سياست او روانې چارې
نیکه اراده هم د الله په دربار کې پاداش لري.
میرویس
03.02.2014
د فورم قدرمنو کډونوالو، د میني او محبت ډک سلامونه وړاندې کوم
دډېوې رادیو په شمول ګڼو رسنیو ویلي چې سبا په اسلام آباد کې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت لخوا د ټاکل شوو هیئتونو تر منځ د پخولاینې او دصلحېې او امنیت د ټینګیدو په مقصد خبرې اترې پیل کیږي.
دا یوه نیکه اراده ده، اوهره نیکه اراده د الله جل جلاله په دربارکې ثواب او عوض لري. ددوو مسلمانو وروڼو تر منځ صلحه د الله د رضا د حاصلولو سبب کیږي او ولس ته يې هم ګټه رسیږي، او د صلحې شریکباڼي ته یې هم په دین او دنیاخیر رسیږي.
دپاکستاني طالبانو او حکومت تر منخ د صلحې ګټه یوازې د صلحې دواړواړخواوو ته نه، بلکه د پاکستان ولس، ټولو پښتنو او د سیمې ملکونو ته کټه رسوي. داسې صلحې د مسلمانانو او اسلام د اقتصادي، دیني، فرهنګي، محیط یا چاپیریال او نورو عمده مصالحو ملا تړي او ولسونو ته ښیرازي او خوشبختي راولي.
پکار دي چې زموږ افغان طالبان هم ټي ټي پي په پله قدم کیږدي، په ملک کې صلحه ټینګه کړي،او کړاوونو ګاللي افغان ولس، اوپه تیره بیا پښتنو ته ښزرازي او نیکمرغي راوړي.
الله تعلی ویلي، ترهغې به زه د یوه ولس په حال کې بدلون رانه ولم، تر څو چې ولس یې د بدلون اراده وکړي او عملي ګامونه واخلي.
آلله دې په صلح او امنیت راوستو کې زموږ لاس نیوئ وکړي، تر څو وکړئ شو چې د الله د اوامرو اطاعت وکړو او د هغه بنده ګانو ته خیر ورسوو.
آمین.
=====
د طالبانو او حکومت ترمنځ د روغې خبرې صبا پېل کيږي
په پاکستان کې د تندروه وسله والو او حکومت ترمنځ د روغې جوړې خبرې يو مهم پړاؤ ته ننوتونکي دي ، او د حکومت له لوري طالبانو سره د خبرو اترو دپاره د ټاکل شوې کميټۍ مشر وايي صبا به د دواړو خواؤ د کميټيو ترمنځ رسمي خبرې پېل کړی شي .
وزيراعظم نواز شريف د طالبانو لخوا د خبرو اترو دپاره د کمټۍ جوړولو هرکلی کړی ، او طالبانو سره د خبرواترو په عمل يې د اطمنان څرگندونه کړي ده
TEXT SIZE
فضل عزیز
03.02.2014
په پاکستان کې د تندروه وسله والو او حکومت ترمنځ د روغې جوړې خبرې يو مهم پړاؤ ته ننوتونکي دي ، او د حکومت له لوري طالبانو سره د خبرو اترو دپاره د ټاکل شوې کميټۍ مشر وايي صبا به د دواړو خواؤ د کميټيو ترمنځ رسمي خبرې پېل کړی شي .
د پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف څرگنده کړې چې که د خبرو د لارې په هېواد کې امن ټينگېدی شي نو دا به ډېره غوره وي .
او د طالبانو لخوا واک لرونکې کمټۍ په ډاگه کړې چې هغوۍ ته طالبانو د سولې خبرو دپاره هېڅ شرطونه نه دي ايښي .
د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو د امن خبرو پېل کولو دپاره خپلې خپلې کميټۍ ټاکلي دي .
د طالبانو لخوا د ټاکل شوې کمېټۍ لمړۍ عونډه نن د گل په ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې دمولانا سميع الحق په مشرۍ ترسره شوې چې پکې د جماعت اسلامي پروفېسر ابراهيم او د لال جومات پخواني خطيب عبدالعزيز برخه اخېستې ده .
هم دغه راز د حکومت لخوا د ټاکل شوې مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي ، د حکومت او طالبانو د کميټۍ شريکه غونډه به صبا په اسلام اباد کې کيږي او په لمړي ځل به يو بل سره وويني .
بلخوا ته د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف وايې که د مذاکراتو د لارې په هېواد کې امن په ځائې شي نودا غوره خبره ده .
وزيراعظم نوازشريف د پنجاب صوبې په سرښار لاهور کې د گل په ورځ خبريالانو سره د خبرو په مهال وويل ، حکومت د مذاکراتو د لارې د ترهگرۍ قابو کولو دپاره سنجيده دی ، او هېواد کې پائيدار معيشيت امن ته اړتيا لري .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نواز شريف د طالبانو لخوا د خبرو اترو دپاره د کمټۍ جوړولو هرکلی کړی ، او طالبانو سره د خبرو اترو په عمل يې د اطمنان څرگندونه کړي ده .
نوموړي زياته کړه د طالبانو او حکومتي مذاکراتي کميټۍ ترمنځ د امن خبرې به ډېر زر مخ په وړاندې لاړې شي .
وزيراعظم نوازشريف وويل ، هغه په خپله د حکومتي مذاکراتي کميټۍ د کارونو څارنه کوي ، او د دغې عمل د گټورو نتيجو ترلاسه کېدو دپاره د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان د کميټۍ سره هر وخت په رابطه کې دی .
اسلام اباد کې د طالبانو په مذاکراتي کميټۍ کې د تحريک انصاف مشر عمران خان او د جمعيت علما اسلام مفتي کفايت الله د خپلو سياسي ډلو د کور کميټيو د غونډو په سبب گډون نه دی کړی .
د راپورونو ترمخه د تحريک انصاف او جمعيت علما اسلام (ف) خپلې خپلې غونډې د عمران خان او مفتي کفايت الله د طالبانو د کميټۍ د غړيتوب د صلاح دپاره روانې دي .
د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد د اتوار په ورځ مطبوعاتو ته په جاري کړې خبر پاڼه کې د خپلې پينځه کسيزه کمټۍ په باقاعده توگه اعلان کړی وو .
او په دغې کميټۍ کې يې د خيبرپښتونخوا د واکمنه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان ، د جمعيت علما اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق ، د جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا مشر پروفېسر ابراهيم ، د جمعيت علما اسلام (ف) مفتي کفايت الله او د لال جومات پخوانی خطيب مولانا عبدالعزيز نومونه وئيلي وو .
د حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو اترو دپاره څلورکسيزه ټاکل شوې کميټۍ کې د قومي چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار عرفان صديقي، نوموړى صحافي رحيم الله يوسفزئ، په افغانستان کې دپاکستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند اؤ دائي ايس ائي پخوانى چارواکى ميجر(ر) عامر شامل دي .
watan jan
03.02.2014
دپاکستانی او افغانی طالبانو اجنډاوی او شرایط فرق کوی. پاکستانی طالبان له خپل حکومت سره شخړه او لانجه لری. خو په افغانستان کی حالت بیخی بدل دی، د افغانستان طالبان دبهرنی اشغال سره چی په سر کی یی امریکا ده، جنګیږی، افغانستان چی یوه اسلامی خاوره ده دامریکا لخوا چی یو کفری هیواد دی، پری نظامی یرغل شوی، دافغانستان خاوره یی اشغال کړی، په مسلمانانو یی ظلمونه او وحشتونه جاری ساتلی، افغانان شهیدانوی، بندیانوی، بی پته کوی، بی کوره کوی... په داسی حالت کی د اسلامی شریعت امر هم دا دی او افغانی عنعنات هم دا ایجابوی دامریکایانو پرضد په مسلمانانو جهاد فرض دی، تر هغه چی یو متجاوز عسکر هم په افغانستان کی پاتی نه وی. په افغانستان کی دجګړی دوه اړخونه دادی: افغان مجاهد ولس (طالبان)، او دامریکا په مشرۍ اشغالګر هیوادونه.
بوش هم د سپتمبر له پیښو وروسته نړۍ په دوه برخو ویشلی وه، یا به له امریکا سره وی یا له دده په اصطلاح تروریستانو (مجاهدینو) سره.
خبری او مذاکرات باید دجګړی مستقیم اطراف او مباشر اړخونه وکړی، که له طالبانو څخه غوښتنه وشی چی له امریکایانو سره مذاکرات او خبري وکړی دا یو څه معقوله ښکاری. خو دامریکایانو په موجودیت کی له امریکایانو څخه سترګی پټول او دکرزی حکومت ته دطالبانو رابلل چی دجګړی دپای ته رسولو په اړه خبری اومذاکرات وکړی دا پوښتنه راپیدا کوی چی ایا کرزی کولای شی له تروریزم (؟) سره دمبارزی دنړیوال ایتلاف په استازیتوب له طالبانو سره خبری وکړی؟
هو، که بهرنی اشغالګر په بشپړه توګه له افغانستان څخه وایستل شی او افغانستان ازاد شی، بیا د روانی جګړی حکم او ماهیت بدلیږی او بیا طالبانو او افغان حکومت ته په کار دی چی په هیواد کی د سولی او ثبات له پاره دخبرو اومذاکراتو له لاری جګړی ته دپای ټکی کیږدی
میرویس
04.02.2014
وطن جانه، السلام علیکم
ستا دخبرې په معیارو باید د طالبانو سره هم خبرې ونشي، بلکه د طالبانو د خارجي بادارانو سره ددې غوټې د خلاصولو دپاره مذاکرات پیل شي. د افغانستان حکومت خو په ملک کې د ننه پروت دئ، هویت او آدرس هم لري.
خو طالبان په افغانستان کې اډانه نلري، راځي ترور کوي او غلو غوندې د ملک نه بهر ځې او هلته خانونه پټوي. طالبان چیرې هم خپله ارده نلري، د پردیو له خوا تمویل، مسلح او اکمال کیږي، او بیا زموږ په ملک کې دننه ترورکوي.
د طالبانو خپل مشرد چاپه یرغمل کې شپې ورځې تیروي. د کال ۲۰۰۴ څلور راهیسي د طالبانو مشرانو هم هغه ندئ لیدلئ او د کال ۲۰۰۸ راهیسي یې صوتي پیغامونه هم غائب شویدي.
طالبانو نور افغاني هویت د لاسه ورکړیدئ، نه د افغانستان په ځمکه سیورئ لري او نه یې هم په آسمان ستورئ.
ستاسې د فورمول پر بنا باید خبرې د طالبانو سره نه بلکه د طالبانو، د بادارانو او د هغوی د یرغمل کونکو سره وشي.
طالبان د خارج نه په افغانستان حملې کوي، په خارج کې کورونه لري، اولادونه یې هلته لوی کیږیي، او د خارج ملکونو خوی اوبوی یې اخیستئ دئ. همدا وجه ده چې طالبان نور افغانان ندي، نو ځکه په افغانستان او فغانانو زړه سوئ نلري. طالبان موږافغانان وژني او زموږ ملک ورانوي.
الله دې لوی کړه، وطن جانه.
watan jan
04.02.2014
خو صحیح ده کنه بیا ولی د پاکستان سره خبری نه کوئ او ولی د پاکستان پرځای دطالبانو څخه دخبرو اترو غوښتنه کوئ؟
ځکه چی په دی باندی تاسو هم په زړونو کی ډیر ښه پوهیږئ چی طالبان د چا په ګورت او کنټرول کی نه دی.
که نه نو کله به مو هم خپل ځان دومره نه وای ذلیل کړی چی له طالبانو سره، چی دولس کاله ورسره وجنګیدئ، دخبرو اترو میز ته حاضر او مخامخ خبرو ته کښینئ
میرویس
07.02.2014
السلام علیکم، وطن جانه
د طالبانو د بې تجربه ګۍ، بې علمۍ، په خارجي ترورستانو او د افغانستان د سر سپرده دښمنانو باندې د ځان د خرڅولوله امله له یوه نه زیات باداران پیدا کړیدي. طالبان نشي کولای چې په خپل سرسولې ته مټې و غړي. که خپل یو بادارسولې ته راضي کړي، نو بل بادار یې نه ورسره مني، ځکه چې هر یو یې طالبان د ځپلو ځانګړو ګټو دپاره اسعتمالوي.
طالبان ډیر ضرر پذیره دي، د مالی مرستو د فقدان او عربي ملکونو کې د ددیني بد شهرت د کسب کولو په صورت کې طالبان ډیر زر سقوط کولای شي.
د طالبانو باداران هم مالي مرستي پرې بندولئ شي او هم په ډیره آسانئ دوی ددین نه په عدول تورن کولای شي. ددین نه عدول ته هم د طالبانو بادارانو دوی مجبور کړل اوتر څو تر ابده کنترول ورباندې ولري.
طالبان خپل اختیار نلري، او د طالبانو باداران ځانکړي هدفونه لري.
طالبان هغه وخت ددغه دوربل [ښکیلاک] نه وتلئ شي چې د خپلو ټولو بادارانو په مقابل کې بغاوت وکړي، حتی د ځان او اولاد د یرغمل پروا ونکړي، ځان الله ته وسپاري او د ملت لمنې ته را ستانه شي. يوازې دخدای تعالا په مرسته افغان او پّ تیره بیا پښتون ولس طالبانو ته نجات ورکولئ شي او بس. طالبان په ډیره خطرناکه لومه کې نښتي دي.
الله دې ددوی سره مرسته وکړي.
watan jan
07.02.2014
میرویس جانه زما دخبرې د جواب څخه دي ځان تیر کړی او پخوانۍ تشي ببولالې دی تکرار کړي.
که طالبان دبل چا په لاس کی وای کله به هم تاسو امریکایانو ځآن دومره نه وای ذلیل کړی چی هغه طالبان چی دولس کاله ورسره وجنګیدل دخبرو اترو میز ته حاضر او مخامخ خبرو ته کښینی
که امریکا یو فیصد هم په دی یقین درلودای چی پاکستان په طالبانو کنټرول لری نو دغه ذلت ته یی غاړه نه ایښوده