د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دفرقه یي جنګونو فتنې.

میرویس
21.01.2014

د فورم ګرانو لیکوالانو او لوستونکو، السلام علیکم
داسلامي فرقو تر منځ جنګونه، ډله ایېز قتلونه، تروروستي حملې، د مذهبي او ټولنو د قومي مشرانو انفرادي قتلونه، نه یوازې چې د اسلام او مسلمنانو په خیر ندي، بلکه د مسلمانانو او اسلام کمزوري کیدل، د اسلام ددښمنانو پیاوړي کیدل او د هغوی د هدفونو پوره کیدل دي.

ښايې موږ داسې فکر وکړو چې ددغې او یا هغې فرقې دغه یا هغه عال، دغه فرقه یي لمسونونه یا جاېز ګڼي، یایې نه تقبیح کوي، یایې ترشا ولاړدئ، نو موږ هم باید په پټو سترګو د هغوی پیروي وکړو؟

نه هرګز داسې نده. په اسلام کې د هیڅ انسان وژنه جائزه نده، په تیره بیاد هغو انسانانو چې محمدي کلمه وايي. ښايې په سوني او شیعه فرقو کې د اسلامي ارشاداتو دعملي کولو په طریقو، او یا په نورو ساحو کې یو څه توپیرونه وی، خو تر هغې چې دواړې ډلې د محمد صلی الله علیه وسلم کلمه ګويې وي، مسلمنان دي، او قتل یې روا ندئ.

کیدای شي چې په موږ مسلمانانو کې ځینې په اصطلاح دیني عالمان چې دغه ډول فرقه یي جګړې لمسوي، د اسلام او مسلمانانو ددښمنانواهداف به پرمخ وړي، او د اسلام او مسلمان دسر دښمن به وي.
خوموږ ته پکار دي چې د خپل عقل نه کار واخلو او د حق او باطل تر منځ فرق وکړو.
تر ټولو لوی عبادت تعقل او د خپلو ماغزو نه د کار اخیستل دي.
په الله مو سپارم.
دالاندې مضمون مشال رادیو خپور کړیدئ
======
بلوچستان: مستونګ کې پر شیعه زیارتیانو برید ۱۸ تنه مړه، ګڼ ژوبل

په مستونګ سیمه کې تردې وړاندې هم پر شیعه زیارت کوونکو ځانمرګي بریدونه شوي، چې مسوولیت يې سني افراطي ډلې لښکر جنګوي په بیا بیا قبول کړی.

د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم د شییعه زیارتیانو پر یو بس برید کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه
د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم د شییعه زیارتیانو پر یو بس برید کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه

21.01.2014
د بلوچستان امنيتي چارواکي وايي ددې صوبې د مستونګ په درينګړ سیمه کې د سې شنبې په ماښام پر هغه بس بمي برید شوی، چې له ایران سره په سرحدي ښار تفتان څخه کوټې ته را روان وو، او په کې شيعه زیارت کوونکي وو، چې له ایران څخه کوټې ته پرلاره وو.

د مستونګ د اسسټنټ کمشنر شفقت انور د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر ته ته وویل ؛ د لومړنيو مالوماتو له مخې په دې برید کې اته تنه وژل شوي او تر پنځلس زیات نور ټپیان دي؛. د انور په خبره امدادي ډلې مړي او ټپیان د کوټې سرکاري روغتونو ته د وړلو هڅه کوي.

په مستونګ سیمه کې تردې وړاندې هم پر شیعه زیارت کوونکو ځانمرګي بریدونه شوي، چې مسوولیت يې سني افراطي ډلې لښکر جنګوي په بیا بیا قبول کړی.


pattang
21.01.2014

يو وخت ډېر ځناور لنډغر او فاحش پرچمی د افغانستان رئیس جمهور
شه آو په خدای پاک یې هيڅ عقيده نلرله خو کله به یې چې خلقو ته خبرې
کولې نو هغه به بي قران شريف په لاس کې نيولی وو او خبرې
به یې کولې ! سوله هلته راځي چې اشغالګر ورک شي !
او دالري مداريان یې خپله جزا وويني !
قاطلين د cia ملګري دي ترڅو چې ازادي غوښتونکې
ډلې بد نامې کړي !


میرویس
28.01.2014

پتنګه، السلام علیکم
ستا خبرې د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وصلم د ارشاداتو مخالفې دي، او کیدای شي ترکستان ته دې بوزې. ته به نه پوهیږې، چې ترکستان ښه ځای ندئ.

یوه سړي یوه اصحابي ته سلام واچاوه، او هغه علیک نکړ. پیغمبر صاحب هم هلته حاضر ؤ، او اصحابی ته یې وویل چې ولې دې د هغه سړي سلا علیک نکړ؟ هغه په ځواب کې وویل چي، ددې سړي په اسلام مې چندان باړر رانه غئ. پیغمبر صاحب ورته وویل چې ته د هغه د زړه نه خبر یې؟ اصحابي ځواب ورکړ چې نه، خو هغه تر پرون پورې کافر ؤ. انحضرت ورته وویل دغه نور اصحاب خو هم چې په اسلام مشرف شوي، مسلمانان نه وو، آیا په هغوی هم شک لري؟ اصحابي ورته وویل چې نه، بښنه غواړم زما نه سهوه وشوه.

انحضرت ورته وویل چي لره له غیب ګویي نده پکار، او دا کار غیر اسلامي دئ.
آلله دې جوړ کړه پتنګه.
اول زده کړه، بیا کوزده کړه.


طالب ISI
29.01.2014

لیکنه د مذهبی او فرقه یی قتلو باره کی ده.
پتنگ صاحب ته چی ووایی ساعت یو بجی ده
وایی
اشغالگر، سی، ای،ای، دالر ،اربکیان، چتیات

بیخی عصبی تکلیف ورته پیدا دی


میرویس
29.01.2014

شهیر وروره، السلام علیکم
تاسې ته دې الله جل جلاله، د خپل عدل او انصاف له برکته ددوادړو دارینو برئ در په برخه کړي.
تاسې رښتیا خبره کړیده، پتنګ ناروغ دئ. دُعا به ورته کوو، چې الله يې روغ کړي، د مسلمانۍ او غیر مسلمانۍ توپیر وکړئ شي، او حق او باطل وپيژني.
په مولا دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more