د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

واوره

dawood
08.02.2005

سپوږمۍ دملغلروپه أمېل کې ځلېدله
واوره ويده وه په پاڼوکې تکه سپينه برېښېدله،
هواولاړه دغونډيوپه سروکې ټاليدله
شپه اوږده وه ځارله خوبه تنبيدله،
ليلاکتل آسمان ته حيايې په بڼوکې شرمېدله
عجيبه داوه داقدرت ښوکله ښکلايې ښکلوله،
وږمه راغله دسهرپه سپيده چاوکې
بانځۍجګ شه خوب دې پرېږده بی أجله،
لمرپه خنداشوأينې پړک کړه ماليدله
فضادسرورډکه پرښه بياراوريده،
څادرونوپه سرکو هغه زمانه بيلدله
ماذديګرراغۍدرنګونوپه سره شال کې پټيدله،
dawood banzia_cairo


ډير ښکلی

Hamdard
18.02.2005

[color=green:84135271f3][/color:84135271f3]داؤد جانه دزړه لکومي درته سلامونه احترامونه وړاندي کوم لوي خدای (ج)
دي وکړي چي جوړ روغ او دغه شايسته شاعري مو نوره هم ده ادب په رڼو ملغلره نوره هم رنګينه سي (امين)
داؤد جانه ښکلي شعرونه ليکی سنګه بل ښکلی شعر نلرې؟
چي راته ېي وليکې!
په پښتنه مينه ستا ورور محمد داؤد همدرد



هيواد شېرزاد
18.02.2005

سلامونه دوستانو، هر يو داود خان او همدرد ورور.
داود خانه وروره، که خپه کېږې نه او د خپل شعر څرنګوالی راته په ډاکه کړې. ځکه ماته دا شعر غزل نه ښکاري. د غزل اوصول دادي چې بايد سېلابونه يې يو شان او په اخر کې يو شان د قافيې توري ولري. آزاد شعر هم ندی. دوه بېلګې به يې درته وليکم،
مثلآ تاسې ليکلي:
[color=red:41b4271f96]سپوږمۍ دملغلروپه أمېل کې ځلېدله[/color:41b4271f96] ...... ۱۵سېلابه.
[color=red:41b4271f96]واوره ويده وه په پاڼوکې تکه سپينه برېښېدله،[/color:41b4271f96]....... ۱۷ سېلابه.
او بيا مو د همدې شعر په بل ځای کې داسې کښلي دي:
[color=red:41b4271f96]هواولاړه دغونډيوپه سروکې ټاليدله[/color:41b4271f96] ............ ۱۷ سېلابه.
[color=red:41b4271f96]شپه اوږده وه ځارله خوبه تنبيدله، [/color:41b4271f96]............. ۱۲ سېلابه.
نور مو په خدای سپارم.


Hamdard
19.02.2005

شېرذاده وروره لومړی درته دميني او محبت ډک ډک سلامونه او احترامات ډالۍ کوم لوي خدایی(ج) دي وکړي چي جوړ روغ او خوشحاله ووسې
محترمته لکه سنګه څرګند ده چي ستاسو سعي کوښښونه يقينا هم دستايني وړدي او خدای(ج) مو په او پوهي لازيات برکت کيږده ځکه چي ستاسو دغه قيمتي وخت ودی ارزشناک کار ته ورکړی دلوي خدای څخه درته دنورو برياوو په هيله
ګرانه وروره ريښتيا هم ستاسو ده داؤد خان په شعر يا غزل صحيح نيوکه کړي او يقينا دده دشعر... سيلابونه سمون يعني سره برار ندي په يوه مصره ١٧ سيلابه او بله کي بيا ١٢ سيلابه دي
زه فکر کوم چي داؤد جان زما پښان وس وس د شعرونو په جوړولو پيل کړی
نو شېرزاد صيب تاسو ته به شه معلومه وي چي اوله شاعري خو ډېره ګوډه ماته وي
بل وروره ماچي ده داؤد خان ورور دشعر ستاينه کړي په دغه خاطر چي ما فکر وکړو چي داؤد نوي شعرونو ته ملا ټرلي ما دده دنوري ميني په خاطر دده دشعر ستاينه وکړه


مننه


هيواد شېرزاد
19.02.2005

همدرده وروره له همدردۍ څخه مو يوه نړۍ مننه او سلامونه مې هم په ورين تندي ومنئ.
ما د داؤد ورور په شعر ځکه نيوکه وکړه چې: ما فکر کاوه کېدای شي دا د پښتو شعر کوم نوی شکل وي چې زه به نه يم ترې خبر. خو لکه چې تاسې يادونه کړې ده چې ښاغلی داؤد نوی د شعر نړۍ ته راغلی دا خو ډيره ښه ده. خدای پاک دې دی خپلو مرامونو ته ورسوي.
مګر زما داود ورور ته سلا او مشوره داده چې که چېرې داؤد ورور لومړی خپل شعر د يو بل دوست چې په شعر يو څه ترده ډېر پوهيږي ورسره شريک کړي او بيا يې ټول افغان ته وړاندې کړي نو به تر نيوکو لاندې نه راځي. او پدې شکل به مو د پښتو شعر لوړ مقام هم ساتلی وي.


ګل آغا احمدي
28.05.2005

ګران او هڅاند ورور هيواد شيرزاد صيب!
سلامونه او نيكې هيلې
ستاسو د علمي نيوكو او كره كتنې څخه يوه نړۍ مننه كوم لوى خداى دې اجر دركړي. دا به ډير په ځاى خبره وي چي د ښاغلي داود په څير زموږ نوي شاعران او ليكوالان د خپلو خواخوږو وروڼو ګټورو مشورو ته غوږ كښيږدي او په ورين تندي يې ومني. په دې توګه ښاغلي داود ته زما وړانديز هم دا دى چې خپل قلم په كار واچوي او د خپرولو څخه د مخه خپله ليكنه يوه داسې چاته ور وښيي چې له ده څخه په دې ډګر كې ډيره ونډه او مالومات لري. زه له ښاغلي همدرد ورور څخه هم د زړه له كومي مننه كوم چې ښاغلى داود يې نور هم د خپلو ليكنو زياتولو ته هڅولى دى.
ستاسو ټولو د بشپړې بريا په هيله

زموږ بڼ به مالا مال شي له ګلونو
د غوټيو موسكا ماته داسې ووې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more