د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ذبیح الله مجاهد: قصد اً دعامو خلکو وژل حرام او جرم ده

میرویس
29.01.2014

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
یوه سړي چې سنځر نومیږي، د طالبانو د نطاق ذبیح الله مجاهد نه دا لاندې پوښتنه کړې او هغه ځواب ورکړيدئ:
====
سنځر: که دلاندې پوښتنې په اړه ځواب راکړئ ـــ ۱۶۱
السلام علیکم و رحمته الله و برکاة
مجاهد صیب زه پوښتننه لرم :
بعضې خلک وایي چې به جګړه کې د عاموخلکو وژل مباح عمل دی، په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟
ځواب : داسې پوښتنې په دې لړۍ کې په کراتو ځواب شوي ، بيا هم لنډه یادونه کوم چې په جګړه کې دعاموخلکو قصدا په نښه کول جرم ده ، هيڅوک حق نلري چې قصدا عام خلک ووژني او خلک له ژونده محروم کړي ، که په سهوه، يا اشتباه کې داسې څه پيښ شول هم بايد شرعي مکلفيت اداشي ولي په قصد سره دعامو خلکو وژل حرام او جرم ده او بايد هرمسلمان ځان ترې وساتي داسلامي امارت مشر تا به دغه اړخ ته چي عام ولس ته دسر او مال تا وان ونه رسیږي ډیر متو جه دی .

ګرانو وروڼو:
سوال دادئ چې د مجاهد صاجب، د قصدي وژلو نه مطلب څه دئ؟
کله چې طالبان په عامه سرکونو کې ماینونه خښوي، آیا نه پوهیږي چې عام خلک وژني، په مسجدونو کې چې بمونه چوي، څوک پکې وژني، په هدیرو کې چې بمونه خښوي، په جنازو چې حملې کوي، او په عام محضرکې چې بمونه چوي، او ځان مرګيان چې ښونځیو ته ورلیږي چې ځانونه وچوي. آیا پدغو پیښو کې څوک وژل کیږي؟

ګرانو وروڼو، د مجاهد صاحب په دغو څرګندونو باندې ستاسې کره کتنه څنګه ده؟
آیا د طالبانو ګفتار او کردار مطابقت لري؟
که مطابقت نلري، نو طالبان ولې دومسلمانانو او اسلام دوکه کولو ته بډې وهلي دي، اخان منافقان معرفي کوي.
دروغجن دروغ وایي، عاقل یې قیاس کوي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more