د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ډاکتر شکیل افریدي پر مسئله امریکا او پاکستان غږیږي.

میرویس
24.01.2014

السلام علیکم
ډډیوې رادیو رپوټ ورکړئ چې د پاکستان د خارجه وزارت نظاقې تسنیم اسلم ویلي، کیداي چې د امریکا او پاکستان مقامات دراتلونکې دوشنبې او سه شنیې په ورځو د نورو مسائلو ترځنګ د ډاکترشکیل افرید پر مسئله هم وغږیږي.

ډاکتر ښکیل افریدئ د القاعدې د ښاماراُسامه بن لادن د هستوګنې د ځای د معلوماتو په برابرولو کې د مرستې په ګناه په ۳۳ کال بند محکوم شویدی، او اوس د خیبر پښوتنخوا په مرکزي زندان کې شپې ورځې تیروي.

پداسې حال کې د پاکستان په شمول د نړۍ ګڼ شمیر ملکونه د تیروریزم چې سرغنه یې القاده ده، په مقابل کې ګډه جګړه کوي، پرځای ددې چې ډاکتر افریدي په ۳۳ کاله بند محکوم شي، هغه ته بایدې پدې مقدس جهاد کې د دې سرتیري اوقهرمانانه عمل په بدل کې د انسان سره د خوا خوږۍ انعام ورکړ شوئ واي.

ډاکتر شکیل افریدئ باید د خپل پښتون ولس، پاکستان، اسلام او ټول بشریت ته د عظیم خدمت په برکت وستایل شي، او د بند نه آزاد شي چې خپلې کورنۍ ته راستون شي. دهغه په برخه کې چې د تاریخ پدې دور کې هرځه شوي او کیږي، موږ یې د سر په سترګو وینو، خو د هغه نوم او کارنامې به د تاریخ په زرینو کرښو ولیکل شي.
الله دې هغه د بند نه ازاد کړي.
=======
تسنيم اسلم : شکيل افريدى به دامريکا په غوښتنه نۀ خوشې کوؤ

تسنيم اسلم وويل دشکيل افريدي معامله په عدالت کې ده اؤ عدالت به يې دمقدمې پريکړه کوي

TEXT
23.01.2014
دپاکستان خارجه دفتر دزيارت په ورځ وئيلي دي سي ائي اى سره القاعده دپخواني وژل شوي مشراسامه بن لادن په درک لگولو کې په شکمنه توگه مرسته کوونکى پاکستانى ډاکټر شکيل افريدى به دامريکا په درخواست نۀ خوشې کوي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دامريکا په درخواست دشکيل افريدي خوشې کول دامکان څخه بهر وگرځول اؤ وې وئيل دهغه معامله په عدالت کې ده اؤ عدالت به يې دمقدمې پريکړه کوي.
هغه وويل دامريکا مرسته داشکيل افريدي په اړونده نۀ ده.
اسلام اباد کې داووۀ نيوزبريفنگ په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل امريکا اؤ پاکستان به دروانې مياشتې په ٢٧م اؤ ٢٨م تاريخ ستراتيژيکي مذاکرات کوي، چې پکې دنورو چارو ترڅنگ دډاکټر شکيل افريدپ په معامله دخبرو امکان دى.
له دې وړاندې امريکا خبردارى ورکړى ؤ چې دامريکا دخارجه وزير جان کيري لخوا تر دې پخلى کولو چې شکيل افريدى دزندان څخه خوشې کړل شوى اؤ په داسامه بن لادن په درک لگولو کې امريکا سره دملاتړ کولو په اړه په هغه لگيدلي ټول تورونه بيرته اخستل شوي ،پاکستان ته ورکړل کيدونکې د٣٣ؤ ملينو ډالرو مرسته اودريدى شي.
دخارجه دفتر وياندې وويل په بيلا بيلو څانگو کې پينځه کاري ډلې موجودې دي ، چې دهغې څخه دريوؤ پخپلو کې ليدنه کړې اؤ دوؤ نه.
دهغې وينا وه دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز به دپاکستاني هيئت مشري کوي اؤ دامريکا خارجه وزير جان کيري به دوزارتي کچې په دغه غونډه کې دخپلې ډلې مشري کوي اؤ زياته يې کړه په دغه موقع به تيرو غونډو کې دشوؤ پرمختگونو جاج اخستى شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more