سياست او روانې چارې
چون استاده اي، دست افتاده ګیر
میرویس
20.02.2014
ګرانو وطنوالو، سلامونه.
د اسلام بشریت،افغانیت او په مطلق ډول د پښتو د ننګ او غیرت سره نه ښایې چې څوک د هغه چا د وژلو تابیه وکړي چې پرمخکه لویدلي وي او دې ته سترګې په لاره وي چې څوک د مرستې لار ور وغځوي او راجګ یې کړي.
ناروغان روغتون ته پدې هیله ځي چې شفا ومومي. د طبي پرسونل وظیفه هم د بیضا د ید نه کم ندئ چې د ناروغانو علاج کوي، او دالله په مرسته شفا مومي.
ظالبانو د کابل د ښار په یوه روغتون ځان مرګي حمله کړې او یو ساتونکئ یې وژلئ دئ. دغسې حملې د نامردانو او بزدلانو کار دئ. که طالبان واقعاً پښتانه افغانان او نارینه میړونه وي نو وردې شي د خارجیانو سره دې مخامخ وجنګیږي.
دوی بزدلان دي ڼامردان دي او د اسلامي ارشاداتو خلاف مسکین ماشومان بیایې، مغز شوي ي کوي یې او بیا د روغتون بستره یې ناروغان، ډاکتران او نرسان ورباندې وژني.
د ناروغانو قتل نارینتوب، میړانه او الله دوستي نده، بلکه د صلحې په لاره دقدم پورته کول دي.
دالاندې رپوټ همدا اوس ډېوې خپور کړیدي:
======
کابل کې په روغتون ځانمرگى بريد،پوليس وژل شیدي.
20.02.2014
افغان پوليس وائي کابل کې په يو روغتون ترسره شوي ځانمرگي بريد کې يو تن وژل شوى اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
دکابل د جرمونو دپلټونکې څانگې دپوليسو مشر سيد گل اغا هاشمي ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې ځانمرگي پخپل ځان پسي تړلي بارود دزيارت په غرمه وروستو له هغې وچول کله چې هغه دپوليسو لخوا په ډزو وويشتل شو.
هاشمي وويل دځانمرگي ترڅنگ چاؤدنه کې يو پوليس ساتونکى هم وژل شوى اؤ دهسپتال لټه روانه ده.
په سمدستي ډول ددغه پيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې اؤ دافغانستان دکورنو چارو وزارت يې غندنه کړې ده.
له دې وړاندې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په افغان اؤ بهرنو ځواکونو اؤ حکومتي چارواکو دشوؤ حملو ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې.
کابل کې دغه ځانمرگى بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې ټاکل شوې ده دسږکال اخره کې به افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه اوځي.
امريکا غواړي د٢٠١٤م وروستو هم خپل ځينې پوځيان په دغه هيواد کې پاتې کړي، خو افغان صدر حامد کرزى وائي دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک لپاره ضروري ده چې امريکا دکابل دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ خبرې پيل کړي.