د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ثناخوان

ګل آغا احمدي
09.02.2005

زه بندي يم ستا د زلفو په هر تار كې
زه يو ګل يم ستا د سر په زرغون شال كې
يم ليمو ته ورختلى د ښكلاوو
زه حاضر يم ستا د زنې په هر خال كې
زما زړه د محبت دريا كې اوسي
لكه كب چې ژوندون كاندي په كانال كې
يا د ګل سره همغاړى چې بلبل شي
ترانې د تودې مينې يې په خيال كې
يا پتنګ چې وريت د شمع په لمبه شي
خبر نه وي چې يم كوم يوه چاپيريال كې
يا لمر مخى ګل چې لمر پسې تاويږي
لټوي مينه د وړانګو په زګنال كې
يا د ښكلي بڼ ماليار چې ګلان پالي
مست خمار وي د رنګونو په جمال كې
يا ګياوې د تودې دښتې وي تږې
باران غواړي له آسمان څخه په سوال كې
سپينو وريځو ته يې بوڅې خولې نيولې
ښكلې ښكلې په ثنا د ذولجلال كې
پنجشنبه: ۷/6/1381 ه ل 29/8/2002


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more