام همدومره تنګ نظره، بې عدالته دئ، او که نه په اسلام کې خظا نشته، بلکه نقص زموږ په مسلمانۍ کې دئ؟

=====
لورالايي: وسله والو دوه ښځې وژلې، یوه ژوبله
20.02.2014
د لورالايي پولیسو یوه چارواکي شاه محمد مشال راډیو ته وویل، د ښار په بازار کې نن پر موټر سایکل سپرو وسله والو پر درو ښځو ډزې وکړې. د ده په خبره، په پېښه کې وژل شوې او ژوبله ښځه درېواړه په لورالايي کې کډوالې دي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.
=====
د یونیورسټۍ جینکو سره د زیاتۍ پرضد د ”جماعت“ حل :
Siraj ul Haq

TEXT SIZE
ډیوه رپورټ
20.02.2014
په پیښور کې د استاذ په جامه کې پټ حیوان پرضد چې د يونیورسټۍ جینکو، هلکانو، او د پښتونخوا صوباېي اسمبلۍ غړو غږ پورته کړو نو د جماعت اسلامي غړي او د خزانې صوباېي وزیر سراج الحق يې د لاسونو په پړکار کې د ”جماعت“ د روایتي دریز سره سم حل وړاندې کړو.
د نهې په ورځ اسمبلۍ ته سراج الحق ووېل ”د هلکانو جینکو ګډ تعلیم ختمول پکار دي. ان تر دې چې د ښځو ځان له اسمبلي هم پکار ده. هلته به (ښځې) ډیرې په ښکلې طریقه او ښه په ازاده توګه خبرې کوي “
د خزانې د وزیر دغه وړاندیز ” د خر په ځایې د کولال د داغلو“ برابر خبره ده. د هغه خبره کې د تورن شوي استاذ لپاره سزا نه وه. ځکه چې تورن شوې استاذ هم د جماعت اسلامي سره اړیکې لري. د جینکو لپاره جلا یونیورسټي، او جلا اسمبلي د مذهبي ګوندونو د هغه مفکورې عکاسي هم کوي چې په خپلو مذهبي لیکونو کې ښځه ”فتنه“ ګڼي. دوي فکر کوي چې ښځه په ”څادر“ او ”چار دیوارۍ یا کور“کې دننه پکار ده.
هم دغې مفکورې له امله په افغانستان کې د طالبانو د قبضې نه تر پایې پورې دوره کې د ښځو تعلیم پرځایې ودریدلی وو. طالب چارواکو به ویل تر څو چې د ښځو لپاره جلا تعلیمي ادارې جوړې شوي نه وي نو تر هغې د ښځو تعلیم شورو کولې نه شي. طالبانو په دغه پلمه په شپږوکالو کې د ښځو یو سکول، کالج یا یونیورسټي خلاصه نه کړې شوه.
کیداې شي هم دغه یره وه چې د اسمبلۍ غړې همایون معراج د سراج الحق په وړاندیز اندیښنه وښوده او وې ویل چې د جینکو لپاره شته تعلیمي ادارو کې وضعه سمول پکار دې. اسمبلۍ ته د پیپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ په یونیورسټو کې په ځینو استاذانو تور ولګوو چې جینکو ته د اوږد چکر او د ماښام ډوډۍ خوړلو بلنې ورکوي. او په ځواب کې ورته په ښه شان سره د کامیابۍ لالچ ورکوي.
د ځینو ښه اړخه ګوندونو د مخالفت باوجود، اسمبلۍ اوس د اووو ښځو او دوه سړو په ګډون د یوې کمیټۍ جوړولو اعلان کړی. دوي به ګوري چې د استاذ په پاکه جامه کې پټ شوی حیوانان څوک دي. په پیښور یونیورسټۍ کې د تورن شوي استاذ پرضد د جنورۍ په ۲۸مه نیټه مظاهرې هم شوې وې. خو د تورن استاذ د واکمن ګوند سره اړیکې تراوسه د هغه لپاره د یو مضبوطې قلعه په توګه کار کوي.
په ټوله جګړه کې داسې ښکاري چې جماعت اسلامي په ګټه کې روانه ده. د ګوند وتلې مشر سراج الحق ټول بحث د ښځو لپاره جلا تعلیمي ادارو او جلا اسمبلۍ ته واړو. او په یونیورسټۍ کې د جمعیت طالبعلمانو د استاذ په مخالفینو د مذهبي سپکاوې تورونه ولګول.
اردو کې واېي: چوری بهی اور سینه زوری بهی
ترجمه: غلا به هم کوي او زورور تیا به هم .[/quote:a36d0928d0]


اتل
05.03.2014

السلام علیکم
پتنګه، نه یوازې دا چې اپلتې ولې، بیابیا خلک در خندوې، په ځان ملنډې وهې، د فورم وخت ضایع کوي، د بې ربطه جملو او مقاصدو په لیکلو خپل بهائي باداران هم خجل کوي.

دا خو به دې خامخا اوریدلي وي چې تیره هفته ستا د ملک طالبانو د پوسترونو له لارې په هنګو کې اعلان وکړ چې ښځې حق نلري چې بازار یا دوکان ته لاړې شي، که په بازار او یا ددوکان مخکې ولیدل شي وبه یې وژني.
اوس دېته څه پرتوګ کوئ؟

چپه کاکول مې دورې دورې = جانانه راشه که یې ګورې.

الله دې تاسې او طالبان د اسلام په ځلانده لار روانکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more