د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تاریخ څه دی ؟

sheerinashna
13.02.2014

ده اردو یو پر مختللی تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي په خپل یوه کتاب کي د تاریخ په هکله داسي لیکي.


د تاریخ د هر زده کونکي لپاره دا پوښتنه بې ارزښته نه ده چي تاریخ څه دی ؟

د هیګل په عقیده بشري تاریخ د عقل او شعور تاریخ دی او د بشري تاریخ پرته بل هیڅ تاریخ نشته.
تاریخ شعور ته وده ورکوي او څه چي په تاریخ کي پیښیږي هغه د انسان د ارادې او عزم له کبله دي .
د انسان دغه اراده د ده فکرونو خارجي اظهار دی چي په نتیجه کي یې عمل را منځته کیږي.
ځکه ټول بشري تاریخ د فکر او عقل تاریخ او د بشري کړنو تاریخ دی.
په تاریخ د پوهیدولو لپاره مهمه ده چي تش د خلګو کړني په نظر کي ونه نیول شي.
بلکي دا هم په پام کي ونیول شي چي انسانانو اعمال د کومو فکرونو په درلودلو تر سره کړل.
تر ډیري زمانې پوري تاریخ یوازي د تیر مهال سیاست ګڼل کیدی.
سرجان سیلې (sir john seeley) وایي :
تاریخ د تیر مهال سیاست(past politics) دی.؛
هیګل وایي:
سیاست هم د تاریخ یو اړخ دی.
مګر اوس تاریخ له سیاست څخه وتلی دی.اقتصاد ، ټولنپوهنه ، کلتور ،هنر او ساینس هم په را ګډ سوي دي.
کارل مرکس د تاریخ په نظریه کي انقلابي تصور وړادي کړ هغه وایي په تاریخ کي سیاست مرکزي ټکی نه دی،بلکي مرکزي ټکی اقتصاد دی.
ټولنیز ، سیاسي ، مذهبي او هنري تاریخونه د یو بل سره یو راز نه ځي بلکي د اقتصاد څخه د اغیزو په منلو سره جوړییږي.
که د تاریخ کړه وړه وکتل سي معلومیږي چي د دوو توکو څخه جوړ دي.
(۱) د تیر مهال میراث.
(۲) د حال د تخیل قوت چي زموږ تیر مهال تشکیلوي.
انسان په تاریخ کي هیڅ بدلون نه سي راوستلاي کومي پیښي چي سوي دي په هغو کي هیڅ بدلون شونی نه دې چي مؤرخ له درواغو او تیرایستلو څخه کار واخلي او بدلون پکښي راولي.
تر یوې زماني پوري د محدود سیاسي تاریخ د تصور له کبله د تاریخ په هکله غلط پوهیدل ډیر عام ؤ هغه وخت ،والټیر وویل :
تاریخ د تیروتنو او ناپوهیو پاڼه ده.
په کومه زمانه کي چي ،والټیر ،دغه خبره وکړه هغه وخت د باچهانو او امراوو تاریخ ؤ چي د جګړو توطیو او عیاشیو د تفصیلاتو څخه ډک ؤ.
ننني تاریخ خپله کړۍ پراخه کړي ده.
د موفکرینو ، فیلسوفانو ، او د ساینس پوهانو نظریې او فکرونه هم د تاریخ برخه ګرڅیدلي دي.
د عقل او پوهي زیاتوب پکښي راغلی دی چي د تاریخ هغه روښانه اړخ دی چي زموږ لپاره زیات په زړه پوري دی.


pattang
13.02.2014

وروره دغه موضع دتاريخ او تاريخ پوهنې له فوروم پورې ارتبات لري
او هلته بايد خوندي شي ،زحمت دې کېښلی دی الله د خير در کړي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more