نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اعتیاد لیونۍ څپې
میرویس
24.01.2014
دفورم ویاړلو شریکباڼو، د مینې او محبت سلامونه مې ومنئ
په ورځني ژوند کې وینو چه دغه یا هغه سړئ نیشه کوی، پلانئ نیشه یی دئ. خو د اعتیاد یا معتاد ټکئ ډیرکم اورو. هغه نيشه یان چې د نیشه کولو نه پرته ګذاره نشي کولاي، معتادان ګڼل کیږي.
اعتیاد یوازې په نيشه پورې محدود ندئ، بلکه هر هغه عمل چې انسان یې د اجتناب کولو توان نلري، او د انسان په اراده غلبه کوي، اعتیاد ګڼل کیږي. مثلاً ځيني خلک پرته لدې چې وږي شي، په ورځ کې بیا بیا تر لیدو پورې ډودئ خوري او د خپلې غریزې دوسوسې مخه نشي نیولئ.
څينې خلک د پیسو د خرڅولو په اعتیاد روږدي وي، نور بیا قمار وهي، او خينې نور بیا په غلاروږدي شي، او اعتیاد یې وګرزي، او بیله ارادې، د خپلې تلوسې او وسوسې د ارضا کولو دپاره غلا کوي.
اعتیاد داسې ځانګړي لیونۍ څپې لری، چې د معتادانو اراده، عقل، تصمیم او منطق ورته عاجز شي، او د خپل دې اندروني چاپیرچل د میل، رغبت او تقاضا د ارضا دپاره حق او باطل، دعمل د عواقبو سنجش، رحم، عاطفه، عدل، انصاف، ضمیر او عزت نفس د انسان د ارواح او کابوت نه کډه کوي، او داعتیاد مرفوع کول یوازنئ هدف ګرزي.
دغه حالات د یوه عمل په دایمي سرته روسولو کې د انسان دامن ګیر کیږي.
یو سړئ چې د اوښانو کاروان یې چلاوه. اوه زامن یې لرل او ټولو په کاروان کې کار ورسره کاوه. دا سړئ په مدار مدارد نورو کاروانیانو نه د وړو شیانو په غلاکولو بخت شو، او بالاخره یې خبره داوشانو ترپټولو پورې ورسیده. په کاروایانو کې دا سړئ د اوښانو په بډه وهلو مشهور شو، او دې کار د هغه زامن ډیر شرمنده کول او ځورول.
دهغه زامن چې د خپل پلار د اعمالو نه ستړي شوي وو، ورته ویې ویل چې پلاره یابه غلا بس کوي، او یا به د کاروان سره نه ځې. پلار یې ومنله چې غلا به نه کوي. کله چې دهلکانو پلار غلا بس کړه، نو د دوي د کاروان د اوښانو کتې به د شپیه ورکیدلې. دوی به چې سهارغالمغل پیل کړ، پلابه یې چې دا کتې چیرې په مهارت پټې کړې وې، نو زامنو ته به یې وویل چې په پلاني ځای کې یې ولتوئ، ورسره به په شونډو کې مسکئ شو.
زامن یې پوهیدل چې پلار یې په غلا روږدئ شوي، دغلانه پرته ژوند نشي کولای، نو دايې بهتره وبلله، چې پلار یې د نورو کاروانیانو نه غلا ونه کړي، بلکه هر سهار دخپلو اوښانو د کتو د میندلو دپاره د خپل پلار نه آدرسونه واخلي.
ًقدرمنو لوستونکو:
موږ قریب هره ورځ اورو او یایې د سر په سترګو وینو، چې بې ګناه، خپل پښتانه مسلمان وروڼه مو په بمونو، ناڅاپي حملو او یا ډول ډول دماکو کې مري، لاسونه او پښې یې پرې کیږي، اولادونه يې یتیمان او ښځې یې کونډې کیږي، او ماشومان او ښځې هم بې خرته قتل کیږي.
ګرده ورځ موږ لګیا یو دغه کرغبړن اعمال د اسلام او انسانیت په تله تلو او ناروا حرام یې بولو. دغه ډله ایزه مسلمان کشي او دماکې اکثره طالبان کوي چې بیا بیا یې مسؤلیت هم په غاړه اخلي او د جهاد نوم ورکوي. جهاد د بې ګناه عام ولس په مقابل کې؟
دا دپيښور د ښارد موټرو په مستري خانه کې چې پرون کومه چاودنه وشوه، آیا د چاسره جهاد ؤ، ایا دا کوم اسلامي او بشري عمل ؤ؟
نه خیر، دا دانسان وژني او قتال د معتادانو کار ؤ، چې د خپلو جنايې هوسونو، وسوسو اوتلوسو د ارضا دپاره د قتلونو او انسانانو د معیوب کیدو مرتکب شول.
دطالبانو دغسې اعمال د هغوی د کلونو کلونو دجنایتونو د اعتیاد نتیجه ده، نه د جهاد، برحقې مبارزې، او د کومې بلې روا او نارو داعیې. طالبان په قتلونو، تبهکاریو او انسنانو په ځورولو او کړولوکې دومره معتاد شوي، چې ددې اعمالو د سرته رسولو نه پرته خوب او خواړه ورباندې حرام شویدي، او فکري سکون یې د لاسه ورکړيدئ.
په طالبانو چې د قتل او مسلمان ځورونې څپې راشي، نه تور ویني ، نه سپین، نه حق نه باطل، نه اسلام، نه انسانیت، نه خپل اونه پردئ. ددوی د اعتیاد د څپو طغیان هغه وخت کښیني، او دوی ته مفکري سکون ورکوي، چې د خپلو قاتلانه اعمالو خبرونه د رادیو او تلویزون له لار واوري.
انسان چې د جرم او جنایت دغو مدارجو ته ورسیږي، د ټولنې په درد نه خوري، بلکه دټولې داوږې بار، بوغمه او د ټولنې د فساد او فتنې سبب کیږي. ددغسې انسانانو موجودت او یا په لوی لاس په ټولنه کې د هغوی پریښودل د مظلومانو او طالبانو د قربانیانو سره ستم دئ. دغسې جانیان باید د ټولې نه منزوي شي، ترڅو ټولنه یې دشر نه نجات ومومي.
يا الله خیر.
دا لاندې رپوټ د ډېوې په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدئ:
=========
پيښور کې بمي چاؤدنه ،٧ کسان مړۀ
پوليسو داندازو له مخې دچاؤدنې په مهال دگاډي دننه د٢٥ؤ څخه تر ٣٠ؤ کلو گرامو پورې بارود موجود وؤ
TEXT SIZE
23.01.2014
راپورونه وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور په سکيم چوک سيمه کې دزيارت په ماذيگر ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې ٧ کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ١٠ نور ژوبل دي.
دسرچينو ترمخه دپيښور سکيم چوک کې دگاډو ديو ورکشاپ دننه په يو گاډي کې دايښودل شوؤ بارودي موادو له امله زورداره چاؤدنه ترسره شوې چې په نتيجه کې يې خواؤشا ٨ گاډي تباه شوي اؤ ٧ کسان وژل شوي دي.
پيښور کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې اسلام اباد کې دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دهيواد دداخلي امنيتي صورتحال دجاج اخستو لپاره دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه ترسره شوې چې پکې دپوځ سرلښکر جنرال راحيل اؤ داخله اؤ ددفاع دوزيرانو پشمول مهمو چارواکو برخه اخستې ده.
دپيښې وروستو په گڼ شمير کې پوليس عسکر اؤ امدادي ډلې دچاؤدنې ځايې ته رسيدلي اؤ ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.
دپيښور ايس پي رحيم شاه ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي هغوي ته دترلاسه شوؤ معلوماتو ترمخه دغه چاؤدنه کې پينځه کسان وژل شوي اؤ ددوؤ څخه دريوؤ پورې کسان ژوبل دي.
دپوليسو دغه مشر وويل دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو داندازو له مخې دچاؤدنې په مهال دگاډي دننه د٢٥ؤ څخه تر ٣٠ؤ کلو گرامو پورې بارود موجود وؤ
رحيم شاه وويل دچاؤدنې له امله په ورک شاپ کې دننه ولاړ سپين سوزوکي گاډى په مکمله توگه تباه شوى دى.
سرچينې وائي په وژل شوؤ کې دوه ماشومان هم شامل دي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.
دهسپتال دانتظاميې ترمخه په ژوبل شوؤ کې ددريوؤ کسانو حالت سخت دى.
. ددغه چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو دتيرو څو اوونو راهسې دخيبرپښتونخوا پشمول دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې دبمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو لړۍ تنده شوې چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي اؤ پکې ديو شمير چاؤدنو پړه دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.
دپاکستان صدر ممنون حسين دپيښور دبمي چاؤدنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.