د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پروسږ افغانستان کې تلفات زیات شوي.

اتل
10.02.2014

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې اداره وایي چې تیرکال په افغانستان کې د ولسي خلکو په تلفاتو کې زیاتوالئ راغلئ، اوطالبان په سلو کې دڅلور اویا مجموعي تلفاتو مسؤل دي.

خو طالبان تل ادعا کوي، چې دوی نه، بلکه خارجي قواوې افغانان وژني.
قدرمنو لوستونکو، تاسې پدې برخه کې څه وایاست؟
====
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د ملګري ملتونو يو تازه رېپوټ ښيي، چې تير کال په افغانستان کې دملکي خلکو مرګ ژوبله ۱۴ ٪ زياته شوې ده.
په هغه رېپوټ کې، چې تيره ورځ د ملګرو ملتونو لخوا خپور شو، ويل شوي، چې په ۲۰۱۳ ز کال کې په افغانستان کې ۲۹۵۹ تنه ملکي خلک وژل شوي او ۵۶۱۵ تنه ټپيان شوي دي.
دغه رېپوټ د ملکي خلکو د وژنې لامل ۷۴ سلنه وسلوال مخالفين او ۱۱ سلنه يې بيا د بهرنيانو او نور ځواکونو ونډه بلل شوې.
سپينتمان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more