سياست او روانې چارې
په زابل کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو.
pattang
23.01.2014
د cia او فاسد رژيم اربکيان اولس لوټوي او دنظار دشورا تېر عمل
تکراروي !
زابل کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو.
[img:7d58f57896]http://www.nunn.asia/images/Arbakiannn.jpg[/img:7d58f57896]
پرون د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالي سلګونو اوسېدونکو د دې ولسوالۍ په مرکز کې د شینکۍ اړوند مسوولو اربکیانو پر ضد پراخ لاریون وکړ.
دغه لاریون کوونکي چې پکې دسيمې ځوانان، محصلین، شاګردان، دمدرسو طالبان ، قومي مخور او علماکرامو هم ګډون کړی و، په سيمه کې له مېشتو اربکيانو شکایت کوي او وايي، چې هغوی په زور هره میاشت په سيمه کې له دوکاندارانو زر، زر افغانۍ اخلي.
په دې سیمه کې اربکیانو څو ورځې وړاندې د اسحاقزي پرنامه یو دوکاندار د همدې زر افغانیو د نه ورکړي پر جرم په ډزو وژلی دی.
دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د زابل په لویه ولسوالي، د پروان په بګرام ، د پکتیکا په ښرنه او د فراه په بالابلوک کې هم د اربکیانو پر ضد ورته لاریونونه ترسره شوي دي.
یاده دې وي، چې د غزني د اندړو ګڼ شمېر اوسېدونکو هم په سیمه کې له مېشتو اربکيانو په وارو واورو شکایت کړی دی، دوی په اندېښنه کې دي، چې د اندړو اربکیانو ته نږدې دوه میاشتې کېږي چې د هغوی معاشونه نه ورکول کېږي، خکه خو هغوی چور او تالان ته مخه کوي.
pattang
23.01.2014
[img:15e4879306]http://nunn.s3.amazonaws.com/editorial/helmandi-Mashoom.jpg[/img:15e4879306]
له څو ورځو راهیسې ډله ییزې رسنۍ د هلمند له نا آرام ولایت څخه د دې ولایت د امنیتي ځواکونو په لاس د ولسي خلګو د وژلو زړه بوږنوونکي رپوټونه خپروي .
د تیرې سه شنبې په ورځ د هلمند د نوزاد په ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو دخبر یالانو په مخ کې هغه اووه کلن ماشوم په مخامخ ډزو و ویشت چې هغوئ ته یې دسلامي کولو په دود لاس پورته کړ.
همدا راز په دې ورځ کې د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د هلمند د چارواکو او سیمه ییزو خلکو د وینا له مخې د دې ولایت سيمه ييزو پوليسو د يوې کورنۍ درې غړي د هغوئ د خپلوانو په مخ کې په ډیرې بیرحمۍ سره وژلي چې وروسته د وژل شويو درېيو واړو (خاوند، مېرمنې او زوى) جسدونه د سيمې د خلکو له خوا د ولايت د مقام مخ ته راوړل شوي وو او له چارواکو يې غوښتنه کوله، چې وژونکي يې ګرفتار او محاکمه کړي.
د وژل شوي تن زوى محمد طاهر پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د خپل پلار ، مور او ورور د وژل کیدو په مهال نوموړی په کورکې نه وه چې سیمه ییز پولیس د دوئ کورته ورغلي او هلته یې دغه بوږنوونکې پیښه رامنځته کړې وه
پژواک خبرې آژانس د نوموړي له قوله وايي: (( زه په دې شپه په کور کې نه وم په لښکرګاه کې دخپلې مزدوري په ځای کې وم چې دشپې مو سيمه ييز پوليس کور ته د غلا لپاره راغلي وو، کله چې زما پلار هغوئ پېژندلي وو،چې شناخته پوليس دي او سهار افشا کيږي، نو یې زما پلار، مور او ورور ځاي پرځای وژلي دي .)) نوموړى دا هم ویلي چې د د غو پولیسو له جملې څخه یې يو تن عجب ګل نوميږي چې د دوئ کليوال او د سيمه ييزو پوليسو غړى دى. همداشان د محمد طاهر خور ، جان بي بي ، چې د خپل پلار دوژلو شاهده وه وايي: (( پلار مي پوليس وپېژندل کله چې يې د هغوئ نوم ورته واخیست ،هغوئ پري ډزې پيل کړې او زما پلار، مور او اته کلن ورور يې ووژل او زه په تناره کې تري پټه شوم.)) په داسې حال کې، چې د سیمې امنيتي چارواکو د دغو دریو تنو دوژل کیدو پړه د وسله والو طالبانو پرغاړه وراچولې ، پژواک اژانس ته د دې کورنۍ يوه غړى عبدالولي ویلي چې د دوئ په سيمه کې طالبان نشته او نه دوئ له چا سره دښمني لري. د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور هم د پیښې د تائید ترڅنګ هغه غندلې او د عاملینو دمجازات غوښتنه یې کړې .
بل لوری دچار شنبې په ورځ د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د سیستاني دسیمې اوسیدونکي د هلمند ولایت دودانۍ په مخ کې د هغه لس کلن ماشوم د وژنې په اعتراض راټول شوي ول کوم چې د مارجې ولسوالۍ د مالک نومي قومندان لخوا په مخامخ ډزوکې وژل شوی وه .
د ماشوم خپلوانو په هلمند کې رسنیو ته ویلي چې تيره ورځ کله چي په سیستاني سیمه کي د مالک په نوم د پوليسو يو قوماندان له خپلو سرتېرو سره د ګزمې پر ډول له سيمي تېرېدو نو ډزي پيل شوې، چي په ترڅ کي يې دهمدې کلي یو لس کلن ماشوم ووژل سو .
په هلمند نا آرامه ولایت کې د دولتي ځواکونو لخوا د ولسي خلګو د عام وژنې خبرونه په داسې وخت کې خپریږي چې د دې ولایت د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسون ولايتي رئيس احمد بلال صديقي هم رسنیو ته ویلي چي دفتر يي د تېرو اتو مياشتو په موده کي يو سل او پنځه اويا د شکايتونو پيښي ثبت کړي دي، چي له دې جملې نه شپږ ديرش پيښي يوازي د امنيتي ځواکونو له خوا د خلګو سره د بد چلند وهلو او ډبولو په اړه دي.
دهلمند ولایت دغه وحشیانه پیښې ټولې په هغو سیموکې رامنځته شوې چې دهغوئ امنیت له بهرنیو ځواکونو څخه اوس تازه داخلي ځواکونوته سپارل شوی .
صبور
24.01.2014
پتنګه، ډله ایېز قتلونه، تروروستي حملې، د مذهبي او ټولنو د قومي مشرانو انفرادي قتلونه، نه یوازې چې د اسلام او مسلمنانو په خیر ندي، بلکه د مسلمانانو او اسلام کمزوري کیدل، د اسلام ددښمنانو پیاوړي کیدل او د هغوی د هدفونو پوره کیدل دي.
ستا هدف هم ډېره روښانه او ښکاره ده، چې ته هم زمونږ په ویجاړ او وران هیواد کې د ډله ایزو او قومي جنګونو ته کلک ملاتړ کوي. په فارسی کې وایي:
چیزیکه عیان است چه حاجت به بیان است.