د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د وطن دښمنان په هیڅ ډګر کې د افغانستان پرمختګ نه سي زغملی

اتل
23.01.2014

قدرمنو وطنوالو، السلام علیکم
طالبان وایي چې خارجیانو زموږ ملک نیولئ، جنګ ورسره کوو.
افغان حکومت دخارجیانو ګوډاګئ دئ، جنګ ورسره کوو.
ټول هغه اشخاص وژنو چې حکومت ورباندې تقویه کیږي.
دطالبانو ددې ادعا معنی داشوه چې دوی په میلیونونو افغانان وژني، او بیا په غرونو او تشو ډاګونه حکومت کوي.

نه پوهیږم چې طالبانو د سپورت د لوبغاړو وژل په څه منطق پیل کړیدي؟
دا لاندې رپوټ خبریال، پژواک او ګڼ شمیزر نورو رسنیو خپور کړیدئ:
=========
پنځه افغان لوبغاړي په ډزو کې ووژل سول
۳ بهمن ۱۳۹۲, ۲:۱۱

د لغمان ولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ۱۲ بجو په شاو خوا کې د الینګار ولسوالۍ د سخرې په کلي کې یو شمیر ځوانان چې د والیبال لوبه یې کول مخالفو وسله والو پرې ډزې کړي، پنځه تنه یې چې زده کوونکي هم دي وژلي دي.
د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په بې ګناه او بې وزله خلکو او په تیره بیا په لوبغاړو د مخالفو وسله والو دغه ناوړه، غیر اسلامي او غیر انساني عمل په کلکه غندي.
ډاکتر مجددي زیاتوي چې د دې خاورې او وطن دښمنان په هیڅ ډګر کې د افغانستان پرمختګ نه سي زغملی، ځکه چې په دې وروستیو کې د سپورت په برخه کې له لاسته راوړنو او پرمختګونو سره سم وسله والو په لوبغاړو هم بریدونه پیل کړي چې ښکاره بیلګه همدا پیښه او همدارنګه یوه اونۍ وړاندې په کندهار ولایت کې د لوبو پر یو لوبغالي د توغندي راتوغول و چې هلته هم دري د فوټبال لوبغاړي وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي ول.
که څه هم ددي بريد مسوليت کومي ډلي پر غاړه نه دى اخيستى ولي په لويه کې چارواکي وايې چې په دي وروستيو کې پر افغان لوبغاړو بريدونه ډېر سوي دي.
ددي پېښي انګيزه تر اوسه پوري نه د څرګنده خو په دي وروستيو کې د افغان لوبغاړو برياليتوب او په دي برخه کې يې مهمي لاسته راوړني هم خورا د پام وړ دي.
تر دي وړاندي د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کشک نخود په سيمه کې يوه ډله لوبغاړي تر توغنديز بريد لاندي راغلل او پر مهال اوو تنو ته مرګ ژوبله واړول چې ددي پېښي هم زياته غندنه وسول.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more