د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

غل په غره کې نه ځائیږي

میرویس
18.02.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه دې در ورسیږي.
متل دئ چې [غل په غره کې نه ځاېیږي].
داځکه چې د هرې ترخې د ښورېدو نه ویریږي، چې مبادا د ترخې تر شابه پولس پټ وي وبه یې نیسي. غله ته په غره کې هره تیږه، پوټئ، وښته، سسیې، د ګیدړو او نورو ځناورو آوازونه او د ښپونکې تولۍ د دښمن حیثیت لري. چون دغله په بدن دویرې ګبڼئ لګیدلې وي، نو لوی غر ورته تنګ شي، نو خلک ځکه وايي چې غل په غره کې نه ځائیږي.

همدغسې هم چې د پاکستان طالبان د خپل ولس او انسانیت پر خلاف کوم جنایتونه کړیدي، هغه څوک او یا هغه ذرایع چې دطالبانو د جرایمو او جنایتونو نه د پردې د پورته کولو جوګه دي، طالبان یې وژني او ذرایع یې تباه کوي.

طالبانو په کراچۍ کې د آج د تلویزیون په ستیشن او نوای وقت په ورځپانې د بمونو حملې کړیدي یو دریور او یو محافظ یې ژوبل کړی دي. طالبانو ددې پیښې مسؤلیت هم په غاړه اخیستئ دئ.
طالبانو دغه راز تیره میاشت د اکسپریس تلویزون په یوه موټر په بمې حمله کې دتلویزیون درئ تنه کار کونکي ووزل.
دا لاندې ريوټ ډیوې خپور کړیدئ:
=====
کراچۍ : د شخصي ټي وي چېنل آج په دفتر بمي بريد کې دوه کسان ژوبل شوي
په کراچۍ ښار کې د شخصي ټيلي ويژن چېنل اج ټي وي او انگريزۍ ورځپاڼې بزنس ريکارډر په دفتر د لاسي بم بريد شوی چې په نتيجه کې د دفتر يو محافظ او ډرائيور ژوبل شوي دي .
د خبريالانو تنظيمونو د آج ټي وي په دفتر د شوي لاسي بم د بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې او بريد يې د صحافت په ازادۍ گوزار بللی دی
TEXT SIZE
17.02.2014
کراچۍ —
په کراچۍ ښار کې د شخصي ټيلي ويژن چېنل اج ټي وي او انگريزۍ ورځپاڼې بزنس ريکارډر په دفتر د لاسي بم بريد شوی چې په نتيجه کې د دفتر يو محافظ او ډرائيور ژوبل شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د کراچۍ ښار په گرومندر سيمه کې د آج ټي وي په دفتر د گل په ماښام نامالومه موټر سائيکل سورو لاسي بم ويشتی دی ، او د بريد وروستو حمله کوؤنکي په تېښته کې بريالي شوي دي .
د ورځپاڼې بزنس ريکارډر خبريال انور خان د پېښې په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، چې ماښام مونږ په دفتر کې دننه په کار بوخت ؤ چې چاؤدنه وشوه . هغه ووئيل په سي سي ټي وي کېمره کې ليدل کيږي چې موټرسائيکل سورو په روانه کې په دفتر لاسي بم ويشی دی .
د خبريالانو تنظيمونو د آج ټي وي په دفتر د شوي لاسي بم د بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې او بريد يې د صحافت په ازادۍ گوزار بللی دی .
د راپورونو ترمخه گرومندر کې د يوې ورځپاڼې نوائی وقت په دفتر هم لاسي بم ويشتی شوی خو چاؤدلی نه دی .
پوليس چارواکي وايې په آج ټي وي د شوي بريد په اړه يې پلټنې پېل کړي دي . او وزيراعلي سندهـ قائم علي شاه د پېښې نوټس اخيستې او د پوليس چارواکو نه يې د پېښې په اړه رپورټ غوښتی دی .
کراچۍ ښار کې تېره مياشت د اېکسپرېس ټي وي په يو گاډي د ناظم اباد په سيمه کې وسله والو ډزې کړې وې ، او په دغې پېښه کې د اېکسپرېس ټي وي درې کارکوؤنکي وژل شوي وو .
تحريک طالبان پاکستان د دغې پېښې پړه منلې وه .
د خبريالانو د تحفظ دپاره کارکوؤنکي نړيوال تنظيم "رپورټرز وداؤټ بارډرز" (اراېس اېف) لخوا د کال 2013م په اړه جاري شوي رپورټ کې پاکستان د نړۍ په څلورو هېوادونو کې د خبريالانو دپاره خطرناک ترين ملک گرځولی ؤ .
د ار اېس اېف ترمخه پاکستان کې تېرکال اووه خبريالان د ډيوټۍ په مهال وژل شوي او دغه هېواد د نړۍ په 180 هېوادونو کې د ميډيا د ازادۍ په فهرست کې په 158م نمبر شمار کړی شوی ؤ .
د ار اېس اېف په رپورټ کې د پاکستان حکومت د خبريالانو په وژنه کې د انصاف ورکولو کې خواشينې نه دی ، او دغه حکومت د طالبانواو وسله والو ډلوسره د پوځي اسټبلشمنټ په وړاندې بې وسه ليدل کيږي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more