د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دجهالت سره، که د طالب سره مبارزه؟

اتل
18.02.2014

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
ترهغې مو چې د خپلې پښتنې ټولنې نه ناپوهي نه وي کډه کړې، د طلب سره مو جکړه نه ختمیږي. طالبانو چې ځان د متداولو علومو نه په لوی لس محروم کړیدئ، دخپل ځان او ولس نیکبختي او بد بختي نشي تفکیک کولئ.

ددې دپاره چې د روانو ناخولو نه پښتون ولس بچ شي پکاردي، دیني عالمان د اسلامي شؤنو له لارې طالبانوته روا او ناروا ورپه ګوته کړي، تر څوطالبان د بدعت نه واوړي، او دولس حقوق خوندي شي.

پکار دې چې په ومدرسو کې هم د متداولو علوم تدریس وشي، او د مدرسو فارغان په عوض ددې چې ځان مرګي حملې وکړي، ددینی او متداولو علومو په رڼا کې درښتیاني اسلام تبلیغ وکړي، او دغه راز ددیني زده کړې او متداولو علومو د تحصیل په برکت خپل ولس نیکمرغه کړي.

طالبانو د پولیو د واکسیناسیون شپږ تنه عمله تښتولې ده. ددې کارعاوقب په ملک کې د پولیو په مرض د ماشومانو فالج دايمي کوي.
آیا طالبان فکر کوي چې د پاکستان، افغانستان او نایجیریا نه پرته په ټوله دنیا کې دا مرض د واکسین په برکت ورک شويدئ.
پدې ناورغۍ چې ماشومانو مري او معیوب کیږي، مسؤلیت یې د هفو طالبانو په غاړه دئ چې د واکسن مخه نیسي.
آیا طالبان دیته آماده دي چې په دین او دنیا دغه مسؤلیت ته غاړه کیږدی.؟
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ:
=====
د اېف ار ټانک نه د پوليو د دوؤ کارکوؤنکو په گډون شپږ کسان تښتول شوي
د پاکستان نيمې قبائيلي سيمې اېف ار ټانک پينگ علاقې څخه نامالومه کسانو د صحت د نړيوالې ادارې د پوليو د دوؤ کارکوؤنکو په گډون شپږ کسان تښتولي دي . د راپورونو ترمخه د قبائيلي سيمې وزيرستان سره په پوله پرتې نيمي قبائيلي سيمې اېف ار ټانک کې دغه پېښه د گل په ورځ رامنځته شوې ده .

اېف ار ټانک د وزيرستان سره په پوله نزدې پرته نيمه قبائيلي سيمه ده
TEXT SIZE
فضل عزیز
17.02.2014
د پاکستان نيمې قبائيلي سيمې اېف ار ټانک پينگ علاقې څخه نامالومه کسانو د صحت د نړيوالې ادارې د پوليو د دوؤ کارکوؤنکو په گډون شپږ کسان تښتولي دي .
د راپورونو ترمخه د قبائيلي سيمې وزيرستان سره په پوله پرتې نيمي قبائيلي سيمې اېف ار ټانک کې دغه پېښه د گل په ورځ رامنځته شوې ده .
د پېښې په اړه د اېف ار ټانک اسټنټ پوليټيکل ايجنټ خالد قيوم مروت وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ته چې نامالومه کسانو د وسلې په زور د پينگ علاقې نه د فاټا دپاره د پوليو کوارډينيټر ډاکټر خان داد او ټيم ليډر محمد صديق بېټنی سره د درېو ليويز محافظو او ډرائيور تښتولي دي .
د قيوم مروت په وينا دغه ټيم په علاقه کې په ورستيو کې د پوليو د ترسره شوي کمپائن د مالوماتو رايوځايې کولو او خلکو ته د پوليو په اړه د خبرداري ورکولو دپاره په خپل گاډي کې روان وو چې نامالومه وسله والو وتښتول .
د دغې ټيم يو غړي صفت خان چې د وسله والو د تښتولو څخه بچ شوی ، ډيوه ريډيو ته يې وئيلي چې موټرسائيکل سورو وسله والو او ورسره د پېښې په ځائې موجودو نورو ملگرو يې د ټيم ټول غړي سره د گاډي د وسلې په زور ځان سره بوتله .
د پېښې وروستو قانون نافذؤنکو ادارو علاقه په گېره کې اخيستې او د پلټنې عمليات يې پېل کړي دي .
د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده قبول کړې .
د سرچينو ترمخه په دغې علاقه کې چې نن ترې د پوليو کارکوؤنکي تښتول شوي ، له دې وړاندې د پوليو د څاڅکو په ضد پمفلټې هم خورې شوي دي .
د خيبرپښتونخوا د بېلابيلو علاقو سره په قبائيلي سيمو کې له دې وړاندې هم د پوليو په کارکوؤنکوسره د محافظو بريدونه شوي او د مرگ ژوبلو پېښې پکې رامنځته شوي دي .
پاکستان د نړۍ په هغو درېو هېوادونو کې يو دی چرته چې وس هم د پوليو مرض شتون لري .
د صحت د نړيوالې ادارې لخوا په جاري شوي رپورټ کې تېرکال په پاکستان کې د پوليو د رامخې ته شوؤ کېسونو شمېره 91 ريکارډ شوې وه . او په دغې شمېره کې تر ټولو زيات کېسونه په قبائيلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي وو .

اتل
01.05.2014

ګرانو وروڼو، السلام علیکم
طالبان چې د پولیو د واکسین مخه نیسي، عواقب یې ولس زغمي او د ملک آینده نسل شل او شوټ کیږي.
======
خيبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کې د پوليو نوي ۵ کيسونه
پاکستان کې تېرکال ۹۳ او په کال ۲۰۱۲م کې ۵۸ کيسونه رپورټ شوي وو .
TEXT SIZE
30.04.2014 06:48
کراچۍ — د پاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه او قبائيلي سيمو کې د پوليو نوي پينځه کيسونه رپورټ شوي دي ، او دې سره پاکستان کې روان کال کې د پوليو د کيسونو شميره ۵۸ ته رسېدلي ده .
د راپورونو ترمخه د پوليو تازه کيسونه د نهې او شورو په ورځ د خيبرپښتونخوا د بنو سيمي نه يو ، قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان نه درې او جنوبي وزيرستان نه يو کيس مخې ته راغلی دی .
د صحت قامي ادارې (اين ائي ايچ ) د نوؤ کيسونو پخلی کړی دی .
چارواکي وايي قبائيلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۲م وروستو د امنيت له کبله ماشومانو ته د پوليو د مخ نيوي څاڅکي نه دي ورکړی شوي .
پاکستان کې روان کال کې د پوليو تر ټولو زيات کيسونه په قبائيلي سيمه وزيرستان کې رامځته شوي دي ، چې شمېره يې ۴۵ ده . نهه کيسونه د خيبرپښتونخوا او ۴ د سندهـ صوبې په سر ښار کراچۍ کې رپورټ شوي دي .
پاکستان کې تېرکال ۹۳ او په کال ۲۰۱۲م کې ۵۸ کيسونه رپورټ شوي وو .
پاکستان په نړۍ کې د پوليو په اړه تر ټلو زيات خطرناک هيواد گڼلی شي . د راپورونو ترمخه د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا کې دغه رنځ شتون لري ، خو په دغو هېوادونو کې په روان کال کې تراوسه پورې په افغانستان کې درې او نائيجيريا کې يواځې يو کېس رپورټ شوی دی .
پاکستان کې د پوليو تازه کيسونه په داسې حال کې رامينځه شوي ، چې په وروستيو کې د خيبرپښتونخوا صوبې په مختلفو سيمو او کراچۍ کې د پوليو کمپائن په مهال په دغو ټيمونو وژونکې حملې شوي دي .
راپورونه وايي د صحت د نړيوالې ادارې لاندې کارکوؤنکې د صحت يوې نړيوالې کميټۍ د پاکستان د پوليو په اړه رپورټ وړاندې کړی شوی دی ، او د هغې وروستو په پاکستان د سفري بنديزونو اندېښنه څرگنده کړی شوی ده .
جنېوا کې غونډې ته د پوليو په اړه د پاکستان رپورټ هيواد کې د پوليو د مخ نيوي څانگې فوکل پرسن عائشه رضا وړاندې کړی دی .
نوموړې وئيلي پاکستان کې د کمزوري معيشيت او امنيت د خرابو حالاتو باوجود د پوليو د مخ نيوي کمپائنې چلولی شي .
هغې وئيلي چې نړيواله ورورولي به د پاکستان مسلو ته په کتو سفري بنديزونه نه لگوي ، او که داسې کيږي هم ، نو دا به عارضي وي .
http://www.voadeewaradio.com/

pattang
01.05.2014

داخو ستا ددالري بادارانو او cia خبرې دي چې دهغوی خپله راديو :
(دامريکا غږ ) یې خپروي !

[quote:5fb9b825ba="اتل"]ګرانو وروڼو، السلام علیکم

http://www.voadeewaradio.com/[/quote:5fb9b825ba]

اتل
02.05.2014

السلام علیکم، پتنګ وروره
له یوې خوا د غرب رسنۍ دغرب پروباکنده بولئ او له بلې خوا چې کوم خبر ستاسې په زړه برابر نش کړي نقل کول یې کوئ.
دبي بي سي او امریکایي مجلې نقل قولونه تاسې مخکې کړیدئ.
که دا منابع منافقې وي بیا یې حبرونه هم مه نقل کوئ او که صدقې وی نو بیا یې رپوټونه د طالبانو په حق کې هم مه مسخ کوئ.
په مولا دې سپارم.

pattang
02.05.2014

او لېونيه لکه کوچنی هلک لګيا یې !
هغه خو يوې خواته پرېږده ! ته چې داشغالګرو او فاسدې ادارې
ګټې ترې باسې نو زه هم حق لرم چې د طالبانو او په اول ګاو کې
داولس دګټو په ساتلو کې یې ورټم او رد یې کړم !
اوس پوه شوې او که روټه درکړم !

[quote:6328eeec3a="اتل"]السلام علیکم، پتنګ وروره
له یوې خوا د غرب رسنۍ دغرب پروباکنده بولئ او له بلې خوا چې کوم خبر ستاسې په زړه برابر نش کړي نقل کول یې کوئ.
دبي بي سي او امریکایي مجلې نقل قولونه تاسې مخکې کړیدئ.
که دا منابع منافقې وي بیا یې حبرونه هم مه نقل کوئ او که صدقې وی نو بیا یې رپوټونه د طالبانو په حق کې هم مه مسخ کوئ.
په مولا دې سپارم.[/quote:6328eeec3a]

اتل
07.05.2014

ًقدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
پتنګ صاحب، هغه او دغه، دغې یا هغې خواته مه کوه. زه چیرې هم د اشغالګرو او د حکومت پلوي نه کوم. زه حقایق لیکم. حکومت او اشغالګر یوه عارضه ده. حکومت به ځي او بل به راځي او اشغالګر هم د لیږد په حال کې دي.

اصلي خبره دیوه نطاام ده چې پکار دې ټول ولس ته د منلو وي او بقا ولري. خو دطالبانو نظام ټول ولس ته د منلو ندئ، او مثالونه یې په نورو ملکونوکې وګوره چې دغسې طالبي او آخندې نظامونو ولسونو ته څه په ارمغان وړي دي.

وروره، زموږ خبره د پولیو او طالب بې علمې وه او تاسې وبیا خپله سرنده غږولې او وایې چې دغه او هغه رادیو پدې او یا هغې خوا پورې اړه لري.
اوس خو به دې د ګڼ شمیر رسنیو نه اوریدلي وي چې دملګروملتونو نړیوالې ادارې وویل چې پولیو اوس یو نړیوال خظر شویدئ او پکار دې چې هر څوک چې د پاکستان نه خارج ته ځي باید د پولیو د واکسین تصدیق ولري.
دا هم ستا د طالبانو سوغات دئ.

اتل
13.05.2014

آلسلام علیکم
داهم د طالبانو د جهالت بله تحفه چې پښتون قام ته يې ور وبښله.
پښتانه باید پوه شي چې طالبان سر تر سره غلط، ناپوهه، انپړ او داسلام او پښتانه دښمنان دي. پښتون ولس په مجموع کې او هر فرد او پښتنه کورنۍ باید خپل غم پخپله وخوري. که دوی ځان طالب ته وسپارې برباد به شي.
======
کراچۍ کې یو بله پښتنه ماشومه ګوزڼ وهلې
د کراچۍ ښار په ګډاپ ټاون کې یوه بل کاشوم ته ګوزڼ لګېدلی دی. چارواکي وایي، د ګوزڼ وایرس په اتلس میاشتنۍ ماشومې «اقصا » کې موندل شوی چې د قبایلي سیمې ده.

ظفر کریمي
13.05.2014
د کراچۍ ښار په ګډاپ ټاون کې یوه بل کاشوم ته ګوزڼ لګېدلی دی. چارواکي وایي، د ګوزڼ وایرس په اتلس میاشتنۍ ماشومې «اقصا » کې موندل شوی چې د قبایلي سیمې ده.

ډاکټر مظهر خمیساني وايي، سږ کال تراوسه پنځه پښتانه ماشومان د ګوزڼ وایرس وهلي دي
په کراچۍ کې د ګوزڼ څاڅکو ورکولو کمپاین مشر ډاکټر مظهر خمیساني د سېشنبې پر سهار مشال راډیو ته وویل، چې دا په کراچۍ ښار کې سږ کال موندل شوی پنځم کېس دی.

«دا اتلس میاشتنۍ پښتنه ماشومه ده. د هغې کورنۍ ۶ میاشتې مخکې له قبایلي سیمې وزیرستانه ګډاپ ټاون کراچۍ ته په کډه راغلې ده. د اغیزمنې شوې ماشومې مور پلار په وزیرستان او کراچۍ دواړو ځایونو کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو څخه انکاري ول»

ډاکټر مظهر خمیساني زیاته کړه تراوسه درې کېسونه په ګډاپ ټاون، یو په بلدیه ټاون او یو کېس د اورنګي ټاون په توري بنګش کالونۍ کې موندل شوي. د هغه په وینا سږ کال تراوسه پنځه واړه کېسونه په پښتنو ماشومانو کې موندل شوي دي.
د روغتیا د نړیواله اداره وايي، په پاکستان کې سږ کال یو کم پنځوستو ماشومانو ته ګوزڼ وایرس لګېدلی دی
کراچۍ ښار د ابادۍ له پلوه د پاکستان ستر ښار دی او دلته تر ۲۰ میلونو زیات خلک استوګن دي چې پکې د پاکستان د بیلا بیلو برخو او نورو ملکونو نه راغلي کورینۍ شاملې دي . خو په دغه ښار کې د ګوزن له رنځ څخه زیاتره پښتانه اغیزمن کیږي ، دا چې ددې وجه څه ده ؟ په دې اړه مې له ډاکټر مظهر خمیساني څخه وپوښتل.

«د دې دوه وجې دي یو خو دا خلک زیاتره وخت خپلو کلو ته ځي راځي، د دې تګ راتګ (هجرت)پر مهال زیاتره وخت ماشومان له ګوزڼ ضد څاڅکو اخیستلو څخه پاتې شي ، د دې بله وجه خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار دی، که اوسني کېس ته وګورو دا په ګډاپ ټاون کې پېښ شوی دی، دا درېیم کېس دی چې سږ کال دلته وموندل شو، دې ځایونو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو ټیمونه په ډېر مشکل سره ځي او په دې سېمه کې ډېری خلک خپلو ماشومانو ته له ګوزڼ څاڅکو ورکولو انکار کوي»

ګډاپ ټاون د کراچۍ یو له حساسو سيمو بلل کیږي. له دې مخکې په دې سېمه کې د پولیو ضد څاڅکو ورکونکو د کمپین پر سيمه ایزو او نړیوالو کارکنانو حملې شوې دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې ترمخه دا په پاکستان کې سږ کال رامنځته شوی یو کم پنځوستم کېس دی.

یاده دې وي د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) په دې ورستیو کې ویلي ول چې د ګوزڼ وايرس له پاکستانه نورو هېوادونو ته خورېږي نو له دې هېواده بهر ته تلونکی هر کس باید د ګوزڼ څاڅکي اخیستي وي.

یادې ادارې دا هم ویلي ول که داسې ونه شي نو کېدای شي پر پاکستانيانو سفري بنديزونه ولګول شي
http://www.mashaalradio.org/

pattang
13.05.2014

درواغ وایې ته دفاسق دولت پلوي کوې او داشغالګرو دمفکورې سړی
یې ! حکومت به ځي اوراځي خر به هغه وي خو يواځې کته به یې
بدليږي او ته به خپلې چړچې پکښې کوې !
تا په خپلو ليکنوکې چې تل یې دطالب پر ضد ليکې يوار هم اشغالګر
او دغه دکابل فاسد رژيم ونه غانده ! تاته انډيواله دنده درکړل شوې
چې مخ ته یې بېایې !

[quote:0f0174af75="اتل"]ًقدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
پتنګ صاحب، هغه او دغه، دغې یا هغې خواته مه کوه. زه چیرې هم د اشغالګرو او د حکومت پلوي نه کوم. زه حقایق لیکم. حکومت او اشغالګر یوه عارضه ده. حکومت به ځي او بل به راځي او اشغالګر هم د لیږد په حال کې دي.

اصلي خبره دیوه نطاام ده چې پکار دې ټول ولس ته د منلو وي او بقا ولري. خو دطالبانو نظام ټول ولس ته د منلو ندئ، او مثالونه یې په نورو ملکونوکې وګوره چې دغسې طالبي او آخندې نظامونو ولسونو ته څه په ارمغان وړي دي.

وروره، زموږ خبره د پولیو او طالب بې علمې وه او تاسې وبیا خپله سرنده غږولې او وایې چې دغه او هغه رادیو پدې او یا هغې خوا پورې اړه لري.
اوس خو به دې د ګڼ شمیر رسنیو نه اوریدلي وي چې دملګروملتونو نړیوالې ادارې وویل چې پولیو اوس یو نړیوال خظر شویدئ او پکار دې چې هر څوک چې د پاکستان نه خارج ته ځي باید د پولیو د واکسین تصدیق ولري.
دا هم ستا د طالبانو سوغات دئ.[/quote:0f0174af75]

ابومحمدحنفي
20.05.2014

اتله وروره ته څه ليونۍ کړى يې که ډېر تاو دې اخيستۍ وي نو ټولنې شبکو ته مخ کړه،هلته بيا طالبان ډېر پلويان موجود دي هغوى سره بحث مباحثه وکړه

ته که د حقايق د تدقيق په پرتله تسويق کوي نوبايد يو مخۍ نه شي
دداسې کړنلارو څېړل د منځلارۍ په حوځښت تمويل شوي کوي شي نه د تعصب او ياد بل مادي پلوي په بنا

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more