سياست او روانې چارې
دملا عبدالرقیب تخاري قاتلان څوک دي؟
میرویس
18.02.2014
ګرانو وطنوالو تاسې ته سلامونه
طالبانو او د افغانستان حکومت دواړو دطالبانو د حکومت د مهاجرو د پخواني وزیر ملا عدالرقیب تخاري، چې تازه د عربي اماراتو نه په هغې غونډې کې د ګډون نه وروسته تازه پيښور ته ستو شوئ ؤ، چې د ملا معتصم آغاجان تر مشرۍ لاندې د طالبانو دشپږو پخوانیو وزیرانو او یو تعداد موجوده قو ماندانانو په شمول جوړه شوې وه، په پيښورکې قتل کیدل وغندل.
طالبانو په کوټه کې د ملاذاکري او نورو مشرانو د هدفي قتلونو ملامتي د افغانستان په استخباراتو اچوله، خو د افغانستان حکومت دغه تورونه ردکړي وو. پداسې حال کې چې د ملا عبدالرقیب تخاري قتل د افغانستان حکومت او طالبانو دواړو غندأئ دئ، آیا د ملا رقیب او د نورو طالب مشرانو قتلونه چا کړیدي؟
آیاد دا کار د طالبانوافراطي ډله کوي او د طالبانو میانه روه ډله یې غندي؟
تراوسه پورې چې د طالبانو کوم مشران يو پر بل پسې وژل شوي، مطلق اکثریت یې میانه روان او د ملاعمر نږدي ارتباطي ګڼل کیدل. دا مسئله د ملا معتصم آغا جان دا خبره په کرسۍ کښینوي چې ګواکي ملا محمد عمر میانه رو دئ او هغه څه چې افغان ولس یې غواړي، ملا عمر یې هم غواړي، او هغه د صلحې له لار ې د افغانستان د کشالي حل دئ.
مګر داسې ښکاري چې په طالبانو کې داسې ډلې هم شته چې د ملا عمر او د هغه د میانه روانو پرخلاف ولاړې دي او هر طالب مشر چې د صلحې غږ جګ کړي وژني یې.
د ملا معتصم آغا جان دا خبره د کاڼي کرښه ده چې په جنګ یې سر نه ورځي، د نړۍ اکثریت جنګونه د صلحې په موافقو ختم شويدي. او د مسلمانو افغانو وروڼو تر منځ یو د بل وژنه باید بنده شي.
دالاندې خبر د ډیوې په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدي:
======
پیښور کې د طالبانو پخوانی وزیر وژل شوی
دوحا، قطر، کې د طالبانو د دفتر یو منظر.تیرکال د جون په میاشت کې طالبانو دوحا قطر کې مذاکراتو په خاطر دفتر پرانستلی وو خو په دفتر د طالبانو په بیرغ د افغان حکومت د اعتراز ورسته دغه عمل د ځنډ ښکار شو
17.02.2014
واشنگټن — د افغانستان د طالبانو د مهاجرینو لپاره پخوانی وزیر ملا عبدالرقیب چې د کابل حکومت سره د مذارکراتو په حق کې وو، پیښور کې د گل په ورځ ووژل شو.
پاکستان کې د طالبانو ذریعو په حواله د فرانس خبرې اداره ای ایف وايي ملا عبدالرقیب باندې په موټر سائیکل سورو حمله کونکو په داسې مهال ډزې وکړې کله چې هغه د یوې مدرسې نه راوتلو. هغه په موقع ساه ورکړه.
ای ایف پې افغانستان کې د یو طالب مشر له قوله وايي چې نوم يي نه دی څرگند کړی چې ملا عبدالرقیب پیښور کې میشته د طالبانو د هغه ډلې نه وو چې د کابل حکومت سره د ممکنه امن مذاکراتو په لړ کې د رابطې په حق کې ده.
د طالبانو یو پخواني وزیر آغا جان معتصم د ملا عبدالرقیب د وژل کیدو په هکله یو بیان کې ویلې پیښور او کوټه کې د افغانستان پخواني جهادي مشران او طالبان په هدف کیږي.
د آغا معتصم لخوا مطبوعاتو ته شائع شوی بیان وايي "ملا عبدالرقیب د پرامنه افغانستان دپاره کار کولو." بیان کې د ملا عبدالرقیب د یو عالم، سیاستدان، سماجي کارکن او د زرگونو یتیمانو د کفیل په توگه ستائنه شوي ده.
د کابل حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو عمل تر دا وخت د مشکلاتو ښکار شوی دی، ددې پرته چې په ورستیو ورځو کابل کې حکومتي چارواکو او د صدر حامدکرزي د حکومت ترمنځ د خفیه رابطو تصدیق کړی دی.
افغان صدر حامدر کرزۍ امریکې سره د امن لوظنامه لاس لیک کولو دپاره دا شرط هم ایښودی چې امریکا دې طالبانو سره د مذاکراتو عمل هم شورو کړي.
تیرکال د جون په میاشت کې طالبانو دوحا قطر کې مذاکراتو په خاطر دفتر پرانستلی وو خو په دفتر د طالبانو په بیرغ د افغان حکومت د اعتراز ورسته دغه عمل د ځنډ ښکار شو.
صبور
21.02.2014
دروند ورور میرویس خان هیله ده چې زما سلامونه ومنې،
زه یوازې دومره وایم چې مولوي عبدالرقيب د ملا معتصم آغاجان سره ډېره نږدې رابطه وه، او دهغه سره د سولې په پروسه کې هم سخته ملګری وو.
امیدواریم چې زما په اصلي هدف پوه شوي وي.
په درناوې،
pattang
21.02.2014
تاسو دواړوته !
ملا اغاجان سوله دچا سره کوي ؟ هغه خو د cia لپاره کار کوي !
او د cia پيسې اخلي . لېونيانو خپله عقلي طبعي برخه ولې توره وۍ
او داغ پرې لګوۍ ؟تيښتېدلی ملا اغجان دطالبانو په منځ کې ببرک
کارمل نشي کېدی او نه داسې د کوچنيانو لوبوته لکه cia او فاسد
رژيم چې مخته اچولې ده، څوک باور پرې لري او يا غلطيږي!
پر داسې لنډغري ددوی سياسي نبوغ داسې مالوميږي چې دوی
لودګان په توان دڅلورو دي !
سوله د پلار او زوی په منځ کې يو عذردی خو چې صليبيان ورک
شي او قاطلان خپله جزا وويني !!
[quote:86d9fffa48="صبور"]دروند ورور میرویس خان هیله ده چې زما سلامونه ومنې،
زه یوازې دومره وایم چې مولوي عبدالرقيب د ملا معتصم آغاجان سره ډېره نږدې رابطه وه، او دهغه سره د سولې په پروسه کې هم سخته ملګری وو.
امیدواریم چې زما په اصلي هدف پوه شوي وي.
په درناوې،[/quote:86d9fffa48]
watan jan
22.02.2014
معلومداره خبره ده چې هغه چا شهید کړی چې دافغانستان دسولې او ثبات په بهانه یې دا دیارلس کاله افغانان ووژل، او افغانستان یې تباه او ویرانه کړ.
یو ځل یې شهید کړي او بیا ورپسې ډنډوره جوړه کړي چې د فلانکي ملګری وه ځکه شهید شو.
استعمارچي دښمن ډیر مکار دی، ګذار وکړي او لاس شاته ونیسي.
الله ج دې مولوي عبدالرقیب شهادت قبول کړي او دده دوینو په برکت دي خدای دمکار دښمن نورې دسیسې بربنډې او ناکامي کړي
میرویس
28.02.2014
وطن جانه، السلام علیکم
ورورجانه بیادې حقایقو او عامه افکارو ته غیږې ورکړیدي. ته د عامه اذهانو سره ډغرې مه وهه. ټول خلک ویني چې لمر د کومې خوا راخیژي او چیرته لویږي.
ته هرڅه نشې مسخ کولئ. هسې ولس په ځان پورې خندوې.
ته هسې بې بنیاده تبصرې کوې. ستا تبصرې ستا دخپلې ګیډې محصول دي.
الله دې په لاره برابر کړه.
pattang
01.03.2014
نامرده تل مونږ ته نصيحت کوې خو يوه ښېرا دې هم نه اشغالګرو
ته وکړه اونه دا ګوډاګي رژيم ته !
[quote:b5462f346f="میرویس"]وطن جانه، السلام علیکم
ورورجانه بیادې حقایقو او عامه افکارو ته غیږې ورکړیدي. ته د عامه اذهانو سره ډغرې مه وهه. ټول خلک ویني چې لمر د کومې خوا راخیژي او چیرته لویږي.
ته هرڅه نشې مسخ کولئ. هسې ولس په ځان پورې خندوې.
ته هسې بې بنیاده تبصرې کوې. ستا تبصرې ستا دخپلې ګیډې محصول دي.
الله دې په لاره برابر کړه.[/quote:b5462f346f]
watan jan
03.03.2014
زه د سینټکام د مامورینو په خبرو شک لرم
د مولوي عبدالرقیب په شهادت غمرازي مو اصلي مقصد نه ده، که نه نو ولې د کندهار د زنګاواټ دشهیدانو پوښتنه نه کوي؟
خبره دا ده چې تاسو د شهید مولوي عبدالرقیب له پاکو وینو څخه سیاسي ناوړه استفاده کوئ.
چې دا زما په اند ډیر بې مروته کار دی.
[quote:70fef5e1cb="میرویس"]وطن جانه، السلام علیکم
ورورجانه بیادې حقایقو او عامه افکارو ته غیږې ورکړیدي. ته د عامه اذهانو سره ډغرې مه وهه. ټول خلک ویني چې لمر د کومې خوا راخیژي او چیرته لویږي.
ته هرڅه نشې مسخ کولئ. هسې ولس په ځان پورې خندوې.
ته هسې بې بنیاده تبصرې کوې. ستا تبصرې ستا دخپلې ګیډې محصول دي.
الله دې په لاره برابر کړه.[/quote:70fef5e1cb]
میرویس
11.03.2014
اسلام علیکم، وطن جانه
تاسې هم د پتنګ پېښې زده کړي دي. کله چې په بحث کې لا جوابه شئ بیا موضوع بدلوئ، تر څو اوبه خړئ کړئ او کبان ونیسئ. وروره که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي.
د ملا عبدالرقیب د مرګ په عواملو وغیږه، د مسئلې د اصلي مطلب نه انحراف مه کوه.
الله دې په ژوند برکت کړه.