د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

په قبر کې د بم د چاودنې هدف څه ؤ؟

میرویس
10.02.2014

السلام علیکم
د پيښور د يوې هدیرې دیوه قبر په چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور ښځې وزل سویدي. دغه ښځې د خپلې کورنۍ د یوه غړي د زیارت دپاره هدیرې ته تللې وې.

اوس دا خبره ټولو ته جوته شوې چې د انسانیت دښمنان د مسلمان امت د قتال پروا نه کوي، بلکه د خپلو اقتصادي ګټو، په قلمرو باندې د قبضې د ټینګولو او په ولس کې د ویرې او ترهې د اچولو دپاره دغسې دماکې کوي.

ډپاکستان طالبانو پداسې حال کې چې دخپل حکومت سره دسولې په خبرو اترو لګیا دي، ګواښ ګړئ چې که دغه خبرې ناکامې شي، دوی به دهغو پنځه سوه خود کشه ښځو په واسطه چې تیارې یې ددماکو د پاره روزلې دي، بې شانه ځان مرګي حملې وکړي. دغسې ډلې ټپلې بې وسه ناخوان انسانان مغز شويي کوي او خپلو ناولو هدفونو ته درسیدو په لاره کې کارترې اخلي.

ددې تشدد دبندولو، بې ګناه انسانانو د قتل د مخنیوي، ملک د تباهۍ او ولسونو د دهشت د بندولو یوازنۍ لاره داده چې طالبان د خپل حکومت سره په پوره ایماندارۍ خبرې اترې وکړې، دواړه لوري د سولې او امنیت دپاره دردونکې فیصلې وکړې، راکړه ورکړې ته غاړه کیږي، او داسې تقاضاوې وکړي چې د منلو وي او عملی کیدای شي.
الله دې سوله او امنت بریالي کړي.
آمین.


Re: په قبر کې د بم د چاودنې هدف څه ؤ؟

pattang
10.02.2014

خو داخرې صليبيان کله خوښوي او پاکستان يې په خوټو کلک تړلی
چې حرکت وکړي تار یې کش کړي او خپله ماجراجویې تل په طالب
ور اچوي !

[quote:245a0da38c="میرویس"]السلام علیکم
د پيښور د يوې هدیرې دیوه قبر په چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور ښځې وزل سویدي. دغه ښځې د خپلې کورنۍ د یوه غړي د زیارت دپاره هدیرې ته تللې وې.

اوس دا خبره ټولو ته جوته شوې چې د انسانیت دښمنان د مسلمان امت د قتال پروا نه کوي، بلکه د خپلو اقتصادي ګټو، په قلمرو باندې د قبضې د ټینګولو او په ولس کې د ویرې او ترهې د اچولو دپاره دغسې دماکې کوي.

ډپاکستان طالبانو پداسې حال کې چې دخپل حکومت سره دسولې په خبرو اترو لګیا دي، ګواښ ګړئ چې که دغه خبرې ناکامې شي، دوی به دهغو پنځه سوه خود کشه ښځو په واسطه چې تیارې یې ددماکو د پاره روزلې دي، بې شانه ځان مرګي حملې وکړي. دغسې ډلې ټپلې بې وسه ناخوان انسانان مغز شويي کوي او خپلو ناولو هدفونو ته درسیدو په لاره کې کارترې اخلي.

ددې تشدد دبندولو، بې ګناه انسانانو د قتل د مخنیوي، ملک د تباهۍ او ولسونو د دهشت د بندولو یوازنۍ لاره داده چې طالبان د خپل حکومت سره په پوره ایماندارۍ خبرې اترې وکړې، دواړه لوري د سولې او امنیت دپاره دردونکې فیصلې وکړې، راکړه ورکړې ته غاړه کیږي، او داسې تقاضاوې وکړي چې د منلو وي او عملی کیدای شي.
الله دې سوله او امنت بریالي کړي.
آمین.[/quote:245a0da38c]


میرویس
19.02.2014

پتنګ وروره، سلامونه او احترامونه
خلک به هلته هم شاباسئ درته ووایي او هم به اعتبار درباندې وکړې چې لا اقل یو ځل خوسر په خپل ګریوان کړې، اودداسې بې ځایه تبصرو نه لاس واخلي، اووایي چې داسې اعمال غندې.

ته په عوض ددې چې په افغانستان کې په ګڼ شمیر پیښو کې چې په قبرونو کې بمونه چول شوي، په هدیرو کې په جنازو باندې بمي حملې شوې او په مسجدونو کې طالبانو کاراوايۍ کړې، هغه تائید کړي، حتې د پاکستاني طالبانو جنایتونو ته د منطق پرتوګ سکڼې او داسې اپلتي ولې چې عقل او منطق دواره ګوته په غاښ ورته نیسي، او حتې یو ناخوانه هم ملامتي در باندې وایي. وایي پک مې لیدلئ نه ماغزه وتلي.
لږ منطق او تعقل پکار دئ.
په مولا دې سپارم


pattang
19.02.2014

که اشغال ، فاسقان ،اجنټان ، زورواکان ، جنګي جنايتکاران ورک شي
نو داکارونه په خپله ورکيږي ! زمونږ مسئله اشغالګر او دهغوی فاسد
ملګري دي خو متاسفانه تا دخپلې ترور زامن هيڅ وخت ونه ټکول
اونه د زما پوښتنو ته ځواب راکه !!!‍

[quote:5c3b5fb4aa="میرویس"]پتنګ وروره، سلامونه او احترامونه
خلک به هلته هم شاباسئ درته ووایي او هم به اعتبار درباندې وکړې چې لا اقل یو ځل خوسر په خپل ګریوان کړې، اودداسې بې ځایه تبصرو نه لاس واخلي، اووایي چې داسې اعمال غندې.

ته په عوض ددې چې په افغانستان کې په ګڼ شمیر پیښو کې چې په قبرونو کې بمونه چول شوي، په هدیرو کې په جنازو باندې بمي حملې شوې او په مسجدونو کې طالبانو کاراوايۍ کړې، هغه تائید کړي، حتې د پاکستاني طالبانو جنایتونو ته د منطق پرتوګ سکڼې او داسې اپلتي ولې چې عقل او منطق دواره ګوته په غاښ ورته نیسي، او حتې یو ناخوانه هم ملامتي در باندې وایي. وایي پک مې لیدلئ نه ماغزه وتلي.
لږ منطق او تعقل پکار دئ.
په مولا دې سپارم[/quote:5c3b5fb4aa]


میرویس
20.02.2014

پتنګه سلامونه او درنښتونه
ورورکله په قبرونو، هدیرو،مسجدونو او زیارتونو کې چاودنې، ستا خبره د صلیبي اشغالګرو سره هيڅ تړاو نه لري، او هغه هم بیا په پاکستان کې.
لکه چې ستا هم طالبانو غوندې اعصاب مختل شوي، د علت او معلول ترمنځ توپیر نشې کولئ.
دُعا درته کوم چې روغ شي.


pattang
20.02.2014

هغه ستا د Cia اود cia دطالبانو کاردی چې ستاسو لخوا څخه رهبري
کېږي ! طالبانو په تېرو کې داسې کارونه نکول !

[quote:df75b87673="میرویس"]پتنګه سلامونه او درنښتونه
ورورکله په قبرونو، هدیرو،مسجدونو او زیارتونو کې چاودنې، ستا خبره د صلیبي اشغالګرو سره هيڅ تړاو نه لري، او هغه هم بیا په پاکستان کې.
لکه چې ستا هم طالبانو غوندې اعصاب مختل شوي، د علت او معلول ترمنځ توپیر نشې کولئ.
دُعا درته کوم چې روغ شي.[/quote:df75b87673]


میرویس
21.02.2014

پتنګ صاحب، سلامونه او رحموتونه
وروره، طالبانو ځان مرګي حملې او دغسې نور شیطانتونه د القاعدې او نورو بین المللي ترورستانو نه زده کړیدي. اوس یې چې دې ډول کاراواییو ته زور ورکړیدئ، ټکني شوي او مذبوحانه هلې ځلې کوي.
دا ددوی د ناکامئ او ماتې علایم دئ.
الله دې رحم درباندې وکړي، پتنګه.


pattang
21.02.2014

ناپوهه او ددالري زمانې بيګانه هلکه!
انتحاري ډوله ځان وژنې له طالبانو مخ کې هم په نورو کلتورو کې شته
اووي به ! او دا حملې هلته کېږي چې له يوو مردار شي نه دچا ډېر بد
راځي او نه یې غواړي نو ځکه انتحاري حملې کوي که انتحاري حملې
نه غواړې نو بادارانو ته دې ووايه چې له افغانستانه کونه شاته واچوي
!! ستا درونې دانتحاري عمل کارنکوي؟
تف لانت فاسده ! کنځلې مکوه !

[quote:39c1e35da0="میرویس"]پتنګ صاحب، سلامونه او رحموتونه
وروره، طالبانو ځان مرګي حملې او دغسې نور شیطانتونه د القاعدې او نورو بین المللي ترورستانو نه زده کړیدي. اوس یې چې دې ډول کاراواییو ته زور ورکړیدئ، ټکني شوي او مذبوحانه هلې ځلې کوي.
دا ددوی د ناکامئ او ماتې علایم دئ.
الله دې رحم درباندې وکړي، پتنګه.[/quote:39c1e35da0]


میرویس
28.02.2014

السلام علیکم
هو پتنګه، انتحاري حملې اوږد تاریخ لری، او په مختلفو جنګونو کې کار ترې اخیستل شویدئ. مثلاٍ جاپانیانو د کمه کازي په نامه دغسې انتحاري حملې کړې وې.
خو طالبان وایي چې دوی جهاد کوي.

انتحار په اسلام کې حرام دئ، په جهاد کې هم انتحاري حملو ته جواز نشته. تاسې اول دا ووایاست چې تاسې ملسمان یاستئ اوک نه؟
که مسلمان یاستئ نو په اسلام به عقیده لرئ. که داسې وي نو څه چې طالبان کوي تاسې یې جهاد بولئ او که عادي جنګ؟ که عادي جنګ يې بولئ نو بیا ستاسې خبره درسته ده چې انتحاري حملې په جنګونو کې شوې او کیږي به.
.
هغه نوربد رد چې تاسې ویلي هغه ستاسې خبزې نه، بلکه ستاسې د بهایي بادلرانو سبق دئ.
په درناوي.


pattang
01.03.2014

له ځان څخه د بې عقل شی جوړ کړی ! څوک وايې چې انتحاري حملې
حرامي دي ؟ هغه ددالرو ملايان ؟ ډېر علما وایې چې داحملې جهاد دی
او جهاد په مختلفوحالاتو کې ډولونه لري !
نو اوس ددالري ملايانو خبره ومنم او که دې وچ جواري دملا صيب ؟
زويه زه ګمان نکوم چې ته داسلام غم خورې بلکې دخپلو دالرو په غم
کې یې او تايووارهم اشغالګراو دا فاسد رژيم ونغانده ؟

[quote:b28f28bbea="میرویس"]السلام علیکم
هو پتنګه، انتحاري حملې اوږد تاریخ لری، او په مختلفو جنګونو کې کار ترې اخیستل شویدئ. مثلاٍ جاپانیانو د کمه کازي په نامه دغسې انتحاري حملې کړې وې.
خو طالبان وایي چې دوی جهاد کوي.

انتحار په اسلام کې حرام دئ، په جهاد کې هم انتحاري حملو ته جواز نشته. تاسې اول دا ووایاست چې تاسې ملسمان یاستئ اوک نه؟
که مسلمان یاستئ نو په اسلام به عقیده لرئ. که داسې وي نو څه چې طالبان کوي تاسې یې جهاد بولئ او که عادي جنګ؟ که عادي جنګ يې بولئ نو بیا ستاسې خبره درسته ده چې انتحاري حملې په جنګونو کې شوې او کیږي به.
.
هغه نوربد رد چې تاسې ویلي هغه ستاسې خبزې نه، بلکه ستاسې د بهایي بادلرانو سبق دئ.
په درناوي.[/quote:b28f28bbea]



ع کريم حليمي
02.03.2014

السلام علیکم و رحمة الله ......
[code:1:b9ec8713a8] څوک وايې چې انتحاري حملې
حرامي دي ؟ هغه ددالرو ملايان ؟[/code:1:b9ec8713a8]

پتنګ صاحب ، تر نن ورځی ټول علماء ، انتحار حرام ګڼي ،
حرام :ته حلال ویل کفر دي

البته طالبان وايي چه : استشهادي حملې راوا دي
په تنګ صاحب ، خپل الفاظ نه استفاده کوه ، که د بل چا د مذهب د الفاظو نه استفاده وکړې ، د کفر په درشل کي درېږې
درنښت


pattang
02.03.2014

حليمي صيب سلام عليکم !
دروغ خو د پښتانه مسلمان اخلاقي وزن کموي او شخصيت ته يې
ضربه رسوي ! زه خو په ديني موضعاتو کې وارد نه يم چې داستشهادي
او انتحاري فرق وکړم ؟
زه داسې فکر کوم چې زه له ډېر قوي دوښمن سره جنګېږم زما وطن يې
قبضه کړی ،قانون مې نه مني ، قران شريف مې سوځي ، واړه مې
وژني ، په مړيومې ميتيازي کوي او بيا سوځي ، تحقيروي مي او هره
بې نا موسي راسره کوي نو له دې ژوند نه ماته مرګ شه دی !
خو داسې ځان نه وژنم چې يواځې ځان مړکم او له پاڅون نه مې يو
سړی د مولۍ په دود کم شي !
نه حليمي صيب دا کافران هم له ځانه سره‌اخلم او وژنم یې
نو اوس دهر چا خوښه که انتحاري یې بولې او که استشهادي !!!

شامير چې وروسته د يهودو اسرائيلو لمړی وزير شه په خپل وخت
کې چې انګليستان په فلسطين کې وو په يوه شپه یې ۲۴۰ کسان
انګليسي عساکر ووژل او له دې وروسته انګلستان مجبور شه چې
فلسطين پرېږدي !

[quote:5295c5fe51="ع کريم حليمي"]السلام علیکم و رحمة الله ......
[code:1:5295c5fe51] څوک وايې چې انتحاري حملې
حرامي دي ؟ هغه ددالرو ملايان ؟[/code:1:5295c5fe51]

پتنګ صاحب ، تر نن ورځی ټول علماء ، انتحار حرام ګڼي ،
حرام :ته حلال ویل کفر دي

البته طالبان وايي چه : استشهادي حملې راوا دي
په تنګ صاحب ، خپل الفاظ نه استفاده کوه ، که د بل چا د مذهب د الفاظو نه استفاده وکړې ، د کفر په درشل کي درېږې
درنښت[/quote:5295c5fe51]



ع کريم حليمي
03.03.2014

وعلیکم السلام و رحمة الله ....‌
[code:1:7260598e14]زه خو په ديني موضعاتو کې وارد نه يم چې داستشهادي
او انتحاري فرق وکړم ؟ [/code:1:7260598e14]

پس نو ! داسي خبري او بحث کوه چه پکښي وارد اوسئ ، دا زموږ مومن بهِ خبري دي ، او په دیني خبرو کي محتاط اوسئ

درنښت


تخاري
03.03.2014

حليمي صيب تر سلام او درنشت وروسته عرض کوم چی تاسو شه پوهیژی چی د پتنګ صیب مطلب له انتحاري څخه څوک ده

نو پس د یو دیني عالم په حیث په تاسو لازم وه چی استشهاد ته انتحار ویل مو غندلي او په دین کی مو تحریف ګڼلای وای

خدای ج مو غاړی خلاصی لره



ع کريم حليمي
04.03.2014

السلام علیکم ،
تخاري صیب بلې ما همېشه انتحاري مرګ ناروا بللی . وژنه به هر وخت حرامه وي ، خو استثنايي حالتونه لري : د ځان د ژوند د دفاع په حالت کي او د اعلاء کلمة الله له پاره به وژنه روا او جایزه وي

چه راسم ستاسو و دا استشهادي چاودونو ته ، تاسو یو سیاسي جنګ را شروع کړی ، د مکه مکرمه او مدینه المنوره ، او کابل جان (علیکم بالسواد الاعظم) ئې نه درسره مني ، دغه درې سواد الاعظم چه ئې ومنې ، نو بیا زه ئې هم درسره منم ، زه د سواد الاعظم مخالفت نه کوم ، دغو ښارونو کي درانه او جید علماء سته ، زه حـــــــــــــــیاء وکم
[color=white:f630066987]الإيمان بضع وستون شعبة، والحــــــياء شـــــــــــــــــعبة من الإيمان [/color:f630066987]
درنشت


میرویس
04.03.2014

صداقتمند حلیمي صاحب، نازولئ پتنګ ورور او د تخارستان یا باختر دردیدلئ تخاري وروره، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
حلیمي صاحب ستاسې د علم او حق ویلو په احترام باید ووایم چې په اسلام کې افراطیت خای نلري، او تاسې دا اصل بااکل مقبول تمثیل کړیدئ.

خو خپلو دوو نورو پښتنو وروڼو ته وایم چې د حب علي او بغض معاویه په تله یې ونه تلې چې ددواړو دارینو ګټه پکې نشته ده. پتنګ صاحب دا مه هیروه چې حلیمي صاحب خو مخکې هم په یوه بحث درته ویلي وو چې ترکستان ته روان یې او ترکستان ښه ځای ندئ. وروره، دا خبره تل په زړه ولره [چیرې چې نه کار، هلته څه کار]؟ د خپلو کولمونه فتواوې مه راباسه چې دتعفن نه یې پخپله ته لیونئ کیږي. تاسو دواړه وروڼه د افراط نه لاس واخلئ. اسلام نه د افراط دین دئ او نه هم تفریط.
پتنګ ګله ته چې د انتحار او شهادت تر منځ د توپیر انپړيې، نو بیا ولی وایې چې انتحار حلال او روا دئ؟ حلیمي صاحب ته غوږ ونیسه چې په دنیا فکري سکون در په برخه شي او آخرت ته هم یوه توښه درسره یوسې.

په اسلام کې انتحار حرام دئ. څوک چې په هره وسیله انتحار کوي په هغې دنیا به په هماغې وسیلې بیابیا ځان وژني او بیابیا به راژوندئ کیږي او بیابیا به ځانوژني.

استشهادي حملې داسې ندي لکه زموږ ګران طالبان یې چې کوي. اول په استشهادي حملو کې نیت د ځان وژنه نه وي، بلکه پدې نیت حمله کیږي چې دښمن ووژني، او که مجاهد پدې حمله کې شهید شو، نو شوئ به وي. مجاهد چې د کفارو په لاس ووژل شي شهید کیږي، نه پخپل لاس.

دلته څو مسئلې مطرح کیږي. د طالبانو په استشهادي حملو کې حمله کونکئ د انتحار په نیت نه روانیږي، اود دښمن لخوا نه وژل کیږي، بلکه پخپله ماشه یا سویچ راکاږي او انتحار کوي، او پدې هم نه پوهیږي چې کفار به ووژل شي او که نه، خو انتحار حتمي دئ. حمله کونکئ دخپل ژوند د اخستلو حق د الله تعالا نه ساقط کوي اودا حق ځان ته ورکوي. دغه رازحمله کونکئ د خپل مرګ وخت چې هغه هم الله تعالا ټاکلئ دئ، تصرف کوي، او پخپله یې ټاکي. په اصل کې انتحاري حمله کونکئ، د الله تعالا صلاحیتونه قبض کوي، او داټول په خپل تصرف کې اخلي.

وروڼو، استشهادي عمل هغه ؤ چې اصحابي البراء ابن مالک په معرکت الیمامت کې وکړ. مسلمانانو چې کفار په یوه کلا کې محاصره کړل، کلا محکمه وه او کفارو پر مسلمانانو وارونه کول. البراء خپلو ملګروته وویل چې ما د کلا ددروازې د پاسه تر دیوال د کلا دننه وروغورځوئ چې دکلا دروازه خلاصه کړم.
البرا‌ء د کلا ددروازې د پرانستلو په نیت ددیوال نه هغه خوا ځان واچاوه، نه داچې ځان ووژني. که کفارو هغه وژلې واې نو شهید شوې به ؤ او هغه به استشهادي اقدام ؤ. خو البراء دروازه خلاصه کړه ونه وژل شو، بلکه پښه یې ماته شوه.
داسې کوم شئ نشته چې دښمن دئ قوي ؤ، انتحار وکړه، که دښمن دئ کمزورئ ؤ مه یې کوه. خو دا خبره شته چې که دښمن دئ قوې ؤ، مه یې لمسوه چې مسلمانانو ته زیات تاوان اوړي. ددښمن کاروان چې په سرک روان وي، د پردي کلي نه په یوه شلخې ټوپک ډزې مه وریاندې کوه او بیا مه تشته چې دښمن راځي ستا د بې غیرته غلچکي ډزاو تیښتې په وجهه ټول کلي ته تکلیف پیدا کوي.
په الله مو سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more