د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ژمی او د مجاهدینو پرله پسی ستری بریاوی ؟

pattang
18.01.2014

ژمی او د مجاهدینو پرله پسی ستری بریاوی ؟
ـــ دوهمه برخه ـــ
ـــ الحاج استاذ بیانزی ـــ
بسم الله الرحمن الرحیم
د دی ژمی د مجاهدینو د بریالیو او فعاله عملیاتو د پاره هر څوک د عواملو اودلایلو د پیدا کیدو په لټه کی دی مونږ هم خپل نظریات او هغه عوامل چه د مجاهدینو د سترو بریاوو او جهادی کړنو سبب شوی درنو لوستونکو ته د مطالعی د پاره په لاندی ډول لیکم :
اول : جهادی پراختیا او هیواد شموله کیدل
په شروع کی جهاد د اسلامی امارت پوری تړلی ښکاریدلو، یعنی ډيرو شعوری یا غیر شعوری فکر کولو چه اسلامی امارت د هغه بایللی واک د تر لاسه کولو دپاره د جهاد کولو هڅی او وسی لری مګرد څوکلونو په تیریدو او د حقایقو په ډاګه کیدو سره جهاد لکه دروسانو د اشغال د وخت په شان هیواد شموله شو چه قومانده او لارښودنه یی داسلامی مقاومت په واک کی وه او ده یعنی د هیواد ټول قومونه ، اړخونه او ټول هیواد مجاهد مجاهد جوړ شو مجاهدین اوس د دی اړه نه لری چه له لیری ځایو اکمالات وکړی له بلی خوا اشغلګر په خپله جوړه شوی اداره هم پوره باور نه لری .
دوهم : افغانی غیرت او شهامت : لکه یو انسان چه ترنورو ځینی ځانګړتیا وی لری ، الله ج ځینی قومونو یا هیوادونوته په نورو ځینی ځانګړتیاوی په برخه کړی لکه د یهودانو قوم چه په اقتصادی چارو او یووالی کی ترنورو مخکی والی لری ، یا انګریزان په لنډ او اوږد مهاله پلانونو جوړولو، مستعمره کولو او فریب کاریو کی تر ټولو دمخه دی افغانان هم په غیرت او شهامت کی د نړی تر ټولو قومونو د مخه دی ، همدا علت ځینی خلک د افغانانو د پاره د بدمرغی عامل هم شمیری ، یعنی د نړی هر ابرقدرت ورسره د زور معلومونی سرجنګی کوی ، ولی د نورو ډيروپه نزد د افغانانو د اوچت غیرت او شهامت دا خاصیت د افغانانو نیک مرغی کی شمیری یعنی د همدی طلایی خصلت له مخی دی هیواد ته د لویو قدرتونو هدیره هم ویل کیږی .
افغانان له اوله او یا له موره غیرتی مجاهدین زیږیدلی ( یعنی په فطرت یا وینه کی یی غیرت او شهامت اخښل شوی ) ، دوهم تر امریکایانو د مخه یی د انګریزانو او روسانو سره یی یوه یا دوه پیړی په غزا ګانو کی تیری کړی او هم خپل منځی جنګ کی تر ټولو مخکی والی لری ( دایی بیا منفی برخه ده ) دریم د امریکایانو سره په دی دیارلس کلونه جنګ کی خویی ماستری او داکتری تر لاسه کړی دی ، او هغه روزنه چه اوس لری دیارلس کلونه مخکی یی کله درلودله مجاهدین ورځ له بلی د د شمنانود پلانونو په تخمینولو او تعقیبولو سره عادت شول عملی ابتکارونه او نووښتونه یی په کارواچول . په جنګ کی پیدا ، په جنګ کی لوی شول اوس نړی ته د ښه مسلکی جنګی استاذانو په حیثیت لری یعنی نړی ته اصلی ځانګړی قوه ( سپیشل فورس ) افغان مجاهدین دی چه د کفری نړی ځانګړی یا سپیشل قوه ورته د مادلام خسی هم نه ښکاری تر دی چه د ټولی اسلامی نړی اومظلوم بشریت د افغانستان له مجاهدینو زده کړی او الهام اخلی .
دریم : د جنګی اهدافو او رازونو په ډاګه کیدل : په جنګ کی د جنګ دواړو خواوو ته د یو بل د جنګی اهدافو او رازونو بربنډیدل او مشخص کیدل دوارو خواوو ته ډیر زیات جنګی اهمیت لری دا چه اوسنی جنګ کی د وسلو او وسیلو انډول نه لری مجاهدین جبرا ګوریلایی جنګ کوی امریکا د مجاهدینو پڼځایونو ترصد او تعقیب نه شی کولی له امریکا ورک دی ولی د امریکا او د هغوی د غلامی اداری ټول نظامی بیسونه ، قطعات ، دفتری ، دلیارو مسیر ، حتی د ډیرو د هستوګنی ، میلو او مستیو موقعیتونه مجاهدینو ته یو په یو معلوم دی تر دی چه د ننوتلو او راوتلو لیاری یی هم ورته معلومی او اړیکی لری نو په دی واسطه او د الله ج په فضل اومرسته هر مجاهد هر وخت او هر ځای چه وغواړی بریالی عملیات پری ترسره کولی شی .
زما د بوش هغه اوله لاپه را په یا د شوه چه ویله یی ( هر غر کی چه یاستی لوګی به شی ) مجاهدینو یی په ځواب کی وویل چه ( له الوتکو او ټانکونو به دلویو قدرتونو هدیره کی راکیوزی ) یعنی کله چه ستا عسکر زمکی ته راښکته شی بیا به زمونږ مورال او ایمان درته په ډاګه شی چه ستاسی جنګ د چا سره دی تاریخ به مو د افغان په خاوره یرغل څخه مخکی لوستی وی هغه همدا اوس وخت دی چه وایی نن دی که صبا دی دا مال د زرغون شاه دی یا وایی پړی یی واچول اوښانو کی بیا کډی باریږی .
څلورم : د جنګ هدف او سپیڅلتیا : په جنګ کی د جنګ هدف او د جنګ سپیڅلتیا دجنګ په ګټلو یا بایلولو کی دیره زیاته اغیزه لری ، یعنی جنګ د څه او د چا دپاره دی ؟ دا دجنګ دواړو خواوو عسکر اول وی که اخر پیدا او زمزمه کوی چه څوک په حقه او څوک په ناحقه دی ؟ څوک متجاوز ، ظالم او څوک مدافع او مظلوم دی؟. نړیوال استعمار په خپلو ډیرو او روزل شوو عسکرو ، په ډیرو پیسو ، وسلو او وسیلو د کبراخری یا خدایی کچی ته ورسیږی وایی [ زه چه ذروی وسلی او وسیلی لرم ګټونکی یم ] . داسی نه ده ، جنګ وسله نه خلک یی کوی ، بیا د اوچت مورال لرونکی اړخ ګتونکی وی ، اوچت مورال د سپیڅلی هدف سره ملتیا لری لکه د الله چ د رضا ، د خپلو خلکو ، خاوری ، خپلواکی ، ناموس ، دین ، فرهنګ او ځان څخه دفاع کول سپیڅلی عمل او سپیڅلی هدف دی ( د سپیڅلی هدف لرونکی خپل هدف ته د رسیدو د پاره خپل ژوند وسیله ګڼی ) . اوس تاسی قضاوت وکړی چه څوک به ګټونکی او څوک به بایلونکی شی د چا چه ژوند یی دهدف د پاره وسیله ده دهغو د پاره زندانونه ، تودی سړی او وژنی هیڅ معنی او ارزښت نه لری .
پنځم : جهادی پیاوړی روحیه : مجاهدینو د روسی اشغالګرو په ضد خپل سپیڅلی جهاد پیل کړی او اوس د ټول نړیوال اشغالګرو په ضد جنګیږی کم وزیات ۴۰ کلونو راهیسی دغه سپیڅلی جهاد د کفری اشغالګرو په مقابل کی پرله پسی جریان لری په همدی جهاد کی پیدا ، لوی او د خپلو پلرونو سره د جهاد په عملی بڼه کی وروزل شول، مسلکی جهادی روحیه لری او د هر کال په تیریدو یی دا سپیڅلی جهادی روحیه لاپسی غښتلی او پیاوړی کیږی برخلاف امریکایی عسکر د معاشونو د ترلاسه کولو د پاره جنګیږی کوم چه د خپلو هیوادو د تیلو د کمپنیو خاوندانو له خوا ورته تادیه کیږی نو عسکریی د معاشونواود تیلو کمپنیو د ګټو د پاره ځانونه نه وژنی یعنی عسکریی له وژلو څخه کرکه لری معاش د خپل ژوند د ښه والی او اوږدوالی د پاره اخلی نه دا چه خپل او د کورنی خوږ ژوند د معاش د پاره قربانی کړی او جنګ کی له (سره تیریدل) د جنګ د ګټلو اولنی شرط دی نو امریکا یان څرنګه د جنګ د ګټلو هیله ولری .
شپږم : جهادی سنګرو کی د شهیدانو شتون : الله ج فرمایی ( شهیدانو ته مړه مه وایاست هغوی ژوندی او تاسی نه پوهیږی ) یو تعبیر یی همدا چه شهیدان د مجاهدینو په صفوفو کی کی ننوځی، لوږه ، تنده او داسیی نوری ستونزی ورته بی معنی دی دا چه د وخت په تیریدو مجاهدینو په صفونو کی د شهیدانو شمیر زیاتوالی کوی مجاهدین د فدایی حملو په واسطه ( چه امریکا یی ضد نه لری) د امریکا د بیسونو زړه ته ننوځی او نظامی اهداف یی په بشپړه توکه منهدموی ، برخلاف امریکایی عسکر په روغتونو او زندانو کی له ډیرو ویرو او خپلو وحشتونو ځانوژنی یا کوروژنی کوی ،او هغه ژوندی یی هم د عقلی او عصبی ستونزو سره مخ دی له نشه توکو له کارولو سره سره نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی .
اووم : اقتصادی حالت یا د غریبی کچه : : مسلمانان د مبارکی روژی د لوږی او تندی سره د عادت له مخی څو ورځی وږی او تږی هم تیرولی شی ، دوهم مجاهدین د ژوند د ډیری ښکته سطحی کچی سره روږد دی تر دی چه په یوه ډالر ټوله ورځ د بچو سره په ارامه تیرولی شی ، دریم ۴۰ کلونه یی په د استعمار سره په سپیڅلی جهاد کی تیر شول یعنی د جهادی لوږو او تندو سره هم عادی شوی ، د وسلو او وسیلو له مخی ډيری خفیفه وسلی او وسیلی هم نه لری بس د الله ج په توکل او په دی هیله چه له یرغلګرو او اشغلګرو څخه به یی وسلی او وسیلی په غنیمت تر لاسه کوی ، د مجاهدینو اقتصاد د مظلوم اولس په چاندو او غنیمتونو ولاړ دی ، اشغالګر د مرمیو په ځای ډالر ډیر مصرفوی ، په بوجیو بوجیو دالرو یی زمونږ بی ضمیره اخوانیان او ملحد ایزمیان رانیول ، همدارنګه د ډيرو زیاتو وسلو او عسکرو رانقلولو ورله ملا هم ماته کړی د هری ګولی په وارولو او هم ، ژباړنو او قراردادیانو په قانع کولو هم ډيره خرڅه لری ، ګاونډی هیوادونو ته د استخباراتو او اکمالاتو د پاره په پیلونونو ډالری ورکوی او تر ټولو څو ځلی زیاتی ډالری خرڅه یی په بی کفایته اداره راځی ( له عسکر تر جنرال او له ریسه تر ماموره معاش او څه تری په غلا او فریب کاریو خپلوی او داسی نور او نور ، نود اشغلګرو اقتصاد څوځله مات شوی د قرض او بخشش ډالرو به تر څه وخت ممکنه وی چه دی خونړی جنګ ته ادامه ورکړی؟ څو پیړیو ته اړه ده چه د دا رنګه مات اقتصاد جبران وکړی . د لوی طاقتونو ماته اقتصادی ماته ده.
اتم : بی باوری اوځانله کیدل : ځانلوالی او بی باوری هم د جنګ د بایللو د پاره لوی عامل دی که یو هیواد په وحشت ، دروغو ، فریب کاریو او نورو ..د خلکو سره نړیوالو کی لکه د روسانو په شان بد شهرت وګټی، نه ورسره څوک راکړه ورکړه او نه ورسره څوک مرسته کوی اصلی او بنیادی اقتصادی سنکشن همدا دی د روسانو د ماتیدو یو لوی عامل هم دا منزوی کیدل او بی باوری وه کیدی شی اوس امریکا هم د روسانو د برخه لیک سره مخ شی خپل ډیر نزدی ملګری یی هم په امریکا باور نه لری اونه امریکا په هغو باور لری یو د بل جاسوسی او څارنه لری تر منخ یی کرکی او دشمنی رامنځته شویدی .
نهم : د ګاوندی هیوادونو دوه مخی : د اشغلګرو د استخباراتو له خوا ګاونډی هیوادونو ته د اکمالاتی او استخباراتی اړیکو د پاره مخکی له مخکی په بیلونونو ډالری تادیه شوی او تادیه کیږی مګر د اخلاص په ځای دوه مخی ورسره کوی داځکه چه ګاونډی هیوادونو ته د اشغلګرو اړتیاوی او نیمګړتیاوی په ډاګه شوی دجنګ اوږدیدل د ګاونډیانو په ګټه او د بلی خوا ګاونډیانو ته د افغان مجاهدینو د مټو زور معلوم چه اشغلګرو ته به لکه د روس په شان ماتی ورکوی او د شوروی اتحاد او د وارسا کمونستی پکت د برخه لیک سره به یی مخ کوی څومره د جنګ اوږدوالی به د ډالرو دروازی پرانستلی ساتی نو جبرا به هم مجاهدین تقویه او هم د اکمالاتی بیی سربیره یی اکمالاتی مالونه هم چور کوی او استخباراتی منابع یی هم ورسره دوه مخی او څو مخی تر سره کوی .
لسم : د اشغلګرو د اشغال او وحشت تثبیتیدل : د اشغلګرو هیوادونو حکومتونو چه اګثره یی د تیلو د کمپنیو خاوندان دی ، د دی د باره چه د مرکزی اسیا له سرشارو طبیعی منابعو او د زمکی لاندی او باندو زیرمو استثماری ګټی تر لاسه کړی وی ، همدارنګه د کسپین د بحیری شاو خوا هیوادونو او د افغانستان زمکی لاندی او باندی زیرمی یی خپلی کړی وی او د افغانستان زمکه د نشه توکو د تولید او د دوی د ډول ډول ټولنیز او دسته جمعی مرګونو د پاره لابراتوار جوړ کړی زمونږ په ګران هیواد باندی د یرغل کولو د پاره د ۲۰۰۱ کال د ۍسپټمبر نهمه جعلی او تراجیدی پیښه پیښه رامنځته او څه کم دری زره بی ګناه خلک یی پکی ووژل او د دی جعلی پيښی د غچ اخستلو د پاره یی د خلکو د احساساتو د راپارولو او د خپل یرغل د برحقه کیدلو د پاره یی زمونږ په ګران هیواد ډير وحشی یرغل وکړو زمونږ ملک یی اشغال او زمونږ میلونونه خلک یی بی کوره او بی اوره او زمونږ له لکونو خلک یی په خپل وینو کی ولمبول او خپل زرونو غریب عسکر یی هم په کی ووزل تر څو د تیلو کمپینو خاوندان د ملی ګټو او غچ اخستنی په پلمه خپلو شخصی ګټو او د نړیوالو د غلامولو هدف ته ورسیږی ، ولی له دوی څخه نه یواځی هغه هدف خطا شو بلکه د ۱۴ کلونو په تیریدو د دوی هغه ټولی شیطانی طرحی او پلانونه د دوی هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه شول چه د هغه ولسونو په تریلونونو ډالر او د هغو د بچو وینی یی بی ځایه او د خپلو شخصی ګټو د پًاره خرڅ کړی ، ( نه یی دین نه یی دنیا شوه ) د پاڼ او پړانګ تر منځ پاتی دی چه حتی شخصی ګتی یی هم ترلاسه نه کړی وایی ( د حریص کاسه چپه لاس یی تش خوله یی سپیره ) او اولس هم تری حساب غواړی ، که راوځی له یوی خوا زمونږ په ګران هیواد کی هغه د قومی نفاق تخمونه چه دوی کرلی هغه به خامخا میوه نیسی او د لا نورو وینو تویولو او تباهی امکانات موجود دی کوم جه له دوی مخکی پوره امنیت وو، نسبی خود کفایی وه نسبی ملی یووالی او خپلواکی وه . لاسته راوړنی نه لری او که پاتی کیږی د سر اومال تاوای یی تر دی هم زیاتیږی.
یوولسم : د غلامی اداری ، اداری فساد او بی کفایتی :
کوم چه د همدی اشغلګرو د ۳۵ کلونو محصول او لاسته راوړنه چه د نړی د فسادونو لمړی درجه یی ترلاسه کړه ، د دی په ځای چه خلکو ته د کار او پوهی زمینه مساعد کړی له خلکو یی د روسانو په شان کور کالی ډوډی واخستل ، خلک سره ددی چه تر ډیری کچی د اوسنی استعمار په پوچو تبلیغاتو تیروتلی وو چه دیموکراسی به مونږ ته دا او دا راکوی خو هغه دا او دا د څو ګوتو په شمار خلکو ته ورسیدل ، په هغو یی بسنه ونه کړه ، دمظلوم ملت پوستکی یی هم وویست او حتی د هماغه استعمار سره هم د هر ډول فریب کاریو کاراخلی او د حرص پوچی سترګی پری ډکوی . دی کار ټول ملت د اسلامی امارت په څنګ ودراوه . مجاهدینو اوس له بهره د اکمالاتو اړه نه لری .
دولسم : غیرمتجانس یا یوبل سره دشمنه اداره :
استعمار تل هڅی او وسی لری چه خلک وویشی حکومت پری وکړی ، هر هیواد ته چه ځی د هغه ځآی ټولنیز جوړښت یی مخکی له مخکی ویجاړ کړی وی ، یعنی د هغه هیواد قومونه ، ګوندونه ، مذهبونه او داسی نور سره دشمن او وویشی ، په اوسنی فاسدی ، مزدوری او غلامی اداره کی یی د هماغه دشمنو اړخونو څخه هر څوک شته او هر یو په خپلو کړنو که پوره خپلواکی لری یعنی د دوی ترمنځ اطاعت او کاری لایحه نشته د همدی له امله ډیریی د مجاهدینو سره اړیکی لری ډير رازونه مجاهدینو ته وخت په وخت رسیږی حتی مجاهدین خبر دی چه کوم چارواکی کوم لایسنس پلیت لری تر دی چه ډیر انفلاقی مواد د هماغه اداری په لاس یا مرسته انفلاقونو ته اماده کیږی .
دیارلسم : تش په نوم ملی پولیس او ملی اردو :
هم د دی عدم یووالی او قومی تعصباتو بهترین او څرګند مثال دی او د هغوی په منځ کی اسلامی امارت په ډیره اسانی کار کولی شی چه وخت په وخت د خپلو ټوپکو شپیلی د یرغلګرو او یا ګوداګیانو په مخ ګرځوی . چه دا کار نه یواځی دوی ته مالی او جانی تلفات اړوی بلکه د اشغلګرو او ګوډاګی حکومت د اردو تر منځ د باور فضا خړه پړه شوی ده او دا باور لرل او نه لرل په اردو کی ډير اهمیت لری د هر څومره قوت او پیاوړتیا سره د ماتو سره مخ کیږی ځکه هغوی نه پوهیږی چه مخه وساتی که شا وساتی.
څوارلسم : د ملیشو یا اربکیانو جوړیدل :
دا کار روسانو د خپلی ماتی په اخر کی د کوررا کور او کلیو د دشمنی د خاطره تر سره کړو چه قومونه خپلو کی سره دشمنان کړی روسانو پکی څه لاسته راوړنه تر لاسه کړه یعنی د هغه پلان له مخی افغانانو لس کلونه خپلو کی سره ووژل ، د امریکایانو به هم د ماتی وخت یی ، دوی هم په دی اخرو دوه دری کلونو کی اربکان رامنځته کړل ، که څه هم دا زمونږ د ټولنی د کور کور دشمنی له مخی ډیره خطرناکه ده مګر دیر یی بی سواده او یا په دی کارونو عادت لری چه له حکومت هم معاشونه او هم وسله تر لاسه یا مجاهدینو ته هغه وسله وسپاری او ییا خپله پری جهاد پیل کړی یعنی که زمونږ هیواد ته تاوان لری مګر د پام وړ ګټی هم ورسره لری . یعنی مجاهدینو ته د دشمنانوله خوا وسله او مرسته رسیږی . د ورځی د حکومت په نوم پوسته ساتی او د شپی له خوا هماغه د حکومت بیسونه په نښه کوی .
پنځلسم : مجاهدینو د ګاونډی هیوادونو سره د اړیکو ښه والی :
لکه چین ، روسیه ، هند ، ایران او پاکستان او لږ لیری ګاونډیانو هیڅکله هم دا نه خوښیږی چه سوپر پاور دی دوی اړخ کی نظامی بیسونه او عملیات ولری د صبا ورځی د پاره د دوی هیوادونه هم په نښه کولی شی ، سره د دی چه د مجاهدینو سره دشمنی یا دوه مخی هم لری ولی مجاهدین ورته د امریکا په مقابل کی یواځنی وسیله ښکاری چه په نظامی یا غیری نظامی چارو کی ورسره مرسته وکړی یعنی طالبانو ته هغه ګاونډی هیوادونه او هغه هیوادونو ته طالبان اول دشمن نه دوهم دشمن ښکاری یعنی د دواړو اول دشمن امریکا ده دا کار له اوله کم ولی د کلونو په تیریدو سره دا تعاملات زیاتوالی ، تیزوالی او ښه والی پیداکوی. مننه
د دوهمی برخی پای


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more