د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو د اغاجان او سولې شورا ادعاوې بې بنسټه وبللې

pattang
19.02.2014

[img:3c3570b4d3]http://nunn.s3.amazonaws.com/taliban-logo.jpg[/img:3c3570b4d3]

طالبانو د اغاجان او سولې شورا ادعاوې بې بنسټه وبللې
لیکوال: احمد جرس
taliban-logoد طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په راليږلې اعلاميه کې د ملا اغاجان او د سولې شورا هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې چې وسلوالو طالبانو په دوبۍ کې د سولې شورا له غړيو سره کتلي.

په اعلاميه کې راغلي چې ملا اغاجان د دوی په ډله کې نه دی او نه د طالبانو استازيتوب کولای شي او د ده منډه ترړې يې د اسلامي امارت او د جهاد خلاف بللي.

اعلاميه زياتوي چې د دوی استازو په دوبۍ کې هيڅ راز غونډه نه ده کړې او نه د کرزي له حکومت سره کومې خبرې اترې شوي. اعلاميه زياتوي چې، طالبان د خبرو اترو او هر رنګه اړيکو لپاره د قطر هيواد کې ځانکړی دفتر او استازي لري چې، کولای شي د اړتيا پر مهال د مشرتابه په اجازه او دجهادي اصولو پر اساس له اړوندو جهتونو سره اړيکې ونيسي.

طالبان وايي چې د دوبۍ د غونډې د برخوالو نومونو او هويت هيچا ته نه دی معلوم، له همدې امله داسې ښکاري چې د سولې شورا او اغاجان جريان دواړه بې بنسټه دي. مجاهد وايي چې د سولې شورا غړي يوازې د خپلو تنخواوو لپاره وخت ناوخت د سولې او مذاکراتو جعلي غونډې کوي او په رښتينې ډول افغان حکومت سره د دوی هيڅ ډول خبرې اترې نه دي شوي.

طالبانو پر امريکا او ايتلافيانو هم نيوکه کړې چې اوس هم د مذاکراتو په اړه جعلي او ترې ناکامې تجربې کاروي. په اعلاميه کې راغلي چې جعلي غونډې او نمايشي مذاکرات د مسئلې د حل و فصل پر ځای ستونزې نورې هم زياتوي او جګړه به نوره هم وغزوي.

اعلاميه زياتوي چې که امريکا او يتلافيان يې له دې امله جعلي غونډې او مذاکرات کوي چې، د دوی جهاد ته به زيان ورسوي او يا به د دوی مورال ورکمزوری کړي، نو دا د امريکايانو پوچ خيال دی چې، ځکمني حقايقو سره هيڅ اړه نه لګوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more