د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په سینما ګانو کې څوک چاودنې کوي؟

اتل
11.02.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
پداسې حال کې چې دپاکستان طالبان د خپل حکومت سره دروغې جوړې خبرې اترې کوي، د پیښور په یوه سینما کې تیره هفه او په بله سینما کې نن چاودنې وشوې او په لسګونو ولسي خلک یې مړه او زخمی کړل.

دا چاودنې پدې وجه ندي شوې چې ګواکي د فلمونو کتل ناروادي. که داسې وئ، نو بیا ولې طالبان فلمونه جوړوي، او د روغې جوړې د خبرو نه مخکې په څو تیرو کلو کې طالبانو ولې دغسې دماکې ونکړې؟

د تیرې هفتې د سینما د حملې مسؤلیت د جاندالله ډلې په غاړه واخیست. آیا جاندالله په طالبانو پورې مربوطه ډله نده؟ د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ددې هېواد د کورنيو چارو وزير، د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د پېښور اعلى وزير د پېښور په سينما کې بمي بريد غندلى او دا يې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د سبوتاژولو سازش بللى.
د مطلب خبره خو داده چې که طالبانو دا کار نه وي کړئ، نو چا وکړ؟ طالبان لکه چې د جهاد په نامه قتلونه کوي، همدغسې یې د حکومت سره په چانو وهلو کې د ځان د قوي ښودلو دپاره دغسې دماکې کوي، او مسلمانان وژني چې د حکومت نه زیات امتیازونه واخلي.

ددروغو، خدعې او دوکې پر بنیاد ولاړې مذاکرې او د هغو نتائج بقا نلري. ددرواغو منزل لنډ دئ. که طالبان غواړي چې ریښتنۍ صلحه وکړي، نو ورله پکار دي چې په مذاکراتواو فیصلو کې اودغه رازد میثاقونو په رعایت کې ځان ته کټ مټ هغه لاره غوره کړي، چې د اسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وصلم پرې تللئ ؤ.
الله دې طالبانو ته بصیرت ورپه برخه کړي.
دا لاندې رپوټ آزادۍ رادیو خپور کړیدئ:
=====
پېښور: په سينما کې بمي چاودنو ١١ کسان ووژل

22.11.1392
د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور کې په يوې سينما کې بمي چاودنو شاوخوا ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پېښور ښار د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، د سه شنبې په ورځ مازيګر د پېښور د باچا خان چوک په شمعې سينما کې درې بمي چاودنې شوي دي، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه ١١ کسان مړه او ٢٥ ټپيان شوي دي.

د امنيتي چارواکيو په وينا ، په شمع سينما کې نزدې ١٠٠ کسان موجود وو، چې نامعلومو وسله والو په سينما کې لومړى ډزې وکړې او بيا يې درې لاسي بمونه وغورځول، چې له امله يې خلکو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر اعجاز خان د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، تراوسه پورې د شمعې سينما په بمي بريدونو کې ١١ کسان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي، چې د څلورو حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر لوړ شي:

" پر [شمعې] سينما کې مازيګر هغه مهال نامعلومو کسانو بريد وکړ، چې شاوخوا ١٠٠ کسان د فلم نندارې ته ناست وو. بريد کوونکي لومړى په دروازه کې يو لاسي بم وغورځاوه او بيا يې دننه د سينما په هال کې دوه لاسي بمونه وغورځول، چې له امله يې هال کې اور ولګېد او مرګ ژوبله يې واړوله."

نوموړي همداراز وويل، څو ورځې وړاندې په قصه خوانۍ کې پر سينما تر بريد وروسته مو د ښار د سينماګانو امنيت لا سخت کړى و، خو له بده مرغه ترورېستان يو ځل بيا په خپل هدف کې بريالي شول.

شمع سينما د پېښور په ګڼ بازار باچا خان چوک کې موقعيت لري، چې شاوخوا شل کاله پخوا جوړه شوې ، چې هره ورځ پکې درې_ څلور پښتو فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي او د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور او اړوندو سيمو څخه سلګونه کسان ورته ورځي.

د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په باچا خان چوک کې په شمعې سينما کې دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې د روانې مياشت په ٢مه نېټه هم د قصه خوانۍ بازار په "پکچر هاوس" نومي سينما کې دوه چاودنې شوې وې، چې په ترڅ کې يې ٥ کسان مړه او ٣١ ټپيان شوي وو.

د پېښور په شمعې سينما کې دا بريد په داسې مهال شوى، چې د پاکستاني حکومت او د وسله والو پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شوي دي او دواړه خواوې هڅې کوې، چې خبرې پرمخ بوځي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ددې هېواد د کورنيو چارو وزير، د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د پېښور اعلى وزير د پېښور په سينما کې بمي بريد غندلى او دا يې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د سبوتاژولو سازش بللى.

د يادونې وړ ده، چې د پېښور په شمعې سينما کې د بمي د بريد مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more