نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جلال اباد کې ډله ييز قبر موندل شوى
داکتر هوسي
10.02.2005
سلامونه او نيکي هيلي ټولو درنو لوستونکو ته په نيک ساعت کي!
دا دي د افغان ظلم په افغان وګوري !
د پيسو په خاطر د خپل ورور وژل تاسي به اوريدلي وو چي:جلال اباد کې ډله ييز قبر موندل شوى.که مو نه وو اوريدلي نو اوسي واوري .
د افغانستان د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې امنيتي چارواکو د ١٨ کسانو مړي موندلي دي .
د چارواکو په وينا دا مړي يوې ورانکارې ډلې وژلي و او د يوۀ کور په انگړ کې يې ښخ کړي و .دا مړي زياتره د تکسي درايوران دي ،
په جلال اباد کې امنيتي مسوولين وايي تر اوسه يې د دغې ورانکارې ډلې ځينې کسان نيولي دي .
د همدې کساتنو له نيولو وروسته چارواکي وتوانيدل چې مړي ومومي .
څه موده وړاندې په کابل کې د اتو نورو مړيو تر موندنې وروسته ځينې کسان نيول شوي و چې له هغوى څخه تر پلټنو وروسته د جلال اباد د ورانکارې ډلې درک ولگيدۀ .
ورانکاري کسان غلۀ ول چې تر غلا وروسته به يې قربانيان وژل .او دکور په انګړ کي به يي خښول.
کوم مجرمين چي په جلال اباد کي نيول شوي دي د يوي کورني دري غړي وو. چي يوه پيغله او د دي مور اوتره ورکي شامل دي
دوي تر تحقيق لاندي دي .