سياست او روانې چارې
د کوټې د شوری د غړو د قتل عواقب
اتل
31.01.2014
السلام علیکم، لوستونکو
پدې وروستیو وختو کې دطالبانو د کوټې د شوری کوم غړي چې په انفرادي حملو کې وژل شويدي، ملا محمد عمر ته نږدې بلل شویدي. پدې جمله کې وړمه ورځ ملا عبدالله ذاکري چې لوی عالم کڼل کیده ووژل شو.
پژواک په خپله ننۍ ګڼه کې لیکلي چې په کوته کې دطالبانو د شوری دوه نورغړی
مولوي حمدالله عارض د فراه ولايت او قاري محمدسعيد چې د کندهار دولايت اوسېدونکي وو وژل شویدي. ددې نه څو هفتې مخکې د کوټې د شوری دوه نور غړي چې د ملاذ اکري په شان ملامحمدعمر ته نږدې بلل کیدل وژل شوي وو.
دغه دواړه د زابل د ولایت نه ملا نور الله او ملا عبدالمالک ښودل شوي وو.
ددغو قتلونو نه مخکې هم په کوټه کې د طالبانو د شورې څوتنه نورغړي په همداسې مرموز ډول وژل شوي وو.
که دغه قتلونه همداسئ جاري پاتې شي، د طالبانو د مشرتابه شوری به په مدار مدار دومره کمزوري شي، چې په خاج او دا خل کې به یې زور وخیږي، چې یابه د خپلې بقا دپاره د افغان حکومت سره خبرو ته حاضریږي، او د ولس اراده په پر ځان مني، او یا کیداي شي د وخت په تیریدو سره دا شوری د طالبان د تحریک دماتې سبب شي.
مخکې لدئ چې طالبان دیوه داسې مستقبل سره مخامخ شي، دا به ورته بهتره وي، چې دولس ارادې او د الله دساتیرو ته غاړه کیږي او په ملک کې د صلحې سبب شي.
http://www.pajhwok.com
آمین.
watan jan
31.01.2014
دا څه نوي خبره نه ده اشغالګرو دتیري یوي لسیزې څخه بی شمیره افغانان، دیني علما کرام، مخور شخصیتونه او پوه خلک شهیدان کړل، بندیان کړل، او آن ترګوانتنامو ورسول، خو نه یي د جهاد صف کمزوری کړ او نه یي دمجاهدینو تندریز ګزارونه تضعیف کړل.اشغالګر باید وپوهیږي چی دوی دکومي ډلي یا ګوند سره نه جنګیږي بلکي له ولس سره جنګیږي او د ولس ماتول امکان نلري
اتل
05.02.2014
وطن جانه، السلام علیکم
وروره، د بحث موضوع عادي عالمان او افغان اتباع ندي، د بحث مسېله د کوټې شورا ده. پدې مسېله خبر وکړه. خبره بله خوا مه بیایه، او یا پټه خوله کینه.
شیخ فریده، پټه خوله دې بهتري ده.
pattang
05.02.2014
لېونيه دکوټې شورا نشته ! دا ستاسو خيال پلو دی او دکوټې شورا
چېرې اوسي ! يو وخت به کوم يو مجلس شوی وي او بس !
[quote:86ac9e3f8b="اتل"]وطن جانه، السلام علیکم
وروره، د بحث موضوع عادي عالمان او افغان اتباع ندي، د بحث مسېله د کوټې شورا ده. پدې مسېله خبر وکړه. خبره بله خوا مه بیایه، او یا پټه خوله کینه.
شیخ فریده، پټه خوله دې بهتري ده.[/quote:86ac9e3f8b]
watan jan
06.02.2014
دکوټی شوری په نامه خو مو نیم افغانستان شهید کړ، دینی عالم مو پرینښود، قومی اشخاص درڅخه پاتی نشول، مخور شخصیتونو مو شهیدان کړل، پوهان خلک مو ترور کړل، زندانونه مو پری ډک کړل....
څومره افغانان به مو په افغانستان کی په دی نامه شهیدان کړی وی چی ګوندی د کوټی د یوی مبهمی شوری غړیتوب یی درلود
نه قاضی شته نه محکمه شته
بس افغانستان دی چی چا ته مو خوښه شی وژلی یی شئ او چا ته مو خوښه شي ولسمشر کولی یی هم شئ
څومره افغانی میرمنی مو په همدی پلمو کونډی کړی، څومره میندی مو وژړولی، څومره کورنۍ مو بی سرپرسته کړی او دڅومره بچیانو ژوند او مستقبل مو ورتباه کړل
خدای دی په تاسو هم دغه توره ورځ راولی لکه نن چی مو په افغانانو راوستلی
هو، ستاسو په معیار هر په دین او ولس مین افغان دکوټی شوری غړی دی او باید ووژل شی، بمبار شی، زندانی شی، اعدام شی او په خپلو وینو ولمبول شی...
اتل
19.02.2014
السلام علیکم
پتنګ صاحبه، لمر په دوو ګوتو نه پټیږي. ته د کالیو سره د خلکو په سترګو ننوزې.
دا قطر ته دطالبانو مشران دکوم ځای نه او د کوم ملک په پاسپورتونو لاړل؟
نن چې بیا د طالبانو د قوماندان ملا هارون د ویشت کیدو خبر خپور شو په کوټه کې ؤ، که بل چیرې.
ملا ذاکري چې په کوټه کې وویشتل شواو وویيل شول چې ملا عمر ته نږدي ؤ او دغسې ډیر نور کسان ولې په کوټه کې دیره دي؟
پتنګه الله دې بصیرت در په برخه کړي.