نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
hella
Anonymous
09.02.2005
[color=blue:a062bf06b6]ډيرو درنو او دوستانو سلامونه می ومنی٠خوږو
ته له دی يوه هيله دځينو دوستانو څخه کوم هغه داچی٠
ددی ښکلی اومنلی ادبی او پښتنی پاڼی مخ دی په بدرنګو او تحقيرونکو کلماتواوکنځلو نه بدرنګه کوی٠
ځينی دوستان لکه ،مشرقيوال صاحب، هوتک صاب او بهير ورو څه ختا تلی دی او دسپکاوی ډکی خبری يی يو بل ته ليکلی چی دخفګان او زموږ د ازاروړ دی٠ په خاصه توګه د هوتک ورورڅخه هيله کيږی چی خپلی ټوکی ټکالی دی د ادبی ټوکو په څانګه کښی کوی او دخلکو توحين دی دلته نه کوی٠ او دبازاری او باداری الفاظو دکارولو څخه دی په راتلونکی کښی په کلکه ډډه وکړی٠[/color:a062bf06b6] ستاسی دنامناسبه الفاظو کارول لومړۍ ستاسی شخصيت ته ضرر رسوی او بيا دی ښکلی پښتنی ويبپاڼی ته٠
دوطنمل صاحب څخه هم دا هيله کيږی چی ددوی دغه تحقيری ليکنی يی چی يو بل ته کړيدی پاکی کړی٠
مبادا چی داښکلۍ سايډ دپاړسيوانانو د سايډونو په شان بدرنګه او بی خونده شی٠
دالله مو ښه غواړم٠
بريالي اوسې٠وروس
سمسور[/color]
Baheer
10.02.2005
سلامونه او نېکې هيلې٠
سمسور صيب مننه ستاسو د ښايسته ليکنې او نظريې څخه٠
وروه تاسو ليکلي دي چې :
د سمسور صيب ليکنه:
[color=red:987f82aad3]ددی ښکلی اومنلی ادبی او پښتنی پاڼی مخ دی په بدرنګو او تحقيرونکو کلماتواوکنځلو نه بدرنګه کوی٠
ځينی دوستان لکه ،مشرقيوال صاحب، هوتک صاب او بهير ورو څه ختا تلی دی او دسپکاوی ډکی خبری يی يو بل ته ليکلی چی دخفګان او زموږ د ازاروړ دی٠[/color:987f82aad3]
وروره ما کوم ځای کښې سپکه خبره ليکلي ده؟ او بل دا چې نومړي وېب پاڼه فعال اډمينان لري او هر وخت هره ليکنه کنترول کيږي، هر ه هغه ليکنه چې د سايټ اډمين يې نه ړنګوی د ادبي ليکنې مانا ورکوي٠
سمسور صيب خدای د نکوي چې زه به سپکې ليکنې کوم، سپکه ليکنه د سپک انسان کار دی او سپک انسان هر ځای کښې معلوم وي٠
بس ستا په هيله کولو سره په ليکنې (ځما ليکنې نه جالبه دي او نه ګټوري) پرېږدم او صرف يو ګونګ لوستونکی به مو وم ٠
" لږ ووايه او ډېېېېېېېېېېېر واوره" ٠ بس نور زه هيڅ نه وايم او ډېر به لولم٠
په درناوي
ستاسو کوچنی ورور بهير
Anonymous
10.02.2005
سلام٠
سمسور صاحب ښه خبره ده خو ته هم بايد هر څوک نا حقه تورن نه کړې٠
بهير صاحب د بوش د اسلام په ورکولو موضوع ليکلي وه او نورو بحث بل طرف ته کش کړ او حتا مشرق وال صاحب کنځا هم پکښې ليکلي وي ٠ بحث بايد د موضوع څخه خارج نه وي٠
Anonymous
12.02.2005
ننګرهاری صاحب دسلام او دوعا نه وروسته٠
ته هم ريښتيا وايی خو زيی هم٠
داچی ما دبهير ورور نوم ذکر کړايدۍ ،هغه په دی ماناچی بهير جان ،(زموږ ورکوټی ورور) دجذباتو ډکه ليکنه کړيده او ددی باعث ګرځيدلی چی نور وروڼه لکه هوتک او مشرقيوال يی سره ښکر په ښکر کړيدی چی د يواوبل د سپکاوی لپاره يی ډير ناشايسته الفاظ کارولی وو٠
دا چی بهير جان دامريکا سره خپله دښمنی ښودلی او تاسی يی ملاتړ کړېدې کو رمو ودان مګربهير جان ددی تر څنګ ټول مسلمان ملت ته سپکاوی او خيرا کړيدی٠
ننګرهاری ورور ٠ ټول مسلمانان ستاسی او بهير ورور په شان بنسټ پال نه دی نو چی نه دی دا ټول بايد تبا شی٠
ولی؟ دڅه لپاره؟ صرف په دی چی ستاسی په شان اور پکی نه دې٠
دومره تنګ نظری دمسلمانانو په قابل دخدای نيکبختو٠
دښاغلی وطنمل ور ور څخه يو دنيا مننه کوم چی په موقع سره يی دناشايسته الفاضو په پاکولو کښی له دی سايډ څخه اقدام او عمل کړيدۍ٠ کور مو ودان.وطنمل صاحب٠
او په وطن او پښتنو مېېن وطنمل صاحب٠ تاسی ته ﻻ زيات بری د خداي ج څخه غواړو٠
پاتی سو بهير جان ورو٠
دخدای نازولييه ليکنی مه پريږده کوه يی خو دومره احساساتی نه٠
او بيا جلالزۍ ورور٠
دډير ښکلی قلم اوښه نظر خاوند يی وروره، موﻻ دی درته توفيق درکړی٠ واقعأ ښه پوه او ليکوال سړی يی٠
ستاسی دليکنو مينه وال
سمسور٠