د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جلال اباد کې ډله ييز قبر موندل شوى

داکتر هوسي
09.02.2005

سلامونه او نيکې هيلې تاسې ټولو درنو ورونو او خويندو ته!
تاسې خبر ياست ؟
جلال اباد کې ډله ييز قبر موندل شوى. او دا دي قاتلان ګوري !
زمونږ خپل افغانان دوی د پيسو په خاطر خپل افغان ورونه د دې په پلمه چې ډوډۍ مې درته کړې ده خپلو کورونو ته بيول ،او بيايې مړه کول.
دوی کې زياتره د تکسي درايوران وو.
امنيتي ځواکونو د ورانکارو ځينې کسان نيولي دي
د افغانستان د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې امنيتي چارواکو د ١٨ کسانو مړي موندلي دي .
د چارواکو په وينا دا مړي يوې ورانکارې ډلې وژلي و او د يوۀ کور په انگړ کې يې ښخ کړي و . چې مخکې کابل کې هم همداسې شوي وو
په جلال اباد کې امنيتي مسئوولين وايي تر اوسه يې د دغې ورانکارې ډلې ځينې کسان نيولي دي .
د همدې کسانو له نيولو وروسته چارواکي وتوانيدل چې مړي ومومي .
څه موده وړاندې په کابل کې د اتو نورو مړيو تر موندنې وروسته ځينې کسان نيول شوي و چې له هغوى څخه تر پلټنو وروسته د جلال اباد د ورانکارې ډلې درک ولگيدۀ .
چارواکي وايي ورانکاري کسان غلۀ وو چې تر غلا وروسته به يې قربانيان وژل .او د کورونو په انګړو کې به يې ښخول . په جلال اباد کې يوه پېغله ده دي مور او تره په دې جرم کې تر تحقيق لاندې ده
ګورو به چې وړاندې څه کيږي.
مننه


به جلال اباد کی دلیز قبر بیداشوی

Anonymous
14.02.2005

حیران خو دی ته یم چه داخلک ولی دومره بی حسه شوی دی. هر څوک پوهیږی چه دا چا کړی اودچا لاس ورکی دی . او بیا دا چه داڅنګه قوماندانی ده چه دومره مړی کیږی او بیا هم تری نه خبریږی. دی نه معلومیږی چه دی کی دولتی کسان ضرور لاس لری. او با ید مرکزی حکومت دولایتی مقاماتو نه پوښتنه او کړی. او هغه محاکمی ته راکش کړی. او که دولت یی نه کوی باید عوام ددی پر ضد مظاهری اوکړی تر څو دغه ظالمان محاکمی ته راوړاندی کړی دا څه داسی وړه خبره خو نه ده. او که دی ته اوګورو چه زه یی څه کووم دهر چا خپل کار دی.نو یقین اوکړی چه داسی فاجعی او له دی بدتری به نوری هم په کراتو تکرار شی.

له احساساتو ډکه مننه
سوبیه


Anonymous
14.02.2005

دامړی ټول دحضرت علی ټوپکوالاوو کړيدی،واړه او غټو ته دا ښه مالومه هم ده٠
مګردومره دۍ چی داسی نر اوس په جلال اباد کښی نشته چی دحضرت علی ځنګلی ښکری ورماتی کړی٠
دا ښاغلۍ اوس هم پاچا دۍ،هم وزير دی، هم قاضی او هم دولت٠
نو ديده سره به عدالت څوک وکړی٠
او داورځ هم ليری نه ده چی خلک پسی راپاڅی او ځمکه پری تنور کړی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more