د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ناسور زخم

میرویس
12.02.2014

د فورم ګرانو ګډونوالو، السلام علیکم
یو مسلمان پښتون چې د کندهار دولایت د پنجوايي په ولسوالۍ کې لمانځه ته روان ؤ، د طالبانو په خښ کړي ماین ختلئ او پښې یې غبرګې غوڅې شویدي. ددې سړي کوچنئ اولاد او میرمن به څه کوي، پخپله معیوب او د هغه کورنۍ به د چا د غاړې بار شی، ځنګه به زوند کوي او د هغه اولاد نه به يې څوک جوړشي؟ دایوه خبره ده، او داچې ددغې نامرادې کورنۍ غړی به د طالبانو په مقابل کې د نفرت او کساد دځه ډول احساساتود اورد لمبو قرباني شي، بیخي یو بل مبحث دئ.

که طالبان قکر کوي چې دوی خلک وژني چې په ولس کې ویره ګډه کړي چې ددوی ملاتړ وکړي، دا نظر خو یې غلط ثابت شو. ولس د ترهې او ګواښ په وجه دطالبانو ملاتړته ور ونه دانګل، بلکه د طالبانو د شرنه یې د خپل ځان، اولاد او ملک د ساتنې دپاره مجبور سول چې د طالبانو پر خلاف وسله پورته کړي او د خپلې علاقې نه یې وشړي.

طالبانو دا خبره هیره کړیده چې وینه پر وینه نه مینځل کیږي، د طالبانو لخوا د خلکو وزل کیدل، ددې سبب کیږي چې د مقتولینو یتیمان او یسیران د طالبانو نه د د غچ د اتخیستلو پپه لټه کې شي. دغه راز د طالبانو پرخلاف د ولسونو پاڅونونه د طالبانو د خشونت، قتل او غیر اسلامي او غیر انساني سلوک زیږنده پدیده ده. دغسې یو حالت د افغان ولس پر ټټر یو ناسوز زخم دئ چې بلیږي، خو رغیږي نه.
د خبریال رپوټ دئ چې د ننکرهار په شپږو ولسوالیو کې چې خلک د طالبانو زور زیاتي نه تر پزې راغلي دي سیمه ایز پولس تشکیل کوي، چې د طالبانو د شر نه نجات پیدا کړي. پرونه د لوګر د ولایت په برکي کې د طالبانو پر خلاف د پاڅون خبرونه خپاره شول.

د افغانستان شخړه په جنګ او دمسلمانانو د وینو په تویولو نه حل کیږي، بلکه لا پیچلې کیږي، او دغسې حالت په نهایت کې د یوه ملک د تباهۍ پیغام ورکوي.
طالبانو او افغان حکومت ته پکار دي چې د الله اوامرو او دولس واویلا ته غوږ کیږي، او په خپلو کې روغه وکړي، او ملک ته سوله او امنیت را ستانه کړي.
آلله اکبر.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more