د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه د ښځې پلو تش نه پریږدي.

میرویس
04.02.2014

السلام علیکم.
په پښتنولۍ کې چې ښځه چاته پلو وروړي، هغه یې تش نه پریږدي.
طالبانو ته چې څوک ووایي چېې ستاسې اعمال د پښتونولۍ سره اړخ نه لکوي، نو وایي چې موږ خو جهاد کو، د اسلام په لاره روان یو. خو بیا په نورو مواردو کې د پښتو د اصولو خبرې کوي. دوی کله د دین نه او کله هم د پښتو نه د ولس پر خلاف د حربې کار اخلي.

که طالبان حقیقتاً پښتانه وي، نو د پښتنېمیرمنې د پلو ځواب دې ووایي.
د ننګرهار میرمنو د سولې او امنیت دپاره پلوغوړولئ دئ.
د لاندې مضمون مشال خپور کړیدي:
======
د ننګرهار مېرمنې وايي، سوله غواړو، سوله غواړو، امن غواړو
يوه سپين سرې ميرمن چې په روان جنګ کې له کورنۍ ځو تنه وژل شوي ول، په لوړ غږ د سولې غوښتونکي شوه او په سلګونو تنو ښځو يې غږ بدرګه کړ.

ننګرهار کې د سولې ليپاره د مېرمنو جرګه. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴
باز محمد عابد
03.02.2014

په سلګونو تنو ښځو ګل په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې په جنګ کې له ښکيلو ډلو غوښتنه وکړه چې جنګ دې بند کړي او د سولې په ټغر دې سره راټول شي.

د اوربند او سولې په خاطر دغه غونډه د ننګرهار د سولې کميټې او د ښځو چارو ریاست په ګډه د دوشنبې په ورځ د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته رابللې وه، چې په سلګونو تنه ښځې په کې د سولې غوښتونکي شولې.

« ما درې تنه تنکي تنکي شهيدان ورکړي، زه نور شهيدان نه ورکوم، سوله غواړم، ټولو خويندو ته خواست دی چې زما غږ بدرګه کړي، سوله غواړم، سوله غواړم، سوله غواړم.»

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انيسې عمراني په په دولت، نړيوالې ټولنې او د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې نور دې جنګ ته د پای ټکی کيږدي.

« په هيواد کې د سرتاسري سولې او ملي يو والي د ټينګښت په خاطر په خپل دولت، په مخالفينو او نړيوالې ټولنې دا غږ کوو او دوی دې ته هځوو چې نور اوربند کړي، يعنې زموږ خويندې ميندې دا نه غواړي چې په افغانستان کې نور د بې ګناه زامنو تابوتونو ته کيني. دا په دوی مرکه شوي او ټولو ته خپل پلو غوړوي دا پينځه سوه خويندې چې نور اوربند کړي او نور دوی سولې ته وهځوي،ځکه چې الله تعالی هم د دې امر کړی دی چې الصلح الخير.»
د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د دولت په مخالفينو غږ وکړ چې د ښځو د غږ احترام دې وکړي او سولې ته دې راوګرځي.

« ښځه د دې جامعې نيمه برخه ده. دوی د سوله کې له هر چا زيات رول څکه ادا کولی شي، چې د دوی غږ خوږ غږ دی، د سولې غږ دی، د امن غږ دی او انشاالله دې ته به ټول خلک استقبال کوي، بين المللي جامعه به يې ډير استقبال کوي، د افغانستان حکومت به يې ډير استقبال کوي، زموږ غوښتنه هم دا ده چې د افغانستان مصلح مخالفين چې همدغه رقم خويندې لري، ميندې لري، ميرمنې لري، د دوی غږ ته احترام وکړي او د حل معقولې لارې پيشنهاد کړي تر ځو وکولای شوو موږ د دوی د غږ په نتيجه کې د باثباته افغانستان شاهدان اوسو.»

دغې غونډې ته په جلال اباد ښار سربيره د ننګرهار له بيلابيلو ولسواليو څخه هم ښځې راغلې وې او ټولو يې ژمنې وکړې چې په خپلو سيمو او چم ګاونډ کې به د سولې غږ ټولو ميرمنې ته رسوي چې خپل بچيان له جنګه سولې ته راوبولي.

Re: پښتانه د ښځې پلو تش نه پریږدي.

pattang
04.02.2014

پښتون خو هغه دی چې ازادي غواړي‌او اشغالګر نه پرېږدي !
ددالرو غله چې ناموس خرڅوي پښتون نشي کېدی !

[quote:dceb43e566="میرویس"]السلام علیکم.
په پښتنولۍ کې چې ښځه چاته پلو وروړي، هغه یې تش نه پریږدي.
طالبانو ته چې څوک ووایي چېې ستاسې اعمال د پښتونولۍ سره اړخ نه لکوي، نو وایي چې موږ خو جهاد کو، د اسلام په لاره روان یو. خو بیا په نورو مواردو کې د پښتو د اصولو خبرې کوي. دوی کله د دین نه او کله هم د پښتو نه د ولس پر خلاف د حربې کار اخلي.

که طالبان حقیقتاً پښتانه وي، نو د پښتنېمیرمنې د پلو ځواب دې ووایي.
د ننګرهار میرمنو د سولې او امنیت دپاره پلوغوړولئ دئ.
د لاندې مضمون مشال خپور کړیدي:
======
د ننګرهار مېرمنې وايي، سوله غواړو، سوله غواړو، امن غواړو
يوه سپين سرې ميرمن چې په روان جنګ کې له کورنۍ ځو تنه وژل شوي ول، په لوړ غږ د سولې غوښتونکي شوه او په سلګونو تنو ښځو يې غږ بدرګه کړ.

ننګرهار کې د سولې ليپاره د مېرمنو جرګه. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴
باز محمد عابد
03.02.2014

په سلګونو تنو ښځو ګل په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې په جنګ کې له ښکيلو ډلو غوښتنه وکړه چې جنګ دې بند کړي او د سولې په ټغر دې سره راټول شي.

د اوربند او سولې په خاطر دغه غونډه د ننګرهار د سولې کميټې او د ښځو چارو ریاست په ګډه د دوشنبې په ورځ د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته رابللې وه، چې په سلګونو تنه ښځې په کې د سولې غوښتونکي شولې.

يوه سپين سرې ميرمن چې په روان جنګ کې له کورنۍ ځو تنه وژل شوي ول، په لوړ غږ د سولې غوښتونکي شوه او په سلګونو تنو ښځو يې غږ بدرګه کړ.

« ما درې تنه تنکي تنکي شهيدان ورکړي، زه نور شهيدان نه ورکوم، سوله غواړم، ټولو خويندو ته خواست دی چې زما غږ بدرګه کړي، سوله غواړم، سوله غواړم، سوله غواړم.»

ننګرهار کې د سولې ليپاره د مېرمنو جرګه. ۰۲/۰۲/۲۰۱۴

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انيسې عمراني په په دولت، نړيوالې ټولنې او د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې نور دې جنګ ته د پای ټکی کيږدي.

« په هيواد کې د سرتاسري سولې او ملي يو والي د ټينګښت په خاطر په خپل دولت، په مخالفينو او نړيوالې ټولنې دا غږ کوو او دوی دې ته هځوو چې نور اوربند کړي، يعنې زموږ خويندې ميندې دا نه غواړي چې په افغانستان کې نور د بې ګناه زامنو تابوتونو ته کيني. دا په دوی مرکه شوي او ټولو ته خپل پلو غوړوي دا پينځه سوه خويندې چې نور اوربند کړي او نور دوی سولې ته وهځوي،ځکه چې الله تعالی هم د دې امر کړی دی چې الصلح الخير.»
د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د دولت په مخالفينو غږ وکړ چې د ښځو د غږ احترام دې وکړي او سولې ته دې راوګرځي.

« ښځه د دې جامعې نيمه برخه ده. دوی د سوله کې له هر چا زيات رول څکه ادا کولی شي، چې د دوی غږ خوږ غږ دی، د سولې غږ دی، د امن غږ دی او انشاالله دې ته به ټول خلک استقبال کوي، بين المللي جامعه به يې ډير استقبال کوي، د افغانستان حکومت به يې ډير استقبال کوي، زموږ غوښتنه هم دا ده چې د افغانستان مصلح مخالفين چې همدغه رقم خويندې لري، ميندې لري، ميرمنې لري، د دوی غږ ته احترام وکړي او د حل معقولې لارې پيشنهاد کړي تر ځو وکولای شوو موږ د دوی د غږ په نتيجه کې د باثباته افغانستان شاهدان اوسو.»

دغې غونډې ته په جلال اباد ښار سربيره د ننګرهار له بيلابيلو ولسواليو څخه هم ښځې راغلې وې او ټولو يې ژمنې وکړې چې په خپلو سيمو او چم ګاونډ کې به د سولې غږ ټولو ميرمنې ته رسوي چې خپل بچيان له جنګه سولې ته راوبولي.[/quote:dceb43e566]

میرویس
20.02.2014

السلام علیکم
پتنګه، بیا دې بې واکه خولې ته واک ورکړئ، نه تور پېژنې نه سپین.
ولې د پښتونولۍ په ارتباط د طالبانو رسمي دریځ نه بیانوې. طالبان فیل مرغانو غوندې چې بدعت کوي وایي دا اسلامي حکم دئ، موږ مجاهدین یو، په زبه، رنګ او قوم پسې نه ګرزو.

کله چې د خارجیانو خبره را پورته شي بیا وایي چې د پښتون غیرت خو خارجیان نه مني، خو پخپله یې په خارجي ترورستانو باندې ایمان ورکړئ. د ترورستو عربو د چندو په مقابل کې له هر شي نه تیردي .
پتنګه ویښ شه.

pattang
20.02.2014

که ته دصليبي اشغالګرو داشغال مخالف شې او په وازه خوله دوی
او دهغوی دا ګوډاګی رژيم وغندې نو زه به بيا ستا پښتو ومنم !
طالبان هر ډول ناڅوناليزم غندي خو يو شی هېر نکړې چې پښتنولي
د پاکو اعمالو اود پاکواولسي دودونو مجموعه ده چې طالب يې لري
او پکشې لوی شوی دی ! نو په طالب کې هر څوک خوندي کېدی شي !
که کوم شی پکشې خوندي نه وي نو دکلي له خلکو سره هر وخت خبرې
کېدی شي او دا خو خلقيان ندي !
حشمت خانه ولې درواغ وايې !!!

[quote:cb3fc220b6="میرویس"]السلام علیکم
پتنګه، بیا دې بې واکه خولې ته واک ورکړئ، نه تور پېژنې نه سپین.
ولې د پښتونولۍ په ارتباط د طالبانو رسمي دریځ نه بیانوې. طالبان فیل مرغانو غوندې چې بدعت کوي وایي دا اسلامي حکم دئ، موږ مجاهدین یو، په زبه، رنګ او قوم پسې نه ګرزو.

کله چې د خارجیانو خبره را پورته شي بیا وایي چې د پښتون غیرت خو خارجیان نه مني، خو پخپله یې په خارجي ترورستانو باندې ایمان ورکړئ. د ترورستو عربو د چندو په مقابل کې له هر شي نه تیردي .
پتنګه ویښ شه.[/quote:cb3fc220b6]

میرویس
28.02.2014

السلام علیکم
دا هم د پشښتانه طالب حق دئ او داهم پښتو ده چې د پاکستان د بلوچستان د ایالت د لورلايي په ښارګوټي کې اعلان کوي، چې ښځې د کورنه بازار ته د وتلو حق نلري، که یې ووینی چې بازار یا دوکان ته ورغلې دي ویه یې وژني.

دپښتنو ښځې په کروندو کې کارکوي، څاروي سنبالوي او د کوچيانو ښځئ خو بیخي دکور او د باندې حدود نلري.
آیا ستا طالبان پښتانه دي، که خارجي دهشت ګر؟

pattang
01.03.2014

په پاړسو کې يو متل دی چې وایې "ته څه وایې اودمبوره د څه وايې"
ته داشغالګروله غندلوډارېږې او زما سوالونو ته ځواب نه ورکوې؟

[quote:edad61d923="میرویس"]السلام علیکم
دا هم د پشښتانه طالب حق دئ او داهم پښتو ده چې د پاکستان د بلوچستان د ایالت د لورلايي په ښارګوټي کې اعلان کوي، چې ښځې د کورنه بازار ته د وتلو حق نلري، که یې ووینی چې بازار یا دوکان ته ورغلې دي ویه یې وژني.

دپښتنو ښځې په کروندو کې کارکوي، څاروي سنبالوي او د کوچيانو ښځئ خو بیخي دکور او د باندې حدود نلري.
آیا ستا طالبان پښتانه دي، که خارجي دهشت ګر؟[/quote:edad61d923]

میرویس
04.03.2014

السلام علیکم
پتنګ صاحبه، دحلیمي صاحب د نصایحو نه بیا سرکشي کوي؟ هغه نه وو درته ویلي چې ترکستان ته مه ځه چې ښه خای ندئ؟ په هغه شي چې نه پوهیږي تبصرې مه کوه، چې هم ځان شرموې او هم یې ګنهکار کوي، د طالبانو دپاره زهر قاتل تمامیږي.
اصلي موضوع ته راشه، دطالبانو مردارئ درټوله کړه. د طالبانو پښتونوالي ثابته کړه.
آفرین لوی سړئ شې.

pattang
04.03.2014

وروره زه کليوالي هم کوم او مدنيتوب هم ...!
زه به يوه کليوالي رښتيا خبره / قصه درته وکړم !
زما يو کوټکی وو چې کوچنی مې لوی کړی وو ښه ترسېری به مې
پکشې اچولی او ډېر ژرژر به مې خر خره کاوو ، شبتلې او ريشکې به
مې ور کولې چې ښه مزی ، قوي او تکړه شي !
خو کله یې چې دبار وخت راغی ،باري مې که او کله به چې له بار سره
پله ته را ورسيده نو دمخ پښې به ټينګې کړې نه به پرې ورته او ما به
چې هر څومره کوشش وکه او په لښتو به مې هم وواهه نو دی به نه
پرې ورته خو کله به یې چې بار په شا نه وو نو هيڅ خبره به نه وه !
اخرمې په دوه سوه افغانۍ په مسليانو خرڅ که !
چې خپه نشې وروره ، زه چې تاته هرڅه درته وليکم او هر څومره دې
ولمسوم په اشغالګرو او فاسد و لاسپوڅيو نه ورځې !!
که پښتو او اسلام درته ترسېری هم کړم ولاکه پرې ورشې او داځکه
چې ځانګړې ګټې لرې !
دکوټې مې هسې قصه درته وکړه نور مشابهت مې مطلب ندی !

[quote:4a7b24dcac="میرویس"]السلام علیکم
پتنګ صاحبه، دحلیمي صاحب د نصایحو نه بیا سرکشي کوي؟ هغه نه وو درته ویلي چې ترکستان ته مه ځه چې ښه خای ندئ؟ په هغه شي چې نه پوهیږي تبصرې مه کوه، چې هم ځان شرموې او هم یې ګنهکار کوي، د طالبانو دپاره زهر قاتل تمامیږي.
اصلي موضوع ته راشه، دطالبانو مردارئ درټوله کړه. د طالبانو پښتونوالي ثابته کړه.
آفرین لوی سړئ شې.[/quote:4a7b24dcac]

میرویس
20.03.2014

آلسلام علیکم، دروندو پښتنو
پتنګه ګوره چې بیا دې د ملعون پيښې کړیدي. په عوض ددې چې د طالبانو پښتونولي اودهغوی اسلامي تګ لاره په اثبات ورسوې، د لکې د لاندې نه اوتې بوتې ولوې، ځکه چې طالبان پوهیدلي چې هسې بې ځایه هنګیږې، نو یې ستا خولې ته ویستیاړه در اچولې او د لکۍ د لاندې نه یې ستا بنۍ آزاده پرې ایښې چې جعفنګ ووایي.

حلیمي صاحب درته وویل: ترهغې چې د ارګ دپاسه په بیرغ باندې د لاالله کلمه نوشته وي، د حکومتيکارکونکو وژنه قتل دئ. او تاته یې ډیر اسلامي نصایح کړیدي، خو ته ڼه په سلام او نه هم په پښتو اړاو غوړیې، ته دخپلو بادارانو د زرو په زور دا مردارخورګي کوي.
الله جل جلاله دېتاسې دشیطنیت نه د رحمانیت لارې ته راواړوي.

pattang
20.03.2014

بيا هم ځان تېروې ! زما سوال ته ځواب نه ورکوې!

[quote:41e89885ac="میرویس"]آلسلام علیکم، دروندو پښتنو
پتنګه ګوره چې بیا دې د ملعون پيښې کړیدي. په عوض ددې چې د طالبانو پښتونولي اودهغوی اسلامي تګ لاره په اثبات ورسوې، د لکې د لاندې نه اوتې بوتې ولوې، ځکه چې طالبان پوهیدلي چې هسې بې ځایه هنګیږې، نو یې ستا خولې ته ویستیاړه در اچولې او د لکۍ د لاندې نه یې ستا بنۍ آزاده پرې ایښې چې جعفنګ ووایي.

حلیمي صاحب درته وویل: ترهغې چې د ارګ دپاسه په بیرغ باندې د لاالله کلمه نوشته وي، د حکومتيکارکونکو وژنه قتل دئ. او تاته یې ډیر اسلامي نصایح کړیدي، خو ته ڼه په سلام او نه هم په پښتو اړاو غوړیې، ته دخپلو بادارانو د زرو په زور دا مردارخورګي کوي.
الله جل جلاله دېتاسې دشیطنیت نه د رحمانیت لارې ته راواړوي.[/quote:41e89885ac]

میرویس
25.03.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه او احترامونه.
پتنګه بیادې څه د اپلتو د ګوډي خوله وازه کړیده؟ که زه ستا بحث ته درننوتم او تا غوندې مې چرګانو غوندې ګلان پکې و شیندل او کوښښ مې وکړ چې د لیکوالۍ د ټولو معیارونو خلاف هدر او حذیان مې وویل، نو بیا راته ووایه چې زما د سوال ځواب راکړه. ته زما د پیل کړې بحث د غلا کولو کوښښ کوې بیا د خپلې مدعا سوالونه کوې او راته وایې چې ځواب یې راکړه.

عحبه زمانه ده، غوا چپه پر خره سپره ده.

خبره ستا په سوال کې نه بلکه خبره داده چې طالبان دپښتو په لاره روان دي، که د اسلام، او که ددواړو،؟ ته فقط دا خبره راته معلومه کړه بیا به نورې خبرې کوو.
په درناوي.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more