سياست او روانې چارې
مولوي ذاکري ولې وژېل شو؟
میرویس
30.01.2014
ډبرو ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د تاند په شمول اکثره پښتو ژبو رسنیو د ملا عبدالله ذاکري د قتل خبر خپور کړیدي. ملا ذاکري په کوټه کې چې د مسجد نه د کور په لور روان شوئ ؤ، وسله والو ویښتلئ او وژلئ یې دئ. آلله جل جلاله دې مرحوم ذاکري ته مغفرت وکړي.
ملا ذاکري، د طالبانو افراطي مشرانو غوندې نه ؤ، بلکه د اعتدال پیرو ؤ. داخبره د مرحوم زوی مفتي عبدالقیوم ذاکري هم تائید کړیده.د مفتي قیوم ذاکري په وینا پلار یې طالبانو ته ویل چې پرافغان امنیتي ځواکونو، عسکرو او حکومتي مامورینو دې حملې نه کوي.
ملا عبدالله ذاکري ځکه طالبانو ته داخبره کوله چې افغان پولیس، عسکر او مامورین مسلمانان دي، او طالبانو ته د مسلمانانو قتل ناروادئ.
ددې فورم محترم لیکوال ع.کریم حلیمي صاحب، کټ مټ همدغه خبره پتنګ صاحبه ته کړیده. هغه ویلي چې د یوه رژیم د بدلولو کوښښونه روا کار دئ، خو مړي کول نارو کار دئ.
د طالبانو په لیکو کې چې د هغوی مشرانو د صلحې او امنیت د ټینګیدو خبرې کړيدي یا وژل شوي، یا تری تم شويدي، یا په مرموز ډول بندي شوي او یا هم فراری شویدي. ژوندۍ بیلګې یې د ملا محمد عمر آخند پرزوم ملا معتصم آغا جان باندې د کراچۍ حمله او بیا فراری کیدو ته د هغه مجبوریت، د ملا عبد الغني برادر، ملا منصور دادالله غوندې د لسګونو نورو طالب مشرانو بند او د زابل د ولایت نه د طالبانو د کوټې دشوری د غړو قتل دي.
هر د اعتدال پیرو طالب چې سر راوپورته کړي، افراطي طالبانو یې سمدستي سر وهلئ دئ.
الله دې طالبانو ته بصیرت ور په برخه کړي.
http://www.taand.com/
watan jan
31.01.2014
دا خبره چی مولوی ذاکري د هغو افغان سرتيرو چي دامريکايانو ملاتړ کوي او دامریکایانو ملاتړ ترشا لري، دوژنې مخالف وو هيڅ ثبوت نه لري، محض دتاند اوازادۍ راډيو دروغژن تبلیغات دي. تاند بايد دذاکري دزوي دوینا سند په ګوته کړي چې کله يي داخبره کړې؟ چاته یي کړې؟ کوم غږیز یا لیکلی لاسوند په لاس کې لري؟ ايا تاند ته یي پخپله ویلي؟ که تاند دبل چا څخه نقل کړې باید سرچینه يي په ګوته کړي. ځکه چي دا زموږ ددین یو بسټیز اصل دی چې باید دهر چا خبرې په پټو سترګو ونه منو خصوصا په اوسنۍ دوغژنه او مکاره زمانه کي.
او که تا په تاند ایمان راوړی وي چې هره خبره دهیڅ دروغو کنجایش نه لري بیا ولي دتاند په دغې خبرې سترګې پټوې چې په همدغه راپور کې یي لیکلي:
د ملا ذاکري زوی مفتي عبدالقیوم ذاکري وویل چې پلار یې پخوا لا وړاندوینه کړې وه چې د امریکایانو له لوري به ووژل شي.
ترکومه چي ماته معلومه ده مولوي ذاکري هغه افغان عسکرو ته چي دامریکایانو دفاع کوي دامریکایانو په سترګه کتل زه به که خدای کول کره شواهد اوثبوتونه ستاپه مخکې کښیږدم
پاتی شو دذاکري دشهادت سبب: په کومه ورځ چي ذاکري صاحب دامریکایانو دستراتیژیک او امنیتي تړون په خلاف فتوی ورکړه په هماغه ورځ دذاکري صاحب شهادت ته دګوته په شمیر ورځي وټاکل شوې
لعنتي اشغالګر زموږ ددیني او جهادي علماوو قاتلین دي ماشوم هم پدې پوهیږي